د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

د امريکا د ملي امنيت سلاکارۍ ته د مايکل والټز نومول؛ يوشمېر افغان سياستوالو يې هرکلی کړی


د امريکا د ملي امنيت لپاره نوماند مایکل والتز
د امريکا د ملي امنيت لپاره نوماند مایکل والتز

د متحده‌ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ له‌‌خوا د خپلې راتلونکې ادارې د ځینو غړیو معرفي کېدو په افغانستان کې د یوشمېر سیاسي څېرو غبرګونونه راپارولي دي.

د دوی له ډلې يو هم مایکل والټز چې د ټرمپ له‌‌خوا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار دندې ته نومول شوی دی، ځينو افغان سياستوالو يې هرکلی کړی دی.

مايکل والټز د امریکا د نظامي ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې دنده هم ترسره کړې ده.

د افغانستان د سولې لپار د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پر خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې د مایکل والټز د نوماندۍ هرکلی کړی او هغه یې یو هوښیار او پیاوړی شخصیت یاد کړی دی، چې په وینا یې په افغانستان کې په جګړه کې ازمویل شوی او زړور خدمت یې کړی دی.

طالبانو تر اوسه په‌‌دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلی و، هیله لري چې د متحده‌ایالاتو نوې اداره به عملي ګامونه پورته کړي، څو د افغانستان او متحده‌‌‌ایالاتو ترمنځ په اړیکو کې پرمختګ رامنځته شي.

سمیع سادات، چې د طالبانو د حکومت د یوې مخالفې جبهې مشري کوي او د افغانستان د پاشل شوي ملي پوځ یو لوړپوړی قومندان و، د والټز د معرفي کېدو هرکلی کړی.

نوموړي پر خپله ایکس‌پاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي دي، والټر یو داسې سړی دی چې د افغانستان د جګړې پر ډګر یې له امریکایي او افغان سرتېرو سره اوږه په اوږه د تروریزم پر ضد مبارزه کړې ده.

سادات د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار په توګه د والټر نومول هيله بښوونکي بللي دي.

(د افغانستان د ملي مقاومت) په نوم د طالبانو د یوې وسله‌والې مخالفې جبهې ویاند او د بهرنيو اړيکو مسوول علي میثم نظري هم د سه‌‌‌شنبې په ورځ پر خپله ایکس‌پاڼه د سپینۍ ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار څوکۍ ته د والټز په نومولو خوښي څرګنده کړې او نوموړی يې د افغانستان د خلکو او د دې جبهې غوره ملاتړی بللی دی.

"پنجشېر نیول شوی دی. که رښتیا ووایم، همدا اوس چې موږ خبرې کوو، هغوی زموږ په خپله لعنتي وسلو او تجهیزاتو وژنې کوي. زموږ متحدین وژل کېږي."
مایکل والټز

مایکل والټز د امریکا د کانګرس غړی او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار نوماند، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو نږدې درې اوونۍ وروسته، د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۱۹مه په یوه غونډه کې چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه وه، د امریکا د دفاع وزیر لوید آسټین او د دې هېواد د نظامي رهبري ځینو چارواکو ته وينا وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: "پنجشېر نیول شوی دی. که رښتیا ووایم، همدا اوس چې موږ خبرې کوو، هغوی زموږ په خپله لعنتي وسلو او تجهیزاتو وژنې کوي. زموږ متحدین وژل کېږي."

سید طیب جواد چې په واشنګټن، مسکو او لندن کې د افغانستان د پرځېدلي جمهوریت د سفیر په توګه يې دندې ترسره کړي، هم پر خپله ایکس‌‌پاڼه (پخواني ټویټر) د تروریزم پر ضد د والټز د مبارزې د مخینې او د افغان نجونو د تعلیم او د پخوانیو افغان نظامیانو د کورنیو څخه یې د نوموړي د ملاتړ یادونه کړې ده.

سيد طيب جواد
سيد طيب جواد

مایکل والټز د امریکا د کانګرس غړی دی او د امریکا د پوځي ماموریت په وخت کې په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د یو ټولي قومندان و.

هغه همدارنګه په ۲۰۱۴ کال کې یو کتاب د "جنګیالی ډیپلومات له واشنګټن څخه تر افغانستان د شنو خولیو جګړې" تر عنوان لاندې لیکلی دی.

والټز به د ۲۰۲۵ کال په جنوري میاشت کې د امریکا د منتخب ولسمشر په اداره کې خپل فعالیت پیل کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG