د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

په افغانستان کې د واورو، بادونو او سېلونو اټکل او د خلکو اندېښنې


په افغانستان کې درنه واوره (آرشیف)
په افغانستان کې درنه واوره (آرشیف)

د درنو واورو، بارانونو، تېزو بادونو او د سیلابونو د راوتلو د احتمال په اړه د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اټکل، یو شمیر افغانان اندیښمن کړي دي.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پيژندنې ریاست د هېواد په ٢٩ ولایتونو کې د نن ورځې لپاره د سیلابونو، درنې واورې، تېزو بارانونو او بادونو په هکله خبرداری ورکړی، د دې ولایتونو یو شمیر اوسیدونکي ورته اندیښمن دي.

دوی ازادۍ راډیو ته وويل چې دې ډول شرایطو ته هیڅ ډول چمتوالی نلري او لادمخه د سوړ ژمي له امله له سخت حالت سره مخ دي.

خلک وايي چې دې ډول شرایطو ته چمتوالی نه لري او لادمخه د سوړ ژمي له کبله له سخت وضعیت سره مخامخ دي.

کندهار او غزني هغه دوه ولايتونو دي چې د سیلابونو، شدیدو بارانونو او طوفانونو اټکل پکې شوی دی.

د کندهار ولايت یوې اوسیدونکې، حلیمې آزادۍ راډیو ته وویل چې "بارانونه او سیلابونه راباندې راځي مګر دوی هیڅ تیاری نه دی ورته نیولی ځکه وس یې نه لرو. ناست یو د خدای دربار ته، اندیښنه مو ډیره ده، چې ویده کیږو همدا مو اندیښنه وي چې په دې شپه کې که بارانونه راباندې راشي، نو کوټۍ به مې ونړیږي، سیلابونه راباندې راځي، کور به مې د سیلابونو لاندې شي، کورونه مو زاړه او بې دروازې دي."

همداراز د غزني ولایت اوسیدونکی، ولي محمد وايي "ډير ورته اندیښمن یو ځکه کوم تدابیر هم نشته چې ورته ویې نیسو، هوا ډیره سړه ده او داسې امکنات هم نه لرو چې د دې پیښو مخنیوی وکړو."

دوی د طالبانو له حکومته او له مرستندویه بنسټونو وغوښتل څو دې کړکیچ سره د مقابلې لپاره دوی سره مرسته وکړي.

دا انديښنې داسې مهال څرګندېږي چې د طالبانود حکومت د هوا پيژندنې ریاست د اټکل له مخې، نن ورځ د مرغومي ٢٩مه به په سالنګونواو همداراز په هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، دایکندی، پکتیکا، غزني، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، بغلان، پروان، کابل، پنجشیر، نورستان، بدخشان، کاپیسا، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د باران کچه له ١٥ څخه تر ٥٠ ملي مترو او د واورې کچه له ١٠ څخه تر ٤٠ سانتي مترو پورې وي.

په دې خبرداري کې په لویدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د بادونو سرعت په یوه ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۱۱۰ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.

یوه بېوزلې سوالګره مېرمن د کابل په سخت ژمي کې (آرشیف)
یوه بېوزلې سوالګره مېرمن د کابل په سخت ژمي کې (آرشیف)
د هېواد د هوا پيژندنې ادارې نن په ٢٩ ولایتونو کې د واورو، تېزو بادونو او سېلونو د راوتلو اټکل کړی دی. 

په عین حال کې د چاپیریال ساتنې د برخې کارپوه، عبدالباسط رحماني وايي دې ته پام سره چې افغانستان د زیربناوو او د هوا د سختو شرایطو په وړاندې د انعطاف له پلوه خورا کمزوری دی، او افغانان لا دمخه یوه بشري ناورین سره مخ دي، د هوا دا ډول شرایط یوه ننګونه رامنځته کولای شي.

ښاغلي رحماني له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې په داسې حالاتو کې د اړینو اقداماتو په اړه زیاته کړه "په دې ډول شرایطو کې باید خلک هر اړخیزه چمتوالی ولري، خوراکي توکي او ګرم کالي ځان ته چمتو کړي، له هغو سیمو څخه چې د واورې ښوییدنې احتمال پکې شته لري شي، له سیندونو څخه دې نه تیریږي، او د سیندونو نږدې دې نه ورځي.

رحماني زیاتوي چې اړوندې دولتي ادارې او مرستندوی بنسټونه هم باید په هغه سیمو کې چې د هوا د سختو شرایطو له خطر سره مخامخ دي، د خوړو او نورو اړینو توکو تیاری ونیسي او د سیمي له خلکو سره په دوامداره توګه همغږي ولري.

له دې خبرداري سره هم مهاله د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس تیره شپه ناوخته په خپله ایکس پاڼه، د واورې، طوفان او د لید ساحې د محدودیت له امله د ترافیکو پر مخ د سالنګونو لویې لارې د موقتي د تړل کیدو خبر ورکړ.

د شدیدې واورې، بارانونو، طوفانونو او سیلابونو په هکله د طالبانو حکومت خبرداری او له دې کبله د خلکو اندیښنې داسې مهال دي چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د جنورۍ په ۱۵مه راپور ورکړی و، چې د درنو واورو، بارانونو او طوفانونو په ګډون، د هوا سختو حالاتو د افغانستان په شمالي او ختيځو سیمو کې لږترلږه ۱۰ کسان مړه او ۱۷ نور یې ژوبل کړي دي.

تر دې مخکې بیا د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړیوال فدراسیون د مرغومی په ١٩مه په خپل راپور کې ويلي و، چې د افغانستان په لږ تر لږه ١٨ ولايتونو کې له ٣٢٥زرو ډېر کسان د وروستۍ سړې څپې له امله اغېزمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG