د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

د درېیو امریکایانو د تبادلې پر سر له طالبانو سره مذاکرې چټکې شوي


محمود شاه حبیبي
محمود شاه حبیبي

افغانستان کې د یوه افغان-الاصله امریکايي وګړي ورور هیله من دی، چې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د بندیانو د تبادلې خبرې نتیجه ورکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو او پر افغانستان د واکمنو طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې پر سر خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړې.

په وروستیو کې د دواړو لوریو ترمنځ دغه خبرې چټکې شوي او د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، دغه هڅې به د امریکايي وګړو تر خوشې کېدو پورې روانې وي.

د امریکا په بندیانو کې یو هم محمود شاه حبیبي دی، چې د افغانستان تابعیت هم لري او د کورنۍ غړي یې وايي، هغه د ۲۰۲۲م کال د اګست میاشتې پر لسمه په کابل کې نیول شوی دی.

ځینو امریکايي چارواکو د محمود شاه حبیبي تر څنګ د دوو نورو امریکايي وګړو رایان کوربت او جورج ګیلزمن پر نیول کېدو هم اندېښنه ښوولې ده.

د محمود شاه حبیبي ورور، احمدشاه حبیبي پرون له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:

«د طالبانو یو بندي محمد رحیم دی، چې په ګوانتنامو کې دی. دوه نور بندیان یې په امریکا کې دي. طالبان دغه درې بندیان او امریکا ورڅخه د خپلو درېیو وګړو خوشې کېدل غواړي. ولسمشر جو بایډن ما ته ډاډ راکړ، چې محمد رحیم افغان به ستا له ورور [محمود شاه حبیبي] پرته نه تبادله کوو. موږ هم هیله من یو چې دغه مذاکرې نتیجه ورکړي، ځکه دغه فعلي حکومت کم وخت پاتې دی او دغه نوی حکومت که دا مذاکرې پای ته ونه رسوي، ممکن د ټرمپ په حکومت دا مذاکرې دوام وکړي او بالاخره زما ورور ازاد کړي.»

د امریکا وال ستریت ژورنال ورځپاڼې تېره سې شنبه راپور ورکړی و، چې د طالبانو دغه زنداني محمد رحیم الافغاني نومېږي، چې د القاعده شبکې له مشر اسامه بن لادن سره یې ارتباط درلود.

الافغاني د القاعده شبکې عملیاتي شخص یاد شوی، چې په ۲۰۰۸م کال کې د امریکا د مرکزي استخباراتو یا (CIA) له توقیف څخه ګوانتنامو ته ولېږدول شو.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په زمري/ اسد میاشت کې له اریانا نیوز ټلویزیون سره د مرکې پر مهال په افغانستان کې د دوو امریکايي وګړو نیول کېدل تایید کړي وو، خو د محمود شاه حبیبي د زنداني کېدو خبرونه یې نه وو منلي.

د محمود شاه حبیبي ورور احمدشاه حبیبي په وږي/ سنبلې میاشت کې ازادۍ راډیو ته ویلي وو، محمودشاه د طالبانو له خوا القاعده شبکې ته سپارل شوی دی.

احمدشاه حبیبي په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې هم رد کړې وې، چې ګواکې د محمود شاه حبیبي نیول په کابل کې د القاعدې د پخواني مشر ایمن‌الظواهري له وژنې سره تړاو لري.

د محمود شاه حبیبي د کورنۍ غړي وايي، هغه د الظواهري تر وژل کېدو څو میاشتې وړاندې له افغانستانه وتلی و.

محمودشاه حبیبي د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملکي هوايي چلن ادارې مشر و.

امریکايي چارواکي وايي ایمن الظواهري د ۲۰۲۲م کال د جولای میاشتې پر ۳۱مه په کابل کې د بې پېلوټه الوتکې په یوه حمله کې ووژل شو.

طالبانو یوازې دا تایید کړې، چې په کابل کې پر یوه کور د بې پېلوټه الوتکې له خوا حمله شوې، خو د حملې پر وخت دا کور تش و.

سپینه ماڼۍ وایي چې ولسمشر جوبایډن تېره یکشنبه د هغو درېیو امریکایانو له کورنیو سره خبرې وکړې، چې له ۲۰۲۲م کال راهیسې په افغانستان کې له طالبانو سره بندیان دي.

د محمود شاه حبیبي د کورنۍ په استازیتوب د هغه ورور احمدشاه حبیبي له ولسمشر بایډن سره خبرې کړې وې.

د سپینې ماڼۍ له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې بایډن بېرته خپلو کورونو ته د دغو امریکایانو چې په وینا یې په ناحقه نیول شوي، د ستنولو لپاره پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ.

تر دې مخکې ځینو امریکايي چارواکو د طالبانو په بند کې د درېیو امریکايي وګړو رایان کوربت، محمود شاه حبیبي او جورج ګیلزمن د وضعیت په اړه اندېښنه ښوولې وه.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت تېره یکشنبه ویلي وو، د امریکا له متحدو ایالتونو سره د بندیانو د تبادلې پر سر خبرې روانې دي، خو په دې اړه تر اوسه خبرو کومه نتیجه نه ده ورکړې.

ښاغلي فطرت ونه ویل چې له دوی سره د بندي امریکايي وګړو شمېر څو دی او له امریکايي لوري سره څو تنه طالبان بندیان دي.

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې په لړم/ عقرب میاشت کې ویلي وو، د افغانستان په زندانونو کې دا مهال د ګاونډیو هېوادونو د وګړو په ګډون ۱۵۰ بهرني زندانیان شته خو په هغوی کې امریکایان نه شته.

تر دې مخکې ځینو بریتانوي رسنیو راپور ورکړی و، چې طالبانو د بندیانو د تبادلې موضوع د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو ته ځنډولې. ښاغلی ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه لوړه کوي.

XS
SM
MD
LG