د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

د سوریې شمال کې د نښتو دوام؛ یاغیانو پراخې سیمې نیولي او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي


په ادلیب کې د روانو جګړو یو انځور
په ادلیب کې د روانو جګړو یو انځور

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د سوریې د حکومت مخالف وسله‌وال په شمالي ښار حما کې له دولتي ځواکونو سره د نښتو په حال کې دي.

د سوریې د جګړې یوه څارونکې ډله وايي چې د اسلامپالو په مشرۍ یاغي ډلو نن په داسې حال کې چې د حما د مرکزي ښار پر لور د پرمختګ په حال کې وو، د سوریې له دولتي ځواکونو سره نښتې وکړې.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، هیات تحریر الشام ډلې او متحدانو یې چې له تېرې اوونۍ راهیسې پر ځینو سیمو د شپې له‌خوا حملې وکړې له دولتي ځواکونو سره خونړۍ نښتې کړي.

دوی د دې حملو له پیله د دوهم لوی ښار حلب په ګډون د سوریې د قلمرو یوشمېر سیمې ونیولې.

نوموړې ټولنه چې مرکز یې په برتانیا کې دی، وايي چې په شمالي ښار حما کې دې ډلو د ځینو ښارونو تر نیولو وروسته نن له دولتي ځواکونو سره نښتې وکړې او د سوریې او روسیې هوايي ځواکونو هلته لسګونه بمبارۍ وکړې.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، هیات تحریر الشام ډلې او متحدانو یې چې له تېرې اوونۍ راهیسې پر ځینو سیمو د شپې له‌خوا حملې وکړې له دولتي ځواکونو سره خونړۍ نښتې کړي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه وايي، هیات تحریر الشام ډلې او متحدانو یې چې له تېرې اوونۍ راهیسې پر ځینو سیمو د شپې له‌خوا حملې وکړې له دولتي ځواکونو سره خونړۍ نښتې کړي.

روسیه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۵م کال کې وروسته له هغه د سوریې په جګړه کې ښکېل شوه چې د یاغي ډلو تر ولکې لاندې سیمو باندې یې هوايي حملې وکړې او اوس یې هم ژمنه کړې چې د بشارالاسد د رژیم ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د سوریې دولتي خبري آژانس سنا راپور ورکړی چې په حما او ادلیب ښار کې چې د یاغیانو په ولکه کې دی، هوايي حملې شوې دي.

حما ستراتیژیک ښار دی چې حلب له پلازمېنې دمشق سره نښلوي.

د کورنۍ جګړې پر مهال حما د اپوزیسیون مهم مرکز و او د اسد د رژیم پر ضد اعتراضونه له همدې ځایه پیلېدل.

په دې ښار کې د فرانس‌پرېس خبري آژانس یو خبریال وايي چې حما ته د تلونکي سړک په اوږدو کې یې د سوریې د دولتي ځواکونو لسګونه ټانکونه او پوځي ګاډي ولیدل چې پوځیانو پریښي وو.

د سوریې د روانو جګړو له کبله بې ځایه شوې کورنۍ
د سوریې د روانو جګړو له کبله بې ځایه شوې کورنۍ

فرانس‌پرېس د سوریې د بشري حقونو د څار د سازمان د مشر رامي عبدالرحمان له قوله لیکي چې نوموړی وايي، د یاغیانو په لاس د حما سقوط به له رژیم څخه د ملاتړ ستنې کمزورې کړي.

د دې ښار په لوېدیځ کې د علويانو ټولنې دېره دي چې د اسد پلویان دي.

ملګري ملتونه وايي، د تېرې نومبر میاشتې په پای کې د سوریې د نښتو په نتیجه کې چې سلګونه کسان په‌کې ووژل شول نژدې ۵۰زره خلک له خپلو مېنو وتلو ته اړ شوي دي.

په سوریه کې روانې ناامنۍ په ۲۰۱۱م کال کې وروسته له هغه پیل شوې چې دولتي ځواکونو د ډیموکراسۍ پلوي معترضان وځپل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG