د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

د هوا په سړېدو سره کابل کې د لیلامي جامو تود بازار؛ ځيني خلک يې د پېرلو وس نه‌لري


کابل کې د ليلامي بازار يوه څنډه
کابل کې د ليلامي بازار يوه څنډه

د مني په‌دې ورځو کې چې هوا مخ په سړېدو ده، د کابل ښار د لیلامي جامو بازارونو کې د خلکو ګڼه‌‌ګوڼه زیاته ده او ډېری دوی د ژمنیو او ارزانه جامو د پېرلو لپاره دې بازارونو ته ورځي.

د کابل ښار اوسېدونکي دوکاندار عبدالمصور ازادي راډیو ته وویل: "کاروبار نه‌شته، زه هم له مغازو څخه د نوي کالیو د پېرلو توان نه‌لرم. ځان او ماشومانو ته د ژمي لپاره له کراچیو ليلامي کالي اخلم. هوا سړه شوې، مقصد ګذاره کوم، د نويو کالیو اخیستل سخت دی."

"پخوا مې له مغازو او له ليلامي جامې اخیستې، مېړه مې وظیفه درلوده، خو اوس هيڅ نه‌شم اخیستلای
يوه کابل‌مېشتې مېرمن

خو د کابل ښار يوشمېر بې‌‌‌‌وزله کورنۍ وايي، سږ کال د اقتصادي ستونزو له امله ان د لیلامي جامو د اخيستو توان هم نه‌لري.

یوې مېرمنې چې نه‌‌‌‌‌یې غوښتل د کورنیو ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل، د خلکو په کورونو کې کالي مینځي او خلک ورسره د ژمنیو جامو په برخه کې مرسته کوي.

هغې وويل: "پخوا مې له مغازو او له ليلامي جامې اخیستې، مېړه مې وظیفه درلوده، خو اوس هيڅ نه‌شم اخیستلای، په یوه بلاک کې کار کوم، خپلې زړې جامې راکوي، په هغو جامو ځان پټوو، خدای دې په موږ ورحمیږي."

په همدې حال کې په کابل ښار کې د لیلامي جامو یوشمېر پلورونکي وايي، سږ کال که څه هم په بازارونو کې ګڼه‌ګوڼه زیاته ده، خو د دوی په خبره د خلکو د پېرلو توان کم دی.

د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د لیلامي جامو پلورونکي احمدالله ازادي راډیو ته وویل، دغه جامې ډېری له ۵۰ څخه تر ۵۰۰ افغانیو پورې قېمت لري.

احمدالله وايي: "د خلکو ګڼه‌‌ګوڼه زیاته وي خو د اخیستو توان یې نه‌لري. راځي، ویني يې او بېرته ځي. زموږ لیلامي جامۍ تر ۴۰ روپو قېمت لري، خو خلک ان د همدې د اخیستو توان نه‌لري. موږ سره چنې وهي. د خلکو اقتصاد خراب دی."

یوشمېر افغانان د ارزانوالي تر څنګ لیلامي جامې له‌‌‌‌دې امله هم خوښوي، چې د نړۍ له مشهور برانډونو وي او د ښه کیفیت له امله یې، ډېره موده ورنه استفاده کوي.
یوشمېر افغانان د ارزانوالي تر څنګ لیلامي جامې له‌‌‌‌دې امله هم خوښوي، چې د نړۍ له مشهور برانډونو وي او د ښه کیفیت له امله یې، ډېره موده ورنه استفاده کوي.

نوموړی وايي، د جمهوري نظام پر مهال د دوى کاروبار ډېر ښه و او ډېرى هغه مېرمنې چې دولتي کارکوونکې وې، د ځان او خپلو ماشومانو لپاره یې د لیلامي جامو د اخیستو لپاره دوی ته مراجعه کوله.

"ممکن دا جامې په بهرنیو هېوادونو کې په سمه توګه ونه مینځل شي او د بسته‌بندۍ پر مهال هم ممکن ډېر میکروبونه ورسره انتقال شي
د جلدي ناروغیو متخصص ډاکټر عادل‌الحق کریمي

لیلامي جامې تر ډېره له نورو هېوادونو څخه په لویو کڅوړو کې را واردېږي، چې بیا د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې په کراچۍ او یا دوکانونو کې پلورل کېږي.

ډاکټران وايي، له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته وارد شوې لیلامي جامې پاکې نه‌‌‌وي او که سم‌دستي ترې کار واخیستل شي، نو په خلکو کې به د بېلابېلو ساري او جلدي ناروغیو لامل شي.

د جلدي ناروغیو متخصص ډاکټر عادل‌الحق کریمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا جامې باید تر استعمال مخکې ومینځل شي.

نوموړی وايي: "ممکن دا جامې په بهرنیو هېوادونو کې په سمه توګه ونه مینځل شي او د بسته‌بندۍ پر مهال هم ممکن ډېر میکروبونه ورسره انتقال شي، کله چې افغانستان ته هم رسیږي، پاک او خلاص چاپیریال کې نه ساتل کېږي، چې ډېری ساري ناروغۍ له‌‌‌دې لارې انتقالېږي. دا جامې باید په ښه توګه ومینځل شي او یوې ورځې لپاره لمر ته پرېښودل شي، چې ښې وچې شي او وروسته وکارول شي."

د کابل ښار پامیر سینما، ده افغانان، د مریم لېسې بازار او یوشمېر نورې سیمې د لیلامي جامو او بوټانو د پلورلو له مهمو او مشهورو ځایونو څخه بلل کېږي، چې د سړې هوا په رارسېدو سره په‌‌کې ګڼه‌ګوڼه زیاتیږي.

په‌‌‌دې بازارونو کې تر ډېره ښځینه کمیسونه، د نارینه‌و کرتۍ او پتلون، بالاپوشونه، جاکټونه، د ماشومانو جامې او لیلامي بوټونه پیدا کېږي.

د یادونې ده چې یوشمېر افغانان د ارزانوالي تر څنګ لیلامي جامې له‌‌‌‌دې امله هم خوښوي، چې د نړۍ له مشهور برانډونو وي او د ښه کیفیت له امله یې، ډېره موده ورنه استفاده کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG