د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

"سيداو" ته د افغان مېرمنو په اړه د دوره‌يي راپور چمتو کول؛ افغان مېرمنو پر طالبانو د زياتو فشارونو غوښتنه کړې


د افغان مېرمنو د اعتراضيه غونډې ي، انځور
د افغان مېرمنو د اعتراضيه غونډې ي، انځور

په جینوا کې د ملګروملتونو په دفتر کې د افغانستان دایمي استازولي او سفارت د ښځو په وړاندې د تبعیض د له‌‌منځه وړلو کمېټې لپاره خپل څلورم دوره‌یي راپور چمتو کوي.

"د افغانستان دایمي استازولۍ پوهېږي چې دا څلورم دوره‌يي راپور یو ملي راپور دی
محب‌‌‌الله تایب

په جینوا کې د ملګروملتونو په دفتر کې د افغانستان دایمي استازولۍ وايي، د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د له‌منځه وړلو کمېټې CEDAW له‌دې استازولۍ څخه په رسمي ډول غوښتي، څو د دې کمېټې لپاره خپل څلورم دوره‌يي راپور چمتو کړي.

د یادې استازولۍ مستشار او د بشري حقونو د برخې مسوول محب‌‌‌الله تایب ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دا راپور د ښځو غږ پورته کولو او روانو ننګونو ته د رسېدو لپاره یو فرصت دی.

نوموړی وايي: "د افغانستان دایمي استازولۍ پوهېږي چې دا څلورم دوره‌يي راپور یو ملي راپور دی، نو له کله یې چې د دې راپور د چمتو کولو غوښتنه ترلاسه کړې، په‌‌‌دې هڅه کې دی چې وشي کولای ښځې، د ښځو د حقونو فعالانې او دې موضوع ته اړوند د افغانستان دننه او بهر بنسټونه په‌‌دې پروسه کې شامل کړي."

د ښاغلي تایب په خبره دا دوره‌يي راپور په هرو څلورو کلونو کې یو ځل چمتو کېږي او سيداو ته سپارل کېږي، چې د افغانستان په اړه وروستی یو یې په ۲۰۱۹ کال کې چمتو شوی و.

یادې استازولۍ او سفارت د پنج‌شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۱مه) په خپله ایکس‌‌‌پاڼه (پخواني تویټر) هم د دې راپور په اړه د لیکلو سربېره ویلي، د ملګروملتونو سازمان غړي هېوادونه او اړونده سازمانونه په افغانستان کې د سیستماتیک تبعیض او جدي سرغړونو په اړه ژورې اندېښنې لري.

د سفارت په بیان کې دغه شان راغلي، په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د ښځو د حقونو په برخه کې سخت په شا تګ رامنځته شوی دی.

داسې مهال چې طالبانو تل ادعا کړې، د نجونو او ښځو حقونه د اسلامي شريعت په چوکاټ کې خوندي دي، هغه ادعا چې افغان مېرمنو او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه‌‌‌ده.

د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي د سیداو CEDAW لپاره د افغانستان د څلورم دوره‌يي راپور چمتو کول یو ښه فرصت بولي.

نوموړې وايي: "زه فکر کوم دا یو ښه فرصت دی. هیله لرم چې دا ځل یو ښه پرمختګ ولري او اړین اقدامات ترسره شي، باید فشار راوړل شي، څو د افغان مېرمنو حقونه په افغانستان کې ځانګړي شي."

ژوليا پارسي
ژوليا پارسي

خو ښځو د حقونو یوه بله فعاله، نسرین حمیدي بیا یوازې راپورونه جوړول کافي نه بولي او دا هم په فشارونو ټینګار کوي.

هغه وايي: "نړیواله ټولنه باید په نړیواله کچه طالبان منزوي کړي او اقتصادي او سیاسي فشارونه پرې زیات کړي او د ښځو د حقونو لپاره جدي او پایله درلودونکي ګامونه پورته کړي."

افغانستان په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د له‌‌‌منځه وړلو کنوانسیون ((CEDAW لاسلیک کړ.

د سیداو CEDAW په نوم د نړیوال کنوانسیون له‌‌‌مخې باید له ښځو سره هيڅ ډول تبعیضي چلند ونه‌‌شي.

تر دې مخکې د جرمني، هالند، استرلیا او کاناډا په ګډون یوشمېر هېوادونو له طالبانو غوښتي و چې، د دې کنوانسیون اصولو ته غاړه کېږدي چې د مخالفت په صورت کې به له افغان ښځو سره د تبعیض قضیه په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې شي.

د نړۍ ۱۸۹هېوادونو سیداو تصویب کړی چې دا د ملګروملتونو د بشري حقونو تر ټولو پراخ تایید شوي تړونونه تشکیلوي.

هغه غړي چې د کنوانسیون له مېکانېزم سره یې موافقه کړې، کولی شي چې نور غړي د کنوانسیون د ادعا شویو سرغړونو په اړه وننګوي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG