په دې راپور کې، چې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر او دسمبر میاشتو ترمنځ موده رانغاړي، یوه برخه د افغانستان امنیتي وضعیت ته ځانګړې شوې ده چې په دې راپور کې ورته تم کېږو.
د ملګرو ملتونو د درې میاشتني راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال په وروستیو درې میاشتو کې په افغانستان کې د اوو وسلوالو بریدونو او چاودنو په ترڅ کې ۱۸ کسان، چې ۱۴ یې ملکي وګړي وو، وژل شوي او ۶۱ نور ټپیان شوي دي.
په ټپیانو کې ۵۵ ملکي وګړي دي.
د یوناما د راپور په امنیتي برخه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پکتیکا او پکتیا ولایتونو اړوند د دیورند کرښې په اوږدو کې د نښتو یادونه هم شوې چې له کبله یې د کرښې دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي.
یوناما د دسمبر په ۲۴ مه د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالي د پاکستان د هوايي برید یادونه کړې او ویلي چې په دې برید کې د ۳۰ ماشومانو په شمول ۴۹ تنه وژل شوي او ۸ ښځې ژوبلې شوي دي.
راپور وايي چې په کابل او تخار کې د ملي مقاومت جبهې (NRF) په دوو بریدونو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۱ نور، چې ماشومان هم په کې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، په افغانستان کې دننه تر ټولو خونړۍ پېښه د نوومبر په ۲۱مه هغه مهال وشوه چې په بغلان ولایت کې داعش ډلې د صوفیانو پر یوه زیارت برید وکړ او په لړ کې یې ۱۱ تنه ووژل شول.
د چارو نظر خاوند عبدالباري عارض وايي، سره له دې چې امنیتي پېښې ډېرې نه دي خو دا بریدونه دا ښيي چې ممکن په راتلونکي کې د ناامنۍ پېښې نورې هم ډېرې شي مګر دا چې پر افغانستان واکمنه ډله په خپله تګلاره کې بدلون راوړي:
«یقیناً ځینې پېښې، په خاص ډول په ۲۰۲۴ کال کې شوي دي چې ډېر تلفات یې یا د داعش په حملو کې وې او یا د پاکستان په یرغل کې. په مجموع کې امنیت ښه و، خراب نه و خو دا څه نا څه پېښې کېدای شي چې د نورو ناامنیو پیل شي. که طالب واکمنان د ښه حکومتدارۍ په لوري اوچت ګامونه وانه خلي نو بیا دا امکان شته چې ورځ تر بلې امنیتي وضعیت خراب شي.»
د یوناما په راپور کې د خلیل حقاني د وژل کېدو یادونه هم شوې او ویل شوي چې په ډسمبر میاشت کې، په کابل کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو په وزارت کې یوې چاودنې د طالبانو د کډوالو وزیر او د طالبانو درې نور غړي ووژل. په دې انتحاري برید کې څلور تنه نور ټپیان شول.
راپور زیاتوي چې د نوومبر په ۳مه د بغلان په پلخمري ښار کې په یوه بمي چاودنه کې ۱۸ کسان ټپیان شول.
ملګري ملتونه وايي چې په تېرو دریو میاشتو کې له پخوانیو جګړو څخه د پاتې ماینونو په چاودنو کې ۶۴ کسانو ته مرګژوبلې اوښتي چې دا د افغانستان د جګړو اوږدمهاله خطرونه ښيي.