د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

افغانستان کې د پولیو د نویو پېښو ثبتېدل؛ افغان کورنۍ کور په کور د پولیو ضد واکسین تطبیق غواړي


ارشیف: په ارزګان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور
ارشیف: په ارزګان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور

د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبليوایچ‌او" په داسې حال کې په افغانستان کې د پولیو د دوو تازه پېښو د ثبت خبر ورکړی چې تر جوماتونو د واکسین د تطبیق د محدوديت له امله د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو د ډېرېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

دې سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې دغه نوې پېښې تېره اوونۍ په هلمند او ارزګان ولایتونو کې ثبت شوي دي.

خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

په همدې حال کې یو شمېر کورنۍ اندېښمنې دي چې که د واکسين تطبيق په همدې توګه روان وي، د دوی ماشومان به له واکسین څخه پاتې او د پولیو مثبتې پېښې په افغانستان کې زیاتې شي.

عزیز وايي: که کمپاین کور په کور وي، هم کورنیو ته اسانه دی او هم هېڅ ماشوم له واکسین څخه نه پاتې کېږي.

د کابل یو اوسېدونکي عزیز د سېشنبې په ورځ د ازادی راډيو ته وویل: "د پولیو د واکسین کمپاین په جوماتونو کې خلکو ته ډېرې ستونزې پیدا کړي دي. که کمپاین کور په کور وي، هم کورنیو ته اسانه دی او هم هېڅ ماشوم له واکسین څخه نه پاتې کېږي."

د کابل یو بل اوسېدونکی صفت‌الله وايي: "کور په کور کمپاین ښه و، هر چاته رسېدنه کېده، اوس خلک ساعتونه په تمه وي، هوا سړه ده او ډېرې ستونزې رامنځته کېږي. که دا ډول حالت روان وي، ډېر ماشومان به له واکسین څخه بې برخې شي."

تر دې وړاندې واکسیناتوران کور په کور ګرځېدل او ماشومان به یې د پولیو ناروغۍ پر وړاندې واکسین کول.

خو د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې راغلي چې د طالبانو حکومت کور په کور د واکسین د تطبیق چاره بنده کړې او پر ځای یې په جوماتونو کې د واکسین تطبیق ته لومړیتوب ورکړی دی.

کابل ښار کې یو واکسیناتور، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې یاد شي، وویل: "کور په کور د واکسین تطبیق زموږ لپاره هم اسانه و. له ګڼې ګوڼې مخنیوی کېده او موږ په آرامۍ سره ټولو ته رسېدنه کولی شوه."

ارشیف: په کابل ښار کې واکسیناتورانې د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال
ارشیف: په کابل ښار کې واکسیناتورانې د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال

بلخوا ډاکتران سپارښتنه کوي چې د واکسین له لارې د پولیو ناروغۍ په وړاندې رامنځته شوې ساتندویه کړۍ د یو کس په واکسین نه کولو سره له منځه تللی شي.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر سید فریدشاه آزادي راډيو ته وویل: "په هغو هېوادونو کې چې پولیو لا هم ختم شوی نه دی، د پولیو واکسین تطبیق یو ضروري امر دی، باید په دې برخه کې جدي پام وشي."

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، د روان کال له پیل څخه تراوسه د پوليو ۸۱ پېښې ثبت شوي چې ۲۵ یې په افغانستان او ۵۶ یې په پاکستان کې دي.

په ورته وخت کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د معلولیت لرونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د مغزي فلچ د پېښو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ارشیف: په هرات کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور. ډاکتران سپارښتنه کوي چې د واکسین په تطبیق سره د فلج مخه نیول کېدای شي.
ارشیف: په هرات کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یو انځور. ډاکتران سپارښتنه کوي چې د واکسین په تطبیق سره د فلج مخه نیول کېدای شي.

دغې کمېټې ویلي چې په افغانستان کې د محدودو منابعو او روغتیايي متخصصینو د کموالي له امله ډېر ماشومان د دې ناروغۍ له امله زیانمن شوي، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې چې د هغوی لپاره تخصصي مراقبت ته لاسرسی لا هم یوه ستره ستونزه ده.

مغزي فلج یوه داسې ناروغي ده چې د ماشومتوب په دوره کې د مغز د غیرنورمال ودې یا زیان له امله پیدا کېږي چې په خوځښت، د عضلاتو کنټرول او د بدن په حالت باندې دایمي اغېزې لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG