د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

ډبيلو‌ايچ‌او: روان کال د شديد اوبيز نس‌ناستي له امله افغانستان کې ۷۳ کسان مړه شوي


له ارشيفه د نس‌ناستې د ناروغانو يو انځور
له ارشيفه د نس‌ناستې د ناروغانو يو انځور

د روغتیا نړيوال سازمان (ډبليو‌ايچ‌او) وایي، د روان میلادي کال له پیل راهیسې ۷۳ کسه په افغانستان کې د شدید اوبیز نس‌ناستي او د بدن د اوبو د کمښت له امله مړه شوي دي.

خاطره چې د کابل ښار یوه اوسېدونکې ده وایي، دوه کلن زوی یې ۱۰ ورځې په شدیدې نس‌ناستې اخته او له امله يې مړ شوى.

"زما ورور څو ورځې کېږي چې نس‌ناستی لري، د بدن ځواک او مقاومت یې ډېر کم شوی او د بدن اوبه یې کمې شوې دي.
مصطفی

هغې د پنج‌شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دې ناروغۍ يې د ماشوم د بدن ټولې اوبه وچې او ځواک یې کم کړی و.

نوموړې وايي: "په لومړیو پنځو ورځو کې ښه و، موږ ورته سیروم تطبیق کول. کله چې له روغتون څخه رخصت شو، څو ورځې یې شدیده تبه لرله او نس‌ناستى یې دوام درلود، د بدن اوبه یې وچې شوې او مړ شو."

مصطفی چې د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ اوسېدونکی دی وایي، څو ورځې وړاندې يې ځوان ورور په‌دې ناروغۍ اخته شوی.

هغه وايي: "زما ورور څو ورځې کېږي چې نس‌ناستی لري، د بدن ځواک او مقاومت یې ډېر کم شوی او د بدن اوبه یې کمې شوې دي. زموږ اقتصادي وضعیت هم ښه نه‌‌دی، خو بيا مو هم درملنه وکړه ترڅو روغ شي."

په افغانستان کې د شدید اوبیز نس‌ناستي او د بدن د اوبو کمښت د له امله د ناروغانو د خراب وضعیت په اړه اندېښنې په‌داسې حال کې زیاتې شوې دي، چې د روغتیا نړيوال سازمان (ډبليو‌ايچ‌‌‌او) په یوه تازه راپور کې اعلان کړی، چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې په ۳۴۸ ولسوالیو کې ۷۳ کسه د دې ناروغۍ له امله مړه شوي او ۱۵۲,۵۷۶ کسه پرې اخته شوي دي.

ډاکټران وايي، د دې ناروغۍ د پیدا کېدو لاملونه د شخصي حفظ الصحې نه مراعتول، د تاریخ تېرو خوړو خوړل، د ناپاکو اوبو استعمال، لاسونه په سمه توګه نه مینځل او د نه مینځل شویو سبزیجاتو او مېوو کارول دي.
ډاکټران وايي، د دې ناروغۍ د پیدا کېدو لاملونه د شخصي حفظ الصحې نه مراعتول، د تاریخ تېرو خوړو خوړل، د ناپاکو اوبو استعمال، لاسونه په سمه توګه نه مینځل او د نه مینځل شویو سبزیجاتو او مېوو کارول دي.

ډبليو‌ايچ‌‌‌او په‌‌دې راپور کې چې د پنج‌شنبې په ورځ د (۲۴ اکتوبر) خپور شوی ویلي، د ټولو ناروغانو له ډلې له ۵۰سلنې زیات د پنځو کلونو څخه کم‌عمره ماشومان دي او نږدې ۵۰سلنه نورې نجونې او ښځې وې.

"کله چې یو ماشوم له څلورو څخه زیات ځله حاجت ته ځي او که دا په اوبیزه بڼه وي، نو نس‌ناستى ګڼل کېږي.
ډاکټر عمران الکوزی

د روغتیا نړيوال سازمان په‌دې راپور کې دغه‌شان زیاته کړې، یوازې تېره اوونۍ د يوې مړينې په ګډون نږدې ۳۰ زره د شدید اوبیز نس‌ناستي او د بدن د اوبو د کمښت پېښې ثبت شوي چې، دا د تېرو اوونیو په پرتله د دې ناروغۍ په پېښو کې کموالی ښيي.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له‌مخې، په هر ۱۰ زره کسانو کې د دې ناروغۍ تر ټولو زیاتې پېښې په پکتیا او له هغې وروسته په نیمروز، لوګر او کابل کې ثبت شوې دي.
ډاکټران وایي، شدید اوبیز نس‌ناستى د ناروغ د بدن اوبه کموي او په ځینو مواردو کې آن د انسان د مړینې لامل کېږي.

ډاکټر عمران الکوزی چې، د ماشومانو متخصص دی، په‌دې اړه یې ازادي راډیو ته وويل: "کله چې یو ماشوم له څلورو څخه زیات ځله حاجت ته ځي او که دا په اوبیزه بڼه وي، نو نس‌ناستى ګڼل کېږي. د دې مخنیوی د شخصي، فردي او چاپیریالي حفظ الصحې په مراعتولو کې دی. د هغو لوښو پاکوالی چې په‌کې خواړه ورکول کېږي او د اوبو پاکوالی چې ناروغ ته ورکول کېږي، ډېر مهم دى او يوه بله لاره یې هم واکسین دی."

ډاکټر فریدالله عمري چې د ساري ناروغیو متخصص دی بيا وایي، د دې ناروغۍ د پیدا کېدو لاملونه د شخصي حفظ الصحې نه مراعتول، د تاریخ تېرو خوړو خوړل، د ناپاکو اوبو استعمال، لاسونه په سمه توګه نه مینځل او د نه مینځل شویو سبزیجاتو او مېوو کارول دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په‌داسې حال کې د اوبیز نس‌ناستي په ناروغۍ د لسګونو زرو کسانو د اخته کېدو خبر ورکوي، چې په وروستیو کلونو کې ډېری بې‌وزله کورنۍ چې پخپله یا ماشومان یې په‌دې ناروغۍ اخته شوي وایي چې، د اقتصادي ستونزو له امله د درملنې توان نه‌‌لري او په ډېرو مواردو کې یې د کورنۍ غړي له ناروغیو مړه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG