د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

په ۱۱ ولایتونو کې د پوليو ضد واکسین د تطبیق کمپاین؛ ځینې کورنۍ کور په کور د دې واکسین تطبیق غواړي


ارشیف: په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق له کمپاینه یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین د تطبیق له کمپاینه یو انځور

د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې نن د ماشومانو د ګوزڼ يا پوليو ضد د واکسین د تطبیق کمپاین پیل شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پولیو د مثبتو پېښو له زیاتېدو وروسته په ۱۱ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین د نوي کمپاین د پیل خبر ورکړی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان، رسنیو ته په یوه استولي ویډیويي پیغام کې ویلي چې دا کمپاین به د دوشنبې په ورځ پیل شي او په ترڅ کې به يې په درېیو ورځو کې به ۵.۳ میلیونه ماشومان واکسین شي.

سره له دې چې د کمپاین د تطبیق ولایتونه مشخص شوي نه دي، خو ځینې رسنۍ وايي چې دا کمپاین به د جنوب، ختیځ، مرکز، شمال ختیځ او لوېدیځ په ولایتونو کې ترسره شي.

ارشیف: په کندهار کې یو واکسیناتور د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال
ارشیف: په کندهار کې یو واکسیناتور د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال

که څه هم په افغانستان کې د روان کال په لومړیو کې ورته کمپاینونه ترسره شوي، خو د ملګرو ملتونو وروستی راپور څرګندوي چې طالبانو د کور په کور د واکسین د تطبیق مېتود بند کړی او پر ځای یې په جوماتونو کې د واکسین کولو ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغانان په جوماتونو کې د واکسین د تطبیق پر مهال د ګڼې ګوڼې له زیاتوالي شکایت لري.

احمدي وايي: که دا واکسین کور په کور تطبیق شي، غوره به وي، ځکه چې د جومات په جومات تطبیق سره ماشومان له واکسینه پاتې کېږي. که ماشوم واکسین نشي، نه یوازې دی په ګواښ کې دی، بلکې نور ماشومان هم له ګواښ سره مخ کوي.

احمدي، چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی، ازادي راډیو ته وویل: "موږ نن خپل ماشومان په هرات کې واکسین کړل، څو د پولیو له ګواښونکي ویروس څخه مخنیوی وشي. که دا واکسین کور په کور تطبیق شي، غوره به وي، ځکه چې د جومات په جومات تطبیق سره ماشومان له واکسینه پاتې کېږي. که ماشوم واکسین نشي، نه یوازې دی په ګواښ کې دی، بلکې نور ماشومان هم له ګواښ سره مخ کوي."

صفت‌الله فاضل، چې د کابل اوسېدونکی دی، ازادي راډیو ته وویل: "نن په کابل ښار کې د پولیو د واکسین د نوي کمپاین شاهد و چې په جوماتونو کې ترسره شو. زما په نظر، دا کافي نه ده. باید کور په کور ترسره شوی وای، څو ټول خلک ترې ګټه اخیستې وای."

حسیب الله امیري، چې په کابل کې یو واکسیناتور دی، ازادي راډیو ته په جوماتونو کې د واکسین د تطبیق پر مهال د ستونزو په اړه وویل:"هغه ستونزې چې په جوماتونو کې رامنځته کېږي، څو مهم عوامل لري. لومړی، خلک ټول په یوه وخت سره راځي، پرسونل کم دی، خلک ستړي کېږي، مناسب ځای په نظر کې نه وي نيول شوى که هوا سړه وي، او د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله د ساري ناروغیو د انتقال احتمال شته. که یو څوک ناروغ وي، بل ته ناروغي لېږدول کېږي."

ارشیف: په کندهار کې د پولیو ضد واکسین تطبیق له کمپاینه یو انځور
ارشیف: په کندهار کې د پولیو ضد واکسین تطبیق له کمپاینه یو انځور

د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی چې په روان کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوې چې د واکسین د دوام لپاره پر بیړني اړتیا ټینګار کوي.

دغه راز، د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیوایچ‌او" د چهارشنبې په ورځ د نومبر ۲۰مه په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د پولیو د ویروس شپږ چاپېریالي مثبتې مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.

دغه پېښې څلور په کندهار، دوه په هرات او هلمند ولایتونو کې دي.

افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم په نړۍ کې د پولیو ناروغي په بشپړه توګه په کې له منځه نه ده تللې.

XS
SM
MD
LG