د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) اعلان کړی چې، په افغانستان کې د پوهنې سکتور د محدودونکو پالیسیو له امله له ننګونو سره مخامخ دی.
يونېسف په افغانستان کې له زدهکړو د بېبرخې ماشومانو د شمېر په زیاتېدو هم اندېښنه ښودلې ده.
دغه سازمان په یوه راپور کې چې د جمعې په ورځ (د دسمبر په ۶مه) خپور شو ویلي چې، د افغانستان د پوهنې سکتور د محدودوونکو سیاستونو له امله له مخ په زیاتېدونکو ننګونو سره مخامخ دی، چې له امله یې له زدهکړو د بېبرخو ماشومانو شمېر زیات شوی دی.
یونېسف خبرداری ورکړی چې، دا لړۍ به دوام ومومي، ځکه د دې سازمان په ټکو، هغه نجونې چې شپږم ټولګي پای ته رسوي، د زدهکړو د دوام لپاره هیڅ لار نهلري، چې دا عملا د دوی راتلونکی دروي.
فرزانه او زهرا چې له اتم او شپږم ټولګيو وروسته ښوونځي ته نهشي تلای، ازادي راډیو سره يې خپل نظرونه شريک کړي دي.
فرزانه وايي: "درې کاله وړاندې د جمهوریت له سقوط او د طالبانو په راتګ سره زما په هېواد کې هر څه بدل شول. زه په اتم ټولګي کې وم او زړه مې له لویو هیلو ډک و. که د نجونو پر مخ د ښوونځي دروازې نه وای تړل شوې، اوس به په ۱۱ ټولګي کې وم. مګر اوس زه د راتلونکي لپاره هیڅ هیله نهلرم."
دغهراز زهرا وويل: "زه نهپوهېږم هغو هیلو ته چې ما درلودلې څنګه ورسېږم. هیله لرم چې د ښوونځي دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شي څو زموږ راتلونکی څرګنده شي."
د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) په خپل راپور کې دا هم ویلي چې، د اقتصادي رکود او د ټولنې په کچه د پوهنې په برخه کې د طالبانو د محدودوونکو تګلارو اغېز د دې لامل شوی چې، ۱۱ سلنه کورنۍ د اقتصادي ننګونو له امله زدهکړو ته لومړیتوب ورنهکړي، چې دا شمېر په ۲۰۲۳ کال کې ۴سلنه و.
"په افغانستان کې وضعیت ډېر خراب دی، امنیت نهشته، زدهکړې نهشته، زموږ اولادونه له زدهکړو پاتې ديمحمدشفيع
له زدهکړو څخه د بېبرخو دوو نجونو پلار، محمد شفیع ازادي راډيو ته وویل: "په افغانستان کې وضعیت ډېر خراب دی، امنیت نهشته، زدهکړې نهشته، زموږ اولادونه له زدهکړو پاتې دي او پهدې وطن کې نهشو کولای د هغوی د تحصیل په اړه فکر وکړو، د اقتصاد له وجې بهر ته هم نهشو تلای، نهپوهېږو چې څه به وشي."
یوه ښوونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نهغوښتل نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "له بدهمرغه ذهنیتونو او د افغانستان وضعیت داسې یو شرایط رامنځته کړي چې خلک نور د زدهکړو په فکر کې نهدي، له بدهمرغه د بشري حقونو هغه بنسټونه چې د ښځو او نجونو له حقونو څخه دفاع کوي یوازې شمېرې خپروي او کومه ملموسه لاستهراوړنه نهلري."
یونېسف زیاته کړې، په افغانستان کې ماشومان یو بحراني، پېچلي او بېمخینه وضعیت تجربه کوي، ځکه چې د دې سازمان په ټکو، سیاسي مسایل، پرلهپسې ناورینونه لکه سېلابونه، وچکالۍ او زلزلې، د اقلیمي بدلون منفي اغېزې او پر ښځو او نجونو د محدودیتونو زیاتوالی، د دې لامل شوی چې د کورنیو په کچه د خوندیتوب خطرونه او بشري اړتیاوې زیاتې شي.
یونېسف دغه شان ویلي، د ۲۰۲۱ کال راهیسې په ټولو سکتورونو کې بشري اړتیاوې زیاتې شوي، چې د زیان منونکو ټولنو ترمنځ د انعطاف نشتوالی او د لومړنیو بشري اړتیاو په پوره کولو کې د پانګونې د کمښت پایلې ښيي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، دوی له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو منع کړې او دغهشان یې د دوی پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.
تر دې مخکې د ملګروملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) په خپل راپور کې چې د مارچ په لسمه یې خپور کړی و ویلي و، افغانستان یو له هغو لسو هېوادونو دی چې "له ښوونځيو څخه بهر" د نجونو لوړه کچه لري او د دې سازمان د وروستیو شمېرو لهمخې، پهدې هېواد کې ۷۵سلنه ښوونځیو ته د تګ په عمر برابری نجونې ښوونځیو ته نهځي.