د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

ملګري ملتونه: تر ۲۰۶۰ کال پورې به له هرو دوو افغانانو یو په ښارونو کې واوسي


د کابل ښار د لویدیځ یوه څنډه- د ۲۰۲۳ کال مارچ
د کابل ښار د لویدیځ یوه څنډه- د ۲۰۲۳ کال مارچ

د ملګروملتونو د بشري استوګنې پروګرام- یو ان هبیتات وايي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به له هرو دوو کسانو څخه یو، د افغانستان په ښاري سیمو کې ژوند وکړي، خو دې ادارې دا هم ویلي دي چې د دې هیواد ډیری ښارونه سمدستي ښاري کیدو ته چمتو نه دي.

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (یو ان هبیتات) (دسمبر په ۲۴ مه پر خپله ایکس پاڼه په یوه راپور کې اټکل کړی چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به په افغانستان کې له هرو دوو کسانو څخه یو په ښارونو کې ژوند وکړي. خو دې سازمان دا هم ویلي چې د افغانستان ډېر ښارونه د چټک ښاري کېدو ته چمتو نه دي.

(یو ان هبیتات) ټینګار کړی چې د خوندي او مناسب ژوند چاپیریال ته په لومړیتوب ورکولو سره، کیدای شي ښارونه پراخ شي څو ټولو ته د مناسب ژوند کیفیت برابر شي.

په عین حال کې یو شمېر افغانان په لویو او وړو ښارونو کې د ژوند کیفیت او اسانتیاوو ته اشاره کوي. د کابل ښار اوسېدونکی حسام وايي"زه په لوی ښار کې اوسېدل خوښوم، له همدې امله کابل ته راغلم، ځکه کله چې تاسو په ښار کې یاست، هلته اسانتیاوې ډېرې وي، لکه ښوونځیو، پوهنتونونو او روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی او کاري فرصتونه هم په ښار کې ډیر دي. شخصا زه چې کلي کې د ژوند تجربه لرم ښار کې ژوند غوره ګڼم."

ملګري ملتونه، په راتلونکي افغانستان کې به ‌ډېر خلک ښارونو ته مخه کړي خو ډېر ښارونه چټک ښاري کېدو ته چمتو نه دي.

د غزني ولایت اوسېدونکی اماندار وايي"که څه هم ما په کابل پوهنتون کې زده کړې کړي، خو بېرته خپل کوچني ښار او کلي ته راغلم، ځکه ارامه ژوند مې خوښ دی چې ګڼه ګوڼه نه وي، خوښېږي مې چې په طبیعت او سیمه ییزه ټولنه کې واوسم، ښايي هغه اسانتیاوې چې په ښارونو کې دي دلته نه وي، خو زما له نظره د ژوند کیفیت مهم دی، چې زه یې دلته احساسوم."

کندهار ښار، عینو مېنه ۲۰۲۰ کال
کندهار ښار، عینو مېنه ۲۰۲۰ کال

ویل کېږي چې افغانستان د نړۍ په کچه یو له هغو هیوادونو دی چې د ښاري ژوند امکانات کم لری او په دغه هېواد کې بې وزلي، لوږه، داخلي بې ځایه کېدل او ښارونو ته د وګړو کډوالي یې عمده لاملونه دي.

آیا د کډوالو راستنېدل به د ښاري ژوند ستونژې ډېرې کړي؟

د چاپېریال ساتنې د چارو کارپوه کاظم همایون ازادي راډيو ته وویل" دا چې په کلیو کې کار نشته او نا امنۍ دي نو کورني بېځایه شوي او بېرته راستنېدونکي کډوال ښارونو ته مخه کوي، دا په افغانستان کې یوه څو اړخیزه ستونزه ده چې ټولنیز، سیاسي، فرهنګي، روغتیايي او چاپیرالي لاملونه لري."

یو ان هبیتات وايي چې کیدای شي د افغانستان ښارونه پراخ شي څو ټولو ته د مناسب ژوند کیفیت برابر شي.

د چاپیریال ساتنې د چارو بل کارپوه روح الله امین ازادي راډیو ته وویل"طبعا هغه خلک چې په ښار کې اوسي، بریالي خلک دي. په ښارونو کې اړیکې، مختلف کلتورونه او طرحې او وړاندیزونه شته. سالم رقابت شته. دا خورا مهم ټکی کیدای شي."

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د هرات ولایت له مرګونې زلزلې سره هم مهاله په افغانستان کې د کورنیو بېځایه شویو شمېر درې میلیونه دوه سوه زرو تنو ته رسېده.

له دې مخکې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی و، چې په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۶۴۰ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او دغه کسان له ایران، پاکستان او ترکیې څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG