نړۍ
سوریه کې د یاغي ډلو ناڅاپي پرمختګونه؛ ترکي او امریکايي چارواکو پرې خبرې کړي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په سوریه کې د یاغي ډلو لهخوا د ناڅاپي پرمختګونو په باب له خپل امریکايي سیال سره پرون یکشنبه خبرې وکړې.
هاکان فیدان ویلي، هېواد یې په جګړه ځپلې سوریه کې د کړکېچ د کمولو لپاره د اقداماتو ملاتړ کوي.
د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي، فیدان له انټوني بلېنکن سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، ترکیه د هر هغه تحول مخالفه ده چې په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو سبب کېږي او د هغو اقداماتو ملاتړ کوي چې په سوریه کې کړکېچ راکموي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د سوریې د رژیم او د هغه د اپوزیسون ترمنځ باید سیاسي پروسه نهايي شي چې په سوریه کې سوله او ثبات یقیني کړي.
هغه ویلي، انقره به هیڅکله د ترکیې یا هم د سوریې د ملکیانو په وړاندې تروریستي فعالیتونو ته اجازه ورنه کړي.
دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د سوریې یاغیانو او د هغوی متحدانو چې ترکیه یې ملاتړ کوي، تېره اوونۍ خپل پراخ عملیات پیل کړل چې په وروستیو کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی.
دغو یاغیانو، ولسمشر بشارالاسد ته له وفادارو ځواکونو د سوریې دویم لوی ښار حلب ونیوه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ترکیې د سوریې د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتي دي چې، په خپلو کې خبرې وکړي
د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان نن په انقره کې له خپل ایراني سیال عباس عراقچي سره ګډې خبري غونډې ته وویل، وروستیو پرمختګونو وښوده چې د سوریې حکومت باید له خپلو خلکو او وسلهوالو مخالفینو سره موافقې ته ورسېږي.
هغه همداراز غوښتنه وکړه چې په آستانه کې د روسیې، ایران او ترکیې د درې اړخیزو خبرو لړۍ بیا پیل شي.
مسکو او تهران د سوریې په جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي او انقره بیا د سوریې د ملي پوځ په نوم د هغې ډلې ملاتړ کوي چې بېلابېلې وسلهوالې ډلې پهکې راټولې شوې دي.
لهدې مخکې رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې و، چې ایران پلوې وسلهوالې ډلې له عراق څخه سوریې ته ننوتې دي او د کلابندو دولتي ځواکونو د ملاتړ لپاره تېره شپه د سوریې شمال ته واستول شول.
د سوریې د پوځ سرچینو رویټرز ته ویلي، پهدې ډلو کې حشدالشعبي، د عراق کتایب حزبالله او د فاطمیون لښکر شامل دي.
دا پهداسې حال کې ده چې سني وسلهوالو د جمعې په ورځ د سوریې په حلب ښار کې پر پراخو سیمو ولکه ټینګه کړه.
د جرمني صدراعظم نن په يو ناڅاپي سفر د اوکراين پلازمېنې کييف ته ولاړ
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ نن (د لیندۍ ۱۲مه) د یوه ناڅاپي سفر په ترڅ کې د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد.
شولڅ په کییف کې ژمنه وکړه چې، هېواد به یې د اوکراین پوځ ته په روانه میاشت کې د ۶۵۰ میلیون یورو په بیه اضافي وسلې برابرې کړي.
هغه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې، جرمني به لاهم په اروپا کې د اوکراین تر ټولو لوی ملاتړ کوونکی هېواد وي.
د جرمني صدراعظم په اورګاډي کې کییف ته ورسېد او له ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي سره یې وکتل.
شولڅ او زیلینسکي له کتنې وروسته په ګډه د اوکراین د ټپي سرتېرو لیدلو ته ورغلل.
ګرجستان کې د حکومت ضد مظاهرې لا هم دوام لري
د ګرجستان ولسمشرې د اپوزیسیون د څو مشرانو له نیول کېدو وروسته ویلي دي چې، هېواد یې د پاڅون په حال کې دی.
سالومې زورابیشویلي چې په خپله هم د حکومت پر ضد د اعتراضونو ملاتړ کوي، دا څرګندونې له فرانس انټر رسنۍ سره په مرکه کې کړې دي.
دا پهداسې حال کې ده چې پولیسو په پلازمېنه تبلیسي کې د څلورمې پرلهپسې شپې په مخه د خلکو مظاهرې تیت پرک کړې.
دا اعتراضونه د حکومت د هغه پلان پر ضد پیل شوي دي چې، غواړي تر ۲۰۲۸ کال پورې په اروپايي ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب پلان وځنډوي.
د راپورونو لهمخې پولیسو تر اوسه لږترلږه ۲۰۰ کسان نیولي دي، خو د تېرې شپې د نیول شویو کسانو شمېر نهدی معلوم.
ایرانی سندرغاړی توماج صالحي له بنده خوشې شو
د ایران رپ سندرغاړی توماج صالحي چې په دغه هېواد کې د حکومت ضد اعتراضونو کې د ګډون له کبله نیول شوی و، د خپل بند مودې له تېرولو وروسته خوشې شو.
۳۴ کلن صالحي د ۲۰۲۲م کال په اکټوبر میاشت کې د هغو لاریونونو د څرګند ملاتړ په تړاو ونیول شو چې په توقیف کې د مهسا امیني په نوم د یوې کردۍ ټبرې ښځې له مړینې یوه میاشت وروسته پیل شوي وو.
صالحي د دغو لاریونونو د ملاتړ لپاره له خپلو سندرو او ټولنیزو رسنیو کار اخیستی و.
مهسا امیني په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت له کبله نیول شوې وه چې څو ورځې وروسته یې په توقیف کې ساه ورکړه.
د ایران د قضایه قوې ویبپاڼې میزان خبر ورکړی چې توماج صالحي په زندان کې د څه باندې یوه کال له تېرولو وروسته یکشنبه خوشې شو.
د میزان په لیکنه هغه د سیاسي نظام پر خلاف د تبلیغاتو له کبله زنداني و.
د هغه مدافع ډله وايي، دی د فتنې په هڅولو، د غونډو په تنظیم، دسیسې، د نظام پر خلاف په تبلیغاتو او د بلواګانو په رابللو تورن شوی و.
یوناني چارواکي: په لیمنوس ټاپو کې دوه کسان د توفانونو له کبله مړه شوي
د یونان چارواکو پرون یکشنبه اعلان وکړ چې په لیمنوس ټاپو کې دوه کسان د توفانونو له کبله مړه شوي دي.
د دوی په وینا، توفانونه په ردس ټاپو کې د سړکونو او ودانیو د تخریب سبب شوي دي.
په لیمنوس کې دوه سړي وروسته له هغې مړه شول چې د ملکي خوندیتوب د خدماتو ادارې د یونان په شمال ختیځ، پلازمېنه اتن او په شاوخوا سیمو کې د بارانونو او سختو بادونو خبرداری ورکړ.
د بورا په نوم دغه توفان د شنبې په ورځ یونان ته ورسېد او اټکل کېږي چې تر سې شنبې پورې به د یونان په شمال او شمال لوېدیځ کې درنه واوره هم وشي.
د یونان د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې د شنبې په ورځ د ۱۷۰ ملي مترو په اندازه بارانونه وشول.
په سوریه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر سیاسي حل ټینګار وشو
امریکا، فرانسې، جرمني او بریتانیا په سوریه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر سیاسي حل ټینګار کړی دی.
دغو څلورو هیوادونو نن سهار دوشنبه په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان وکړ چې په سوریه کې تحولات له نږدې څاري.
دغو هېوادونو همدارنګه د تاوتریخوالي د کمولو او له ټولو لوریو څخه د ملکیانو او بنسټیزو تاسیساتو د ساتنې غوښتنه وکړه.
په بیان کې ویل شوي چې د کړکېچ اوسنی زیاتوالی یوازې د سوریې په مشرۍ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۲۲۵۴ نمبر پرېکړهلیک سره سم د سیاسي حل پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کوي.
۲۲۵۴ پرېکړهلیک چې په ۲۰۱۵م کال کې د سوریې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لهخوا تصویب شو، د کړکېچ د سیاسي حل او د یوه ټولشموله او غیر فرقهیي حکومت د جوړولو غوښتنه کوي.
د هیئت التحرير الشام په نوم ډله چې امريکا او ګڼ هېوادونه يې یوه ترهګره ډله بولي او متحدانو يې د چهارشنبې په ورځ د سوريې په شمال لوېديځ کې ناڅاپي بريدونه پيل کړل او د حلب ښار په ګډون يې د دې سيمې ځينې برخې ونيولې.
جرمني د اوکراین پر ضد د روسیې له جګړې د چین پر ملاتړ انتقاد وکړ
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربک پېکېنګ ته له سفر مخکې د اوکراین پر ضد د روسیې له جګړې د چین پر ملاتړ انتقاد وکړ.
مېرمن بايربوک پرون یکشنبې وويل، چې چين د دې پر ځای چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړي په توګه په نړۍ کې د سولې او امنيت د ټينګښت مسووليت پر غاړه واخلي، روسيې ته د اقتصادي او پوځي مرستو په ورکولو سره د اروپايي اساسي ګټو پر خلاف عمل کوي.
ټاکل شوې چې مېرمن بایربوک به نن دوشنبې له چین څخه د کتنې په ترڅ کې کې له خپل چینایي سیال وانګ یی سره لیدنه ترسره کړي.
د امریکا ولسمشر خپله ژمنه ماته او خپل زوی یې وبخښه
د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون یکشنبې د ډسمبر په لومړۍ نېټه خپل زوی هنټر وبخښه او په دې توګه یې هغه ژمنه ماته کړه چې د ولسمشرۍ له فوقالعاده صلاحیتونو یې د خپلې کورنۍ د غړي په ګټه د کار نه اخیستو په برخه کې کړې وه.
هنټر بایډن د مالیې او د وسلې فدرالي جرمونو له امله د بند له احمتالي سزا سره مخامخ و.
ډیموکرات ولسمشر مخکې په دلاور او کالیفورنیا ایالتونو کې په دوو دوسیو کې د خپل زوی له محکومېدو وروسته ویلي وو چې دی به خپل زوی ونه بخښي او نه به یې سزا کمه کړي.
دغه اقدام داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې وه څو اوونۍ وروسته محکمه د وسلې په قضیه کې د هنټر بایډن په اړه حکم صادر کړي او نوموړی د مالیې په برخه کې پر ځان لګول شوي تورونه ومني او هم دوه میاشتې وروسته منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ستون شي.
د ګرجستان امنیتي ځواکونو د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریال بیکا براډز وهلی او نیولی
د ازادې اروپا/ازادي راډیو خبریال بیکا براډز د ګرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې پارلمان ته څېرمه د تګ پر مهال د امنیتي ځواکونو لهخوا وهل شوی او نیول شوی دی.
د هغه وکیل، جانو چیکادیوا ازادي راډیو ته وویل چې هغه د یکشنبې په ورځ سهار وختي د حکومت ضد یوې غونډې ته څېرمه د امنیتي ځواکونو لهخوا ونیول شو.
د براډز وکیل ادعا کړې چې موکل یې وهل شوی دی.
دا ادعا تراوسه نه ده تایید شوې.
د چیکادیوا په وینا، تر معاینې وروسته، براډز توقیف خانې ته لېږدول شوی دی.
ګرجستان د اکټوبر په میاشت کې له پارلماني ټاکنو وروسته له ناامنیو سره مخ دی او تر څنګ یې تازه په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب د خبرو د ځنډېدو په سبب پراخې مظاهرې شوي دي.
د دغه هېواد حکومت اعلان کړی چې د اروپايي اتحادیې د غړیتوب خبرې به د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د هغه څه لپاره چې ګرجستان یې د اروپايي اتحادیې لهخوا "باج اخیستل" یادوي وځڼدوي.