د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

په پاکستان کې میشت افغان کډوال: د وتلو ضرب الاجل نږدې دی خو ستونزې پر ځای دي


په داسې حال کې چې له پاکستانه د میشتو " اې سي سي "  کارت لرونکو افغان کډوالو د جبري ایستلو لپاره ډیرې کمې ورځې پاتې دي، یو شمېر افغان کډوال هیله لري چې پاکستان خپله دا پرېکړه بدله کړي.

پاکستان له دغو کارتونو درلونکو افغان کدوالو غوښتي چې د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱ مې دا هیواد، پرېږدې، چې دې نېټې ته یوازې دوه اونۍ پاتې دي.

په پېنډۍ کې د " اې سي سي " یا افغان ستیزین کارت لرونکی افغان کډوال خان ولي وايي دا چې له کلونو راهیسې په دې ښار کې کار روزګار کوي او په دومره کمه موده کې یې راټولول ورته ناممکن دي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل،

"دلته زموږ کاروبارونه دي، دلته مو ډېر زیات وخت تېر شوی دی، په خپل وطن کې هم کار روزګار نشته هلته هم وضعیت خراب دی، موږ به څنګه په داسې حالت کې لاړ شو."

دلته زموږ کاروبارونه دي، دلته مو ډېر زیات وخت تېر شوی دی، په خپل وطن کې هم کار روزګار نشته هلته هم وضعیت خراب دی، موږ به څنګه په داسې حالت کې لاړ شو
پاکستان کې مېشت افغان کډوال

د بلوچستان په کویټې ښار کې میشت افغان کډوال حاجي اغا چې دا هم د " اې سي سي " کارت لري وايي دلته یې اولادونه زده کړې کوي او ویره لري که وطن ته ستون شي د دوی زده کړې به نیمګړې پاتې شي.

"موږ سره باید د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو له مخې چلند وشي، موږ چې لاړ شو هلته، نه ښوونځي شته نه روغتون شته، موږ هلته څه وکړو."

دغه افغان کډوال ادعا کوي چې که څه هم ورکړل شوي ضرب الاجل ته وخت پاتی دی خو پاکستاني پولیسود دوی نیول، ځورول او ترې د پیسو اخیستل زیات کړي دي.

پاکستان د مارچ په ۷ اومه دا اعلان وکړو.

د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت ګواښ کړی که تر ټاکل شوې نېټې کډوال ستانه نشي؛ دوی به یې پر وړاندې امنیتي اقدامات وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د راپور بر بنسټ په پاکستان کې څه دپاسه ۸ لکه افغان کډوال د ای سي سي کارتونه لري.

دا کارتونه په ۲۰۱۷ کال کې پاکستان افغان کډوالو ته ورکړل.

موږ سره باید د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو له مخې چلند وشي، موږ چې لاړ شو هلته، نه ښوونځي شته نه روغتون شته، موږ هلته څه وکړو
پاکستان کې میشت افغان کډوال

تازه په افغانستان کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان مرستیالې موتیا مسکون له ګاونډیو هیوادونو په زوره د افغان کډوالو د ایستل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یو بیان کې چې تازه یې په خپله اېکس پاڼه خپور کړی ویلي، نوموړې د دغه وزارت له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره لیدنه کې، له پاکستانه د ایستل کېدونکو کډوالو لپاره د اړینو اسانتیاوو رامنځته کولو خبره کړې څو د بیان په ټکو اغیزمنو کورنیو ته پر وخت رسېدنه وشي.

په بیان کې راغلي چې راستنېدونکو کډوالو سره به نقدي او غیر نقدي مرستې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان راستنو شویو یو شمیر کډوالو مخکې ازادی راډیو سره خبرو کې له بیلابیلو ستونزو سر ټکولی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ «یو ان اچ سي ار» د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵ مې راهیسې د پاکستان د حکومت د "غیرقانوني بهرنیانو د راستنولو پلان" له اعلان وروسته، له له ۸ لکو ۴۳ زرو او ۴۰۰ ډېر افغانان له دغه هېواده بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG