د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

د پولیو واکسین پیل شوی خو خلک یې اغېزمن نه بولي


واکسیناتورانې د واکسین پر مهال
واکسیناتورانې د واکسین پر مهال

د افغانستان د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاینونو د اوسني تطبیق د څرنګوالي په اړه  اندېښنه لري او دا طریقه اغېزمنه، او ټولو ته د لاسري وړ نه بولي. دوی وایی  د پولیو واکسین تطبيق د پخوا په څېر  کور په کور غواړي، ځکه نشي کولی خپل ماشومان هغو ځانګړو ځایونو ته بوځي چې د واکسین لپاره ټاکل شوي دي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي چې دا کمپاین د دوشنبې په ورځ د سلواغې په ۸مه نېټه په ۱۶ ولایتونو کې پیل او په درې ورځو کې به له پنځه کلونو کم عمره شاوخوا ۶ میلیونه ماشومان د پولیو واکسین ترلاسه کړي.

"له پولیو څخه د پاک افغانستان" بنسټ پرون په خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې دا کمپاین به په کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کابل، بغلان، هرات او بادغیس ولایتونو کې ترسره شي.

خو ډېرى خلک وایي چې د ژمي موسم، د واورو او باران اورښت، د لارو بندېدو او نورو ګڼو ستونزو له امله کورنۍ نشي کولی خپل ماشومان هغو جوماتونو او ځایونو ته یوسي چې د طالبانو لخوا د پولیو واکسین د کولو لپاره ځانګړي شوي دي.

دوى د پولیو واکسین په جوماتونو او نورو ځایونو کې تطبیق له ډېرو ننګونو ډک بولي او غواړي چې د پخوا په څېر کور په کور کمپاینونه پیل شي.

د هغوی په خبره، څو ډاډمن شي چې په دې کمپاینونو کې يې ماشومان له واکسین څخه نه بې برخې کېږي.

وحیده، چې د کابل ښار اوسېدونکې ده، ازادي راډیو ته وویل چې د لارې د لرې والي له امله، د هغې دواړه ماشومان د تېر پړاو په واکسین کې له واکسین پاتې شوي.

«زه د چهل‌ستون غره په لوړه کې اوسیږم، هغه ځای چې د کابل یخچال بلل کېږي. اوس باید خپل ماشومان جومات ته د واکسین لپاره یوسم، دا راته ډېر سخت دي. هوا سړه ده او واوره چې اورېدلې ده، لا یخه شوې، نشم کولی خپل دواړه ماشومان چې یو یې دوه نیم کلن دی او بل یې ۸ میاشتنی دی، یوسم. ځکه جومات لرې دی او ماشومان مې ناروغه کېږي. له همدې امله مې تېر پړاو کې واکسین له ور نه کړ او که ماشومان مې واکسین نشي، د هغوی له ژوند سره لوبې کېږي.»

شازیه، چې د پروان ولایت اوسېدونکې ده، هم کور په کور واکسین غوښتنه کوي:

«پخوا ښه و، واکسین کور په کور و، اوس یخ دى، لارې خټې دي، موږ په یخ ښوېږو او ژوبلېږو، زموږ ماشومان د سینه و بغل ناروغۍ نیسي. زموږ غوښتنه دا ده چې کور په کور واکسین بیا پیل شي.»

الفت الله، چې په ننګرهار کې یو پخوانی واکسیناتور دی، ازادي راډیو ته وویل چې له درې میاشتو راهیسې د پولیو واکسین په جوماتونو کې تطبیق کېږي:

«اوس چې ماشومان باید په جوماتونو کې واکسین ترلاسه کړي، ډېر ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې کېږي. پخوا ښه و چې ان نوی زیږېدلی ماشوم هم د کور په کور واکسین څخه برخمنېده. زموږ غوښتنه دا ده چې بیا دې کور په کور واکسین ترسره شي.»

اوس وخت په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاینونه کور په کور نه ترسره کېږي او ډېری ماشومان خپل واکسین په جوماتونو کې ترلاسه کوي.

ډاکټران وایي چې پولیو یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې درملنه نه لري. یوازې واکسین کولی شي ماشومان له دې ناروغۍ څخه وژغوري. دا ویروس د ملا د تیر عصبي تارونو ته زیان رسوي او د تل لپاره د ماشومانو د فلج لامل کېږي.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په تېر میلادي کال کې او تر اوسه په افغانستان کې د ګوزڼ يا پوليو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

خو د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG