د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

په اسلام اباد کې دېره افغان کډوال وايي، پاکستان یې د وېزو موده نه اوږدوي


د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې یو شمیر میشت افغان کډوال ادعا کوي چې د پاکستان حکومت د دوی د ویزو تمدیدول بند کړي دي.

په داسې حال کې چې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او جبري شړلو لړۍ لا هم روانه ده، په دغه ښار کې یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې له تېرو څو میاشتو راهیسي دغه هیواد د دوی د ویزو تمدید بند کړی دی.

خو د پاکستان حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

په پلازمینه اسلام اباد کې میشت یو افغان خبریال چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډيو ته وویل:

«نن زموږ لس کسانو د ویزو موده پای ته ورسېده، په تېره ډیسمبر میاشت کې مې ورته اپلای کړې وه خو وايي چې ویزې بندې دي، که د یوې میاشتې وي هم زه یې اخلم خو دوی سم دستي ټولې ویزې بندې کړي دي.»

یو شمیر دوی ادعا کوي چې په ځینو مواردو کې یو شمېر کډوالو ته د ډیرو پیسو په بدل کې یوازې د یوې میاشتې ویزې ورکړل شوي دي چې مخکې به د شپږو یا د دریوو میاشتو په مخ ورکول کېدې.

په اسلام اباد کې میشت یو بل افغان سعیدالله ازادي راډيو ته وویل:

«د ویزو د تمدید درول شوی دی، که چېرې کومه ویزه تمدید هم شي موده یې یوه میاشت وي، که چیرې ویزې تمدید نه شي نو په ورځني ډول به زرګونه افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له پاکستانه ایستل کیږي.»

دا افغان کډوال وايي د تېر کال د نومبر میاشتې راهیسي دوی د ویزو د تمدېد غوښتنه کړې خو په خبره یې د ځینو د تمدید غوښتنه رد شوې او د ځینو لا هم په نامعلوم وضعیت کې ده.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا هم دغه ستونزه تاييدوي او وايي که د ویزو د تمدید مسله همداسې پاتې شي نو لیرې نه ده چې په لنډه موده کې دلته میشت ټول افغان کډوال د ډیپورټ له ګواښ سره مخ شي.

د دې شورا مشر میوند عالمي افغان ازادي راډيو ته وویل:

«که ویزې تمدید نه شي په دې سره د کډوالو ستونزې لاپسې ډیریږي، ځکه د ویزو تمدید دی چې دلته پرې افغانان په قانوني اسنادو استوګنه کوي، زه باوري یم که ویزې تمدید نه شي، درې، څلور او په نهایت کې شپږ میاشتې وروسته به د لکونو او میلونونو افغان کډوالو ویزې ختمې شي او دوی ټول به د ډیپورټ له خطر سره مخ شي.»

افغان کډوال په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي ادارې یو این ایچ سي ار او نړیوالو بنسټونو غواړي چې د دغه هیواد په حکومت فشار راوړي څو د میشتو افغان کیس لرونکو ویزې تمدید کړي، ځکه دوی وايي که د ویزو موده یې پای ته رسیږي او افغانستان ته استول کیږي نو هلته به یې ژوند له ګواښ سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د روان ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسي د پلازمینې اسلام اباد په بیلابیلو سیمو کې د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او ستنولو لړۍ تېزه کړې ده.

که څه هم کره شمیر نشته مچې د روان کال له پیله څومره افغان کډوال د پولیسو له لوري نیول شوي خو تېره اونۍ په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې د جنوري له لومړنۍ نېټې راهیسې د نیولو شویو افغانانو شمېر ۸۰۰ کسه ښودلی و چې د سفارت په ټکو د قانوني اسنادو درولدونکي هم په کې وو.

په اعلامیه کې ویل شوي وو چې یو شمیر نیول شوي له دغه هیواده په جبري ډول ایستل شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG