افغانستان
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د یوناما درې میاشتنی راپور رد کړ
د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر یوناما هغه راپور رد کړی چې وايي د افغان ښځو پر حقونو محدودیتونه زیات شوي دي.
یوناما د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر او ډسمبر میاشتو په اړه په یوه درې میاشتني راپور کې ویلي چې په دې موده کې واکمنو طالبانو پر ښځو او نجونو محدودیتونه زیات کړي دي. په راپور کې د ښځو پر تعلیم د بندیزونو، د طبی علومو په موسسو کې د ښځینه زدهکړو د مخنیوي، او د امربالمعروف د قانون د تطبیق په اړه اندېښنه څرګنده شوې، چې د یوناما په وینا د ښځو او نجونو اساسي آزادۍ زیانمنوي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت نن پر خپله ایکس / پخواني ټویټر پاڼه په یوه بیان کې دا راپور رد کړی او اندېښنې یې بېبنسټه بللې دي. په بیان کې د یوناما د راپور هغه برخه له حقیقته لیرې بلل شوې چې وايي ښځې نهشي کولای له شرعي محرم پرته بازار ته ولاړې شي. وزارت ویلي چې د امربالمعروف په قانون کې په دې اړه د هېڅ راز محدودیت یادونه نه ده شوې.
د امربالمعروف وزارت له یوناما غوښتي دي چې د طالبانو هغه مثبت اقدامات، لکه د مهر، میراث، جبري ودونو او کورني تاوتریخوالي په برخه کې، له پامه ونه غورځوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د سرطان نړیواله ورځ؛ افغانستان کې هر کال څه باندې ۲۰زره تنه په سرطان اخته کېږي
نن د فبروري ۴مه نیټه، د سرطان ناروغۍ نړیواله ورځ ده. سږ کال د دې ورځې شعار له سرطان سره د مبارزې په برخه کې په ګډو نړیوالو هڅو ټینګار دی.
افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې له سرطان سره د مبارزې په برخه کې د امکاناتو د نشتوالي په سبب وروسته پاتې دی.
په افغانستان کې د سرطان پر وړاندې د مبارزې بنسټ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې په دې هیواد کې د سرطان د ناروغانو شمیر شاوخوا ۵ لکو ته رسیده.
د لازمو روغتیايي امکاناتو او خدماتو د نشتوالي په سبب له دې ډلې د مړینو شمېر نږدې ۷۶ فیصده راپور شوی دی.
په اوسط ډول هر کال شاوخوا شل زره تنه په افغانستان کې په سرطان اخته کېږي چې اکثر د سینې، معدې او شش/سږو سرطانونه دي.
په سمنګان کې د کان نړېدو پېښه کط دوه کانکیندونکي مړه شوي
په سمنګان ولایت کې د یوه کان د نړېدو په پېښه کې دوه کانکیندونکي مړه شوي دي.
د سمنګان د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند، حشمتالله رحماني، د دغو کانکیندونکو مړینه تایید کړې او ویلي یې دي، چې د صوف درې اړوند شاقول سیمه کې د ډبرو د سکرو د کان د نړېدو په دې پېښه کې، چې پرون دوشنبې شوې، یو بل تن ټپي شوی.
څه موده وړاندې هم په صوف دره کې د یوه کان د نړېدو په پېښه کې څو کانکیندونکي بند پاتې وو، چې له څو ساعتونو هڅو وروسته وژغورل شول.
په افغانستان کې په غیرمعیاري ډول د کانونو استخراج، د دا ډول ناوړه پېښو له عمده عواملو بلل کېږي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې کابل کې د فعالیتونو د بندیدو راپورونه رد کړل
د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) هغه راپورونه رد کړل چې وایي، دې کمېټې په کابل کې خپلو کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې د امنیتي دلایلو له امله دې دندو ته نه ځي او په خپلو کورونو کې دې پاتې شي.
د افغانستان لپاره د نړیوال سره صلیب څانګې پرون دوشنبې په خپله ایکس/پخواني ټویټر پاڼه کې په یوه بیان کې دغه راپورونه بشپړ ناسم بللي او ویلي یې دي چې کارکوونکي یې د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې له کوم خنډ پرته خپلو عادي کارونو ته دوام ورکوي.
سره صلیب همدارنګه ویلي، چې د بشري مرستو د پروګرامونو په ګډون یې ټول پروګرامونه لکه د پخوا په څېر فعال دي. دې کمېټې ټینګار کړی چې په افغانستان کې اړمنو ټولنو ته د بشري مرستو رسولو په برخه کې خپل تعهد ته ژمنه ده.
ICRC دا نه دي ویلي، چې د دې کمېټې د فعالیت په اړه ناسم راپورونه کومو رسنیو خپاره کړي. خو په کابل کې د فرانسوي روغتون مشر ایریک چیسون په دې وروستیو کې د فرانسې "لوموند" ورځپاڼې ته ویلي وو، چې د روغتون د ښځینه ډاکټرانو له نیمایي ډېرو یې، د طالبانو د محدودیتونو له کبله خپلې دندې پرېیښې او د سره صلیب نړیواله کمېټه هم ورو ورو له افغانستانه په وتلو ده.
ای او ایم: زموږ په نوم جعلي پاڼې د کډوالۍ د کیسونو لپاره له خلکو پیسې غواړي
د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM خبرداری ورکړی چې د دوی په نوم جعلي ټولنیزې پاڼې جوړې شوي او د کډوالۍ د کیسونو په بدل کې له خلکو پیسې غواړي.
آی او ام نن په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د کډوالۍ د دوسیو په تړاو هېڅ مسوولیت نه لري.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي دا جعلي پاڼې ادعا کوي چې د P-1 او P-2 مرکې د پیسو په بدل کې ترسره کوي.
P1 او P2 قضیې د امریکا د کډوالۍ لپاره دي چې له لارې یې د امریکا د قراردادي شرکتونو افغان کارکوونکي کولای شي د امریکا د بشردوستانه ویزو غوښتنې وکړي.
د طالبانو په بیا واکمنېدو سره امریکا د افغان ژباړونکو او مستقیمو کارکوونکو لپاره د کډوالۍ د ځانګړو ویزو SIV سربېره د امریکا د قراردادي شرکتونو افغان کارکوونکو ته د P1 او P2 ویزې هم پیل کړې.
ګڼ افغانان له دې لارې امریکا ته تللي خو لا هم زیات شمېر افغانان په افغانستان یا نورو ګاونډیو هېوادونو کې د خپلو دوسیو د پروسس په تمه ناست دي.
د یوناما په دفتر کې په ډزو یو کس وژل شوی او بل ټپي دی
نوي معلومات:
په کابل کې د ملګرو ملتونو په یوه دفتر کې په ډزو سره یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د یوناما مطبوعاتي دفتر دا خبره ازادي راډیو ته تایید کړه او ویلي یې دي چې پېښه یکشنبه له غرمې وروسته شوې ده.
د یوناما په خبره وژل شوی د طالبانو غړی دی او د ملګرو ملتونو یو نړیوال قراردادي ساتونکي برسېرن ټپي شوی دی.
مخکیني معلومات:
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما په دفتر کې په ډزو سره یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
رویټرز راپور ورکړی چې پېښه نن غرمه مهال شوې ده.
د راپور په اساس ډزې د طالبانو اړوند ساتلونکو کړي دي او په اړه یې څېړنې روانې دي.
د دې پېښې ډېر جزییات او د وژل شویو کسانو په اړه معلومات لا نه دي رسنیز شوي.
په کابل کې د طالبانو امنیتي چارواکو هم د دې خبر تر لیکلو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتورونو د ۴.۵ ملیون ډالري تړونونو لاسلیک
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د ۴.۵ ملیون ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.
وزارت د قراردادونو د لاسلیک اعلان پرون ناوخته په ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې خپور کړی پرته له دې چې جزئیات ورکړي.
د ازبکستان د پانګونې د مشر عزیز بیک صلاح الدینوف په مشرۍ یو ازبکستانی پلاوی د شنبې په ورځ کابل ته ورسید.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر احمدالله زاهد د یکشنبې په ورځ له پلاوي سره وکتل ترڅو د کابل او تاشکند ترمنځ د ګډې پانګونې په اړه بحث وکړي.
که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د کوم هیواد لخوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی؛ خو ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی چې له طالبانو سره یې اړیکې ټینګې کړي او د دې ډلې ډیپلوماټ یې منلی دی.
د بشري حقونو مدافعان: د طالبانو منتقد دیني عالمان دې خوشي شي
د بشري حقونو د مدافعینو ټولنې د هغو دیني عالمانو د خوشې کولو غوښتنه کړې چې د طالبانو منتقدین دي.
دغې ټولنې د یکشنبې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې وویل، دیني عالمانو د نجونو د زده کړو، د یو بل منلو، په ټولو باندې د قانون یو شان حاکمیت، د اتباعو ترمنځ د تبعیض له منځه وړلو او په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د جوړولو په ملاتړ خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دیني عالمانو له خوا دا غوښتنې د ټولو افغانانو غوښتنې دي او هیڅوک حق نلري چې د خلکو ارادې او غوښتنو ته سپکاوی وکړي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو استخباراتو تېره سه شنبه د طالبانو دری منتقد دیني عالمان عبدالقادر قانت، محمود حسن او عبدالعزیز شجاع په کابل کې نیولي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د محمود حسن ورور د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی حسن شکنجه شوی او په نازک حالت کې دی.
هغه د بشري حقونو پر سازمانونو غږ وکړ چې د هغه د ورور د خوشې کولو لپاره سمدستي اقدام وکړي.
تېره میاشت څه باندې ۴ لکه ټنه مواد د افغانستان له رېل لارو انتقال شوي
د طالبانو د فواید عامې وزارت وايي چې په جدي/مرغومي میاشت کې څه باندې ۴۰۰ زره متریک ټنه توکي د افغانستان د اورګاډي له لارې لیږدول شوي دي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي چې دا توکي د حیرتان، آقینه، تورغونډۍ او هرات-خاف د اورګاډي پټلۍ له لارې انتقال شوي.
د هغه په خبره نفتي او غیر نفتي مواد او نور محصولات صادر او وارد شوي.
د فواید عامې وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې، شاوخوا ۳.۲ میلیونه میټریک ټنه مواد د هیواد د اورګاډي پټلۍ له لارې انتقال شوي.
ډبلیو اف پي وايي ګڼ کلي د وچکالیو له کبله په کنډوالو بدل شوي
د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د څانګې مشرې حسیاوو وي لي Hsiao-Wei Lee ویلي چې د وچکالیو په خاطر ګڼ کلي له خلکو خالي او په کنډوالو بدل شوي.
هغې پرون د ډبلیو اف پي افغانستان څانګې په ایکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې د وچکالیو د اثراتو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
مېرمن لي ویلي چې ګڼو افغانانو خپل کلي د اوبو د نشتوالي او وچکالی په سبب پرېښي یا په هېواد دننه نورو سیمو ته کډه شوي یا له هېواده وتلي دي.
هغې ویلي تر ټولو زیانګالي خلک لا هم په دې سیمو کې پاتې دي چې نورو سیمو ته د تلو وس نه لري.
د ډبلیو اف پي دې مشرې ویلي چې ملګري ملتونه او همکارې موسسې یې دغو زیانګالو خلکو ته د پاکو اوبو او خوړو د برابرولو هڅه کوي.
افغانستان د نړۍ له لسو هغو هېوادونو دی چې د اقلیمي بدلونو له کبله اغېزمن شوی دی.
شهبازشریف ویلي له افغانستان سره په ګډه د پولیو د له منځه وړلو هڅې کوي
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي له افغانستان سره په همغږۍ د پولیو د له منځه وړلو هڅه کوي. شریف دا خبره د یکشنبې په ورځ د پولیو د واکسیناسیون د پیل په مناسبت کړې ده.
د شریف په خبره چې یواځې د ګډو هڅو له لارې د دې ویروسي ناروغۍ شنډول ممکن دي.
هغه نه دي ویلي چې افغانستان سره په کومه بڼه د پولیو په له منځه وړلو کې همکاري یا همغږي کوي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یواځیني دوه هېوادونه دي چې پولیو لا پکې نه ده ختمه شوې.
پاکستان کې تېر کال د پولیو ۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
په افغانستان کې هم تېره اوونۍ د پولیو د له منځه وړلو په هدف د واکسیناسیون یوه دوره پیل شوه څو شپږ میلیونه ماشومان واکسین شي.
د امریکا د مرستو په ځنډېدو د پولیو د واکسین د تطبیق هڅې هم له خطر سره مخ شوي خو د پاکستان صدراعظم ډاډ ښوولی چې د سعودي عربستان او د بېل او میلنډا ګېټس بنسټ په مرسته به د پولیو ضد هڅې جاري وساتل شي.