په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو سږنۍ مثبتې پېښې د تېرو څو کلونو پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.
که په افغانستان کې له یوې خوا د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ پېښې په زیاتېدو دي او تر بل هر وخته د پولیو واکسین د تطبیق اړتیا ډېره شوې، خو بل لورته یې ځینو د واکسین په ضد غلط تبلیغات هم پيل کړي دي.
په دې وروستیو کې د یوه کس چې په ظاهره دیني عالم ښکاري بې بنسټه خبرې ټولنیزو رسنیو ته راوتلي چې وایي، واکسین د ګټې پر ځای زیان اړوي.
هغه ویلي: "دا ماده د انسانونو د فکر او مفکورې په اړولو او حیواني کولو کې مهم رول لوبوي."
د روغتیایي متخصصانو په باور، د واکسین په ضد همدغه ډول زهرجن تبلیغات یو د هغو لاملونو څخه دی چې له مخې یې افغانستان او پاکستان کې لا هم د پولیو یا ګوزڼ ویروس ماشومان کړوي.
د پولیو په اړه دغه ډول ذهنیت د ټولنې د ګڼ شمېر ځوانانو فکرونه هم مغشوش کړي دي.
د زابل اوسېدونکی محمد حضرت یې هم یوه بېلګه ده چې وایي، نه پوهېږي پولیو واکسین له څه شي، څنګه او چا جوړ کړی دی.
هغه وویل: "پولیو کې څه مواد استعمال شوي دي، څه شی دي؟ له کومه ځایه څخه راځي؟ زما په دې کې شک دی چې ایا دا حلال دی که نه؟"
روغتیا پالان دغه ډول ذهنیت د افغانستان د دولتونو او اړوندو ادارو کمزوري بولي او وایي، لکه څنګه چې لازمه ده، دغو ادارو خلکو ته د پولیو او نورو واکسینونو په اړه عامه پوهاوی نه دی ورکړی.
پولیو یا ګوزڼ یو ډول ویروسي ساري ناروغي ده چې د ناروغ ماشوم له غایطه موادو یا په ډېر لږ احتمال د ټوخي له لارې بل ته انتقالېږي.
دا ویروس د ماشوم د فلجېدو لامل کېږي او که تنفسي عضلې فلج کړي، د مړینې لامل هم کېږي.
پولیو یا ګوزڼ د شلمې پېړۍ په لومړیو کې په نوره نړۍ کې هم یوه ډارونکې ناروغي وه چې هر کال سلګونه زره ماشومان پرې اخته کېدل.
د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کلونو ترمنځ موده کې د واکسین په تولید سره دغه ناروغي مهار شوه او په تېرو څو لسیزو کې د همدې واکسین د تطبیق له کبله په نړۍ کې د دغه ویروس ۹۹ په سلو کې ریښې له منځه ولاړې.
تر تېرو څو کلونو پورې افغانستان، پاکستان او نایجریا د نړۍ یوازېني درې هېوادونه وو چې پولیو په کې وه، خو ۲۰۱۴م کال کې نایجریا له پولیو پاکه شوه، خو افغانستان او پاکستان کې پاتې دی.
پوښتنه داده چې ولې افغانستان او پاکستان کې د پولیو ویروس لا هم شته او سږنۍ پېښې یې د تېرو څو کلونو پرتله د پام وړ زیاتوالي ښيي؟
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پخوانی سلاکار باز محمد شېرزاد یې لاملونه کورني او بهرني دواړه یادوي.
هغه وايي: "داخلي عوامل دا دي، لکه څنګه چې د پولیو مبارزه لازمه ده، په هغه شکل مخته نه ځي، خپله د واکسین کیفیت هم تر پوښتنې لاندې دی، تر یوې اندازې پورې فساد هم دی. خارجي موضوع یا لامل یې دا دی چې خپله ډبلیوایچاو او یونېسف ته پولیو داسې ده لکه یوه لنګه غوا."
خو د روغتیا نړیوال سازمان او یونېسف بیا د پولیو له منځه وړلو ته ځان ژمن بولي او وایي، هڅه کوي چې تر ۲۰۳۰م کال پورې پولیو یو مخ له منځه یوسي.
شېرزاد وایي، د پولیو د واکسین کور په کور نه تطبیق، د خلکو کم عامه پوهاوی او د پولیو د واکسین د ساتنې لپاره په ځینو ولایتونو کې د معیاري سیستمونو نشتوالی، نور عوامل دي چې له مخې یې د ویروس د له منځه وړلو هڅې بریالۍ نه دي.
په تېره سپټمبر میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان وویل چې طالبانو په افغانستان کې د پولیو واکسین تطبیق ځنډولی، خو وروسته بیا څرګنده شوه چې د کور په کور تطبیق مخه یې نیول شوې او واکسیناتورانو ته سپارښتنه شوې چې د جوماتونو له لارې ماشومانو ته واکسین ورکړي.
دا چې پولیو واکسین له څه شي جوړ دی او مرکبات یې څه دي؟
زاخېلوال وايي: مالګه ده، بوره ده، امیون اسیدونه دي او ویټامینونه دي په کې پاکې اوبه او داسې مواد دي په کې چې د واکسین له ساتلو سره مرسته کوي.
په سویډن کې مېشت افغان ډاکتر او د طب مجلې مسوول نجیبالله زاخېلوال یې په اړه وایي: "مالګه ده، بوره ده، امیون اسیدونه دي او ویټامینونه دي په کې پاکې اوبه او داسې مواد دي په کې چې د واکسین له ساتلو سره مرسته کوي. دا واکسین دوه ډوله دی، یو ډول یې ژوندی ویروس دی، خو کمزوری کړی شوی دی، دا د خولې له لارې ورکول کیږي، دا خپله د پولیو ویروس دی، خو دومره کمزوری شوی چې ناروغي رامنځته نه کړي، بلکې وجود قوي کړي. بل ډول یې چې دی هغه د دې ویروس وژل شوې بڼه ده، خو دا وژل شو ویروس باید داسې وساتل شي چې خوسا نه شي، نو دې لپاره په کار ده چې د فارمل دیهایت په نوم مواد چې دي، دا په کې استعمال کړي."
په افغانستان کې د ۲۰۲۴م کال د نومبر تر شلمې نېټې د پولیو د ثبت شویو مثبتو شمېر ۲۳ او پاکستان کې ۵۰ ښودل شوی دی.
دواړو هېوادونو کې دغه شمېرې تېرو درېیو کلونو ته په کتو د پام وړ زیاتوالی ښيي.
تېر ۲۰۲۳م کال کې افغانستان کې د پولیو ۱۲ او پاکستان کې ۶ پيښې ثبت شوې وې، تر هغه مخکې کال کې د افغانستان پېښې ۱۷ او د پاکستان ۲۰ یادې شوې وې.
دا پېښې داسې مهال په زیاتېدو دي چې افغانستان او پاکستان دواړو کې د کال څو ځله د پولیو واکسین سراسري کمپاینونه عملي کېږي.
دغه کمپاینونه هم کله نا کله د سخت دریځو اسلامپاله ډلو له مستقیم ګواښ سره مخامخېږي او څو ځله افغانستان او پاکستان کې د واکسیناتورانو د ځورولو او ان وژلو پېښې شوې دي.
که څه هم تازه افغانستان کې پر واکسیناتوارنو د برید پېښې نهشته، خو ۲۰۲۲م او ۲۰۲۱ کال کې په کندز، تخار او ننګرهار ولایتونو کې پر واکسیناتورانو ډزې وشوې چې د ښځو په ګډون یو شمېر کسان په کې ووژل شول.
پاکستان کې بیا تازه تېره سپټمبر پر واکسیناتورانو د ډزو یوه پېښه کې یو واکسیناتور او یو پولیس ووژل شو.
په افغانستان کې شاوخوا ۱۱ لکه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو واکسین وړ دي، خو داسې راپورونه شته چې د اړوندو ادارو او کورنیو د بې غورۍ، مغلق جغرافیوي موقعیت او د کډوالۍ له کبله ګڼ شمېر ماشومان هر ځل له واکسینه بې برخې پاتې کېږي.
روغتیا پالان د پولیو په ګډون د ژوند د پنځلس ګونو واکسینونو تطبیق مهم بولي او وایي، هر هغه څوک چې خپل ماشوم ته واکسین نه ورکوي، د هغه له روغتیا سره لوبې کوي.