د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

ملګري ملتونه: په افغانستان کې لا هم په لوړه کچه د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی دوام لري


يوشمېر معترضې ښځې
يوشمېر معترضې ښځې

ملګري ملتونه وایي، افغانستان کې لا هم په لوړه کچه د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی دوام لري.

نن د نومبر ۲۵ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ ده.

دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې ملګري ملتونه او د بخښنې نړیوال سازمان وایي٬ اوسمهال په افغانستان کې ښځې او نجونې له جدي جنیستي تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت يا یوناما او د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي شپاړلس ورځني کمپاین په اړه نن دوشنبه د نومبر په ۲۵مه په یوه ګډه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان لا هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی لوړه کچه لري چې د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو پر وړاندې د روان تبعیض له امله دغه تاوتریخوالی لا پسې زیات شوی دی.

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یوه څنډه
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یوه څنډه

په خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د جنسیتي مساواتو جوړښت له منځه تللو سره، د هغو ښځو لپاره چې تاوتریخوالی یې تجربه کړی، هر اړخیز او باکیفیته خدماتو ته لاسرسی په ژوره توګه اغېزمن شوی٬ په داسې حال کې چې په ټکو یې دې خدماتو ته اړتیا لا زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو دغو ادارو د طالبانو له حکومته غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د ټولو هغو کړنو مخه دې ونیسي چې د ښځو د حقونو د له منځه وړلو او سیستماتیک تبعیض لامل ګرځېدلي دي.

بلخوا د بخښنې نړیوال سازمان هم په خپله ایکس پاڼه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي شپاړلس ورځني کمپاین کې د نړیوالو په ګډون ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغان ښځې او نجونې په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو فعالانې او غږ اوچتونکي د طالبانو د حکومت له له لوري له سیستماتیک تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ دي.

دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبان دې په دې اړه حساب ورکولو ته اړ باسي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان معترضو ښځو او د ښځو د حقونو فعالینو رسنیو ته په استولو بیانونو کې په افغانستان کې په تېرو درې نیمو کلونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د بېلابېلو بندیزونو، بندي کولو، شکنجو، په کمو عمر کې د نجونو ودولو، له کار او زده کړو د راګرځولو خبره کړې او ویلي یې چې دا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي "خورا ناوړه ډولونو" څرګند ثبوتونه دي.

مېرمن امیري وايي: افغان ښځې له نړیوالې ټولنې او نړیوالو سازمانونو ناهیلي شوي ځکه دوی دلته د ښځو پر وړاندې د روان زورزیاتي په اړه هېڅ اقدام نه کوي.

په ورته وخت کې د کابل ښار اوسېدونکې او د ښځو د حقونو یوې فعالې لېمې امیري ازادي راډیو ته وویل: "اوس وخت کې افغان ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې د اوسني حکومت (طالبانو) لخوا له تاوتریخوالي سره مخ دي، له بده مرغه تر اوسه په دې اړه نه نور هېوادونه پام کوي او نه هم نړیوالې ټولنې تر اوسه په دې اړه څه کړي دي، افغان ښځې له نړیوالې ټولنې او نړیوالو سازمانونو ناهیلي شوي ځکه دوی دلته د ښځو پر وړاندې د روان زورزیاتي په اړه هېڅ اقدام نه کوي."

د افغان ښځو او بشري حقونو یوه بله فعاله رقیه ساعي چې په افغانستان کې د معترضو ښځو د یوې ډلې مشري هم کوي٬ وایي چې افغان ښځې د نړۍ تر ټولو نورو هېوادونو پر پرتله په بدترین وضعیت کې دي او اوس یې د ملاتړ لپاره مهم فرصت دی.

اغلې ساعي ازادي راډیو ته وویل: "باید د افغان ښځو وضعیت ته رسېدنه وشي او نړیواله ټولنې په ځانګړې توګه ملګري ملتونه په دې اړه جدي پام وکړي٬ ځکه افغان ښځې د طالبانو په واکمنۍ کې نه یوازې له سیاسي، ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي برخو په سیستماتیکه توګه لرې شوي٬ بلکې له بې کاریو، بد اقتصادي وضعیت اوبې وزلۍ سره هم مخ دي دغه راز په ټولنه، کور کې او د طالبانو لخوا هم له بېلابېل زور زیاتي سره مخ دي."

د کابل پر سړکونو اعتراض او د طالبانو پر ضد غږ پورته کول خپل ژوند په خطر کې اچول دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:45 0:00

دا په داسې کې ده چې نن د نومبر ۱۵ مه د ښځو به وړاندې د تاوتریخوالي د لمنځه وړلو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

‏د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د ۱۹۹۹ کال د اکټوبر په ۱۷مه نېټه دغه ورځ تصویب کړه.

د دې ورځې هدف په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې لپاره هر چا ته د هغوی هوډ ور په ګوته کول ښودل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG