د امریکا پوځ په یمن کې د ایران ملاتړو حوثي یاغیانو پر وړاندې پراخ برید پیل کړی او تهران ته یې خبرداری ورکړی چې د دې ډلې له ملاتړڅخه سمدستي لاس واخلي. امریکا حوثي یاغیان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني.
پرحوثي یاغیانو په سره سمندرګي کې د امریکا له یوې الوتکې وړونکې کشتۍ څخه د جنګي الوتکو په وسله دا برید وروسته له هغې وشو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حوثیانو ته خبرداری ورکړ چې که چیرې دوی خپل افراطي اقدامات، چې په خلیج سیمه کې په کشتیو بریدونه او د اسراییل په وړاندې د توغندیو توغول شامل دي، ونه دروي نو به پرې بده ورځ راولي.
ټرمپ ایران ته هم خبرداری ورکړی چې که چیرې د حوثیانو ملاتړ پای ته ونه رسوي، نو امریکا به تهران په بشپړه توګه مسؤل وګڼي او په دې مسله کې به نرمښت ونه ښيي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله خواله رسنۍ ( سوشل تروت) کې لیکلي چې ده "د متحده ایالاتوپوځ ته امر کړی چې په یمن کې د حوثي ترهګرو پر وړاندې پرېکنده او قوي پوځي اقدام وکړي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې "د امریکا ولسمشر په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو ته یو قوي او واضح پیغام ورکړ چې د امریکا او د نړیوالو پر بار وړونکو کشتیو باید بریدونه ودرول شي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تمي بروس وویل چې ښاغلي روبیو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په تلیفون خبرې وکړې او هغه ته یې د پوځي عملیاتو په اړه معلومات ورکړل.
داسې ښکاري چې په یمن کې دا بریدونه د جنوري په ۲۰مه د ټرمپ له واک اخیستو راهیسې په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو لوی پوځي عملیات دي.
د حوثي یاغیانو چارواکو ویلي دي چې د امریکا په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي. خو دا ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.