د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

ټرمپ ته د افغان معترضو مېرمنو پرانيستی ليک؛ د دوحې تړون د لغوه کېدو غوښتنه يې کړې


يو شمېر معترضې مېرمنې
يو شمېر معترضې مېرمنې

معترضو افغان مېرمنو، اعتراضي خوځښتونو او د بشري حقونو فعالانو د امریکا منتخب ولسمشر ته یو پرانیستی لیک استولی.

یوشمېر افغان معترضو مېرمنو، اعتراضي خوځښتونو او د بشري حقونو فعالانو په یو پرانيستي لیک کې د متحدایالاتو له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپه غوښتنه کړې چې، د امریکا او طالبانو تر منځ دې د دوحې تړون لغوه کړي.

په دغه لیک کې چې یوه کاپي یې ازادي راډيو ته لېږل شوې، د ډونالډ ټرمپ له ادارې غوښتل شوي چې د طالبانو پر وړاندې یو اصولي او عادلانه دریځ غوره کړي.

په‌دې لیک کې چې د افغان ښځو ټولو اعتراضي خوځښتونو برخه اخیستې راغلي چې، د دوحې تړون نه یوازې دا چې افغانستان ته یې سوله او ثبات نه‌‌دی راوستی، بلکې ناوړه پایلې یې هم لرلي دي.

د دغه لیک یوې لاسلیک کوونکې فوزیې وحدت ازادي راډيٍو ته وویل: "د ښځو او نجونو ځپل او شکنجه کول، جګړه‌‌‌ییز جنایتونه او د لږکیو ځپل، د کډوالو د ستونزو زیاتوالی او جبري کډوالۍ، هدفي وژنې، د رسنیو ازادي او د مدني بنسټونو کمزورتیا او همدارنګه د مخدره موادو تولید او قاچاق زیاتوالی هغه تر ټولو عمده او مهم موضوعات دي چې په لیک کې ځای شوي دي."

په‌‌‌‌دې لیک کې د طالبانو د کړنو او د دوحې تړون د کورني ناوړه پایلو سربېره، د نړیوالو اغېزو په اړه هم بحث شوی.

"زموږ لومړنی غوښتنه د ټرمپ له دولت څخه دا ده چې د سولې تړون باید لغوه شي
طاهره ناصري

په لیک کې راغلي چې، د دوحې تړون دوام به نړیواله ترهګرۍ پیاوړي کړي او د سیمې د بې‌‌ثباتۍ، د پراخې کډوالۍ ګواښ، د خطرناکې حکومتدارۍ د الګو جوړولو او د سازمان شویو جرمونو د زیاتوالي لامل به شي.

د ازادۍ په لور د افغان ښځو غورځنګ مسوولې، طاهرې ناصري په‌‌‌‌‌دې لیک کې د نورو غوښتنو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "زموږ لومړنی غوښتنه د ټرمپ له دولت څخه دا ده چې د سولې تړون باید لغوه شي، ځکه په افغانستان کې د سولې او ثبات په برخه کې هیڅ اغېز نه‌لري، طالب مشران باید په‌دې درېیو کلونو کې د ترسره شویو جنګي جنایتونو او د بشري حقونو د نقض په اړه د ځواب ورکوونې لپاره محاکمه شي."

خو د سیاسي چارو پوه اسدالله ندیم وايي، د دوحې تړون لغوه کول ستونزمن دي: "د دوحې د تړون لغوه کول تر یوه حده ستونزې جوړولای شي، ځکه د سیاست مسئله، ټولنیزو بنسټونو سره نه حل کېږي، د سیاست مرکز ځواک دی او طالبان اوس‌مهال په افغانستان کې واک لري، نو د ټرمپ حکومت له‌دې پرته بله لار نه‌لري چې له دوی سره معامله وکړي او د خپلو غوښتنو یوه برخه پر دوی ومني."

د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ولسمشر ډونالډټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال لاسلیک شو.
د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ولسمشر ډونالډټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال لاسلیک شو.

د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د ولسمشر ډونالډټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال لاسلیک شو.

د دې تړون له‌‌‌‌‌مخې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل او ټاکل شوې وه، دغه تړون بین‌الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي او افغانان په خپله د افغانستان راتلونکې وټاکي.

خو د ښځو او د بشري حقونو یو‌‌شمېر فعالانو تل په‌‌دې تړون نیوکې کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په تېرو درې کلونو کې د امریکايي چارواکو له لوري په وار وار د دوحې له هوکړې نه په سرغړونه تورن شوی، خو طالب چارواکو تل دا تورونه رد کړي دي.

دغه‌راز طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واک ترلاسه کولو وروسته پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګولي، د زده‌کړو او کار په ګډون یې په بېلابېلو فعالیتونو کې د دوی ګډون منع کړی دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ، د ولسشمریزو ټاکنو پر مهال په یوه مناظره کې ویلي وو چې دا تړون د دې د ادارې له‌خوا د لاسلیکولو نه څه موده وروسته لغوه شوی و، ځکه خبره یې طالبانو له‌دې تړون نه سرغړونه کړې ده.

تر وړاندې هم بېلابېلو امریکايي چارواکو په وار وار په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دوحې له هوکړې نه په سرغړونه تورن کړی، خو طالب چارواکو تل دا تورونه رد کړي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG