د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

مفتي منير شاکر نن مازیګر په پېښور کې ووژل شو


مفتي منيب شاکر
مفتي منيب شاکر

د خيبر پښتونخوا ديني عالم مفتي منيب شاکر نن (د مارچ پر ۱۵مه) د پېښور په ارمړ سيمه کې په يوه بمي چاودنه کې ووژل شو.

د پېښور د لېډي روغتون وياند محمد عاصم رسنيو ته په رالیږلي ويډيويي پيغام کې ويلي، "مفتي شاکر نن مازيګر دوی ته په زخمي حالت کې ور وړل شوی و چې وروسته د ژورو ټپونو له امله ومړ ".

تر دې وړاندې، د پېښور د ارمړو تاڼې يوه چارواکي د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل، " قاري شاکر نن مازيګر په ارمړو کې جومات ته ننوته چې بمي چاودنه ورباندې شوه ".

دغې چارواکي د نوم نه په شرط مشال راډيو ته وويل، " په بريد کې د مقتي شاکر په ګډون درې نور کسان هم ژوبل شول چې وروسته لېډي ريډينګ روغتون ته وروسل شول. "

تر اوسه لا چا پر مفتي شاکر د بريد مسوليت نه دی منلی.

مفتي منيب شاکر په دا وروستيو کلونو کې د خپلو متنازعه ديني بيانونو له امله ډېر شهرت موندلی وو.

هغه له څه مودې راهيسې له پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) سره هم د خواخوږۍ څرګندونه کړې وه او د هغوی په غونډو کې ليدل کېده.

نوموړي د پاکستان پوځ پر تګلارو هم نيوکې کولې.

XS
SM
MD
LG