د ارزو ټلویزیون اړوند ځینې سرچیني وايي چې د دغه ټلویزون۷ تنو کارکونکي چې وړاندې نیول شوي نه دي محاکمه شوي.
دغو سرچینو چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نومونه په راپور کې یاد شي نن شنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ۷ تنو کارکوونکو د محاکمې په اړه د بې پولې خبریالانو « ار اس اف» خبر ناسم وباله.
پرون جمعه د بې پولې خبریالانو « ار اس اف» سازمان په خپلې اېکس پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د مرغومي« جدي» ۸مه د ارزو ټلویزون د ۷ تنو کارکونکو د محاکمې د پیلېدو خبر ورکړ او په دغو کوونکو یې د لګېدولو تورونو د لرې کولو سپارښتنه کړې وه.
د بې پولې خبریالانو سازمان اعلامیه د بې پولې خبریالانو « ار اس اف» سازمان په دې اړه د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
د افغانستان د خبریالانو ټولنې مسولین هم وايي چې د رسنیو د کارکوونکو اړوند کومه محاکمه نه ده جوړه شوې.
د دغې ټولنې مشر حجت الله مجددي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
« زه نپوهیږم چې د بولې پولې خبریالانو سازمان د افغانستان د رسنیو په اړه دا معلومات له کومه اخلي، د ارزو ټلویزیون د همکارانو موضوع په محکمه کې ده، هغوی په ضمانت خلاص شوي دي خو تر اوسه په ځانګړي توګه نن کومه جلسه نه ده شوې، تمه لرو چې ژر تر ژره دغه موضوع خلاصه شي او همکاران هم په ارامه زړه خپل کار ته دوام ورکړي.»
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د ارزو ټلویزیون له بنده له خلاص شویو کارکوونکو سره هم خبرې وکړي خو بریالي نه شوو.
په ورته وخت کې دوو افغان خبریالانو چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نومونه په راپور کې یاد شي له ازادي راډیو سره په خبرو کې له نړیوالې ټولنې د طالبانو پر حکومت د رسنیو پر وړاندې د محدیتونو د لرې کولو په اړه د فشارو غوښتنه وکړه.
« دوی « طالبان» په بېلابېلو پلمو خبریالان او د رسنیو کارکوونکي تر فشار لاندې راولي څو خپل محدویتونه زیات کړي او په دې ترتیب د پوهاوي او د خلکو د ذهنونو د روښانه کولو مخه ونیسي، له نړیوالې ټولنې او د رسنیو د ملاتړ له اړونده بنسټونو هیله لرو چې له خبریالانو سره په همغږۍ د طالبانو د محدیتونو مخه ونیسي.»
« له نړیوالې ټولنې په جدي توګه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې د بیان له ازادۍ ملاتړ وکړي څو په افغانستان کې د بیان ازادي او د رسنیو کار همداسې دوام وکړي.»
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو پر بنسټ د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارو کارکوونکو د لیندۍ « قوس» د میاشتې په ۱۴ مه په کابل کې د ارزو ټلویزیون په دفتر چاپه ووهله او د دغه ټلویزیون اوه تنه کارکوونکي یې د اسلامي اررښتونو خلاف د سریالانو د خپرولو او له جلا وطنو رسنیو سره د همکارۍ په تور ونیول چې له دوه اوونۍ بند وروسته په ضمانت خوشې شوي دي.