د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

د روسيې حکومت: د سوريې د ولسمشر ملاتړ ته دوام ورکوو


د سوريې يو انځور
د سوريې يو انځور

د روسیې حکومت نن اعلان وکړ، چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ ته دوام ورکوي.

په سوریه کې د روانو تحولاتو په باب د څرګندونو په دوام، د کرملین ویاند ویلي، چې روسیه به د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ ته دوام ورکړي او په مناسبو سطحو به تماسونه هم جاري ساتي.

دمیتري پیسکوف نن دوشنبه خبریالانو ته ویلي، مسکو په سوریه کې روان وضعیت په دقت څاري.

روسیه د سوریې په کورنۍ جګړه کې د بشارالاسد د رژیم له عمده ملاتړو ګڼل کېږي.

په همدې حال کې د سوریې د اپوزیسیون مشر نن ویلي، چې یاغي وسله‌وال به تر هغو د سوریې د حکومت خلاف خپلې جګړې ته دوام ورکوي، چې د سوریې حکومت د ملګروملتونو پروسې او سیاسي انتقال ته اړ شوی نه‌وي.

د سوریې د اپوزیسیون مشر هادي البحرة د ترکیې له استانبول ښاره په یوه ټلوېزیوني کنفرانس کې وویل، موږ له سبا هم مذاکرو ته حاضر یو.

د سوریې په باب د تحولاتو په لړ کې ایران نن دوشنبه وویل، وروسته له هغې چې د سوریې دویم لوی ښار حلب د یاغیانو لاس ته ورغی، په سوریه کې د خپلو پوځي سلاکارانو حضور ته دوام ورکوي.

د سوريې په بېلابېلو سيمو کې لاهم جګړه روانه ده.
د سوريې په بېلابېلو سيمو کې لاهم جګړه روانه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن ویلي، کله چې د سوریې وګړي د ټروریزم له خطر سره مخامخ شول، موږ د سوریې د حکومت په رسمي بلنه، څو کاله مخکې سوریې ته داخل شولو.

بقايي ونه ویل، چې د ایران پوځي سلاکاران به څومره وخت په جګړه ځپلې سوریه کې حضور ولري او ایا شمېر به یې زیات شي که‌نه؟

په سوریه کې د وروستیو تحولاتو علت هغه ستونزې دي، چې په تېرو ۱۳ کلونو کې حل شوې نه‌دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یک‌شنبې په ورځ په دمشق کې د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره وکتل او د هغه له حکومته یې د خپل هېواد بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

عراقچي وروسته د نورو مذاکرو لپاره د ترکیې انقرې ته لاړ.

ترکیه د سوریې د حکومت د یاغیانو عمده ملاتړې ګڼل کېږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان نن ویلي، په سوریه کې د وروستیو تحولاتو علت هغه ستونزې دي، چې په تېرو ۱۳ کلونو کې حل شوې نه‌دي.

تازه راپورونه وايي، د سوریې او روسیې جنګي الوتکو نن پر هغو سیمو چې د سوریې په شمال لوېدیځ کې د یاغیانو له‌خوا نیول شوي، یو لړ هوايي حملې کړې دي.

د سپینو خولیو (لخوذ البيضاء) په نوم د سوریې د ملکي دفاع یوه بنسټ چې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو کې هم فعالیت کوي ویلي، ګڼو ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او د استوګنې بې‌شمېره ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د یاغیانو متحدانو چې مشري یې افراطي ډله هیئت تحریر شام کوي، تېره اوونۍ د سوریې په شمال لوېدیځ کې د سوریې د حکومت تر ولکې لاندې سیمو خلاف پوځي عملیات پیل کړل او د سوریې د دویم لوی ښار حلب ښار کنټرول یې په لاس کې واخیست.

په بریتانیا کې دېره، د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي، د سوریې او روسیې هوايي حملو کې د حلب ښار هغه ساحې په نښه شوي چې د یاغیانو په کنټرول کې دي، دغه راز د حما او ادلب مربوطات هم ویشتل شوي دي.

دغه بنسټ چې په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد پر خلاف د پاڅونونو له پیله د سوریې ناکراري مستندوي، ویلي د سوریې د دولتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ د پنځه ورځنیو شخړو له کبله تر ۴۴۰ زیات کسان وژل شوي، چې څه باندې ۶۰ یې ملکیان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG