د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

امريکا کې د "ديار" په نوم رسنۍ فعاليت پيل کړ؛ افغان خبريالانو يې هرکلی کړی


ارشيف
ارشيف

د امریکا په متحدایالتونو کې د یوشمېر افغان خبریالانو له لوري د "دیار" په نوم جوړې شوې رسنۍ رسماً په دغه هېواد کې خپل فعالیت پیل کړ.

نوموړې رسنۍ پرون جمعه د (نومبر ۱۵مه) د امریکا په ویرجینا ایالات کې خپل رسمي فعالیت پیل او د فعالیت له پیل سره هم‌‌‌‌مهاله یې مسوولینو وویل دغه رسنۍ به د واقعیتونو د خپراوي ښه رسنیز مرکز وي.

"په‌‌‌داسې شرایطو کې خلک دا ډول رسنیو ته چې له وضع شویو محدودیتونو پیروي ونه‌کړي اړتیا لري
ياسر ابرار

د "دیار" له بنسټ اېښودونکو او د نوموړې رسنۍ عامل مدیر یاسر ابرار نن شنبه د (نومبر ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل، هڅه کوي چې دغه رسنۍ د افغانانو غږ شي.

هغه وايي: "په‌‌‌داسې شرایطو کې خلک دا ډول رسنیو ته چې له وضع شویو محدودیتونو پیروي ونه‌کړي اړتیا لري او دوی داسې رسنۍ چې یوازې د بیان له ازادۍ او اطلاعاتو د لاس‌‌‌‌‌رسي له اصولو ملاتړ او دفاع وکړي غواړي."

د "دیار" مسوولین وايي چې، دوی دغه رسنۍ په امریکا، اروپا، پاکستان او تاجکستان کې د افغان خبریالانو په زیار او اوسنیو ستونزو ته په پام رامنځته کړې ده.

د رسنیو د ملاتړ بنسټونو او یوشمېر خبریالانو د یادې رسنۍ د فعالیت له پیلېدو هرکلی کړی دی.
د جلاوطنو خبریالانو د فدراسیون د رهبرۍ غړي ضیا بومیا په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "موږ په کډوالۍ کې د دیار فعالیت په نېک فال نیسو او هیله لرم چې دغه لړۍ لاپسې چټکه او پیاوړې شي، څو موږ لا ډېرې انځوریزې رسنۍ ولرو چې له افغانستان څخه معلومات بیرون او له بیرون نه افغانستان ته ولېږدوي او بله مهمه مسئله دا چې د میلیونونو افغان کډوالو لپاره چې له هېواده بهر ژوند کوي د هغوی کلتوري او فکري روښانتیا لپاره دا ډول رسنۍ مهمې دي."

طالبانو افغانستان کې ټلوېزيونو ته خبرداری ورکړی چې د ژوندي موجوداتو انځورونه دې نه‌خپروي.
طالبانو افغانستان کې ټلوېزيونو ته خبرداری ورکړی چې د ژوندي موجوداتو انځورونه دې نه‌خپروي.

په جرمني کې مېشته افغان خبریاله یاسیمن غیاثي د دغې رسنۍ د فعالیت له پیلېدو هرکلی کوي.

"په افغانستان کې اوسنیو شرایطو ته په پام کې او پر رسنیو د طالبانو له لوري د وضع شویو محدودیتونو له کبله د واقعیتونو بیان ممکن نه‌دي
ياسمين غياثي

نوموړې وايي: "په افغانستان کې اوسنیو شرایطو ته په پام کې او پر رسنیو د طالبانو له لوري د وضع شویو محدودیتونو له کبله د واقعیتونو بیان ممکن نه‌دي، په بېلابېلو هېوادونو کې د رسنیو د فعالیت پیل مهم او نېک ګام دی او په‌‌‌‌دې ترتیب به دوی وکړای شي په افغانستان کې شته واقعیتونه او دا چې طالبان له خلکو سره څه کوي خپاره کړي."

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې شته محدودیتونو ته په پام د یادې رسنۍ د فعالیت له پیلېدو هرکلی کړی دی.

دغه مرکز هیله‌مندي ښودلې چې "دیار" د خبریالۍ د اصولو په پام کې نیولو سره د افغانستان اوسنۍ وضعیت په مسلکي توګه تر پوښښ لاندې ونیسي.

که څه هم طالبانو په تېرو څه باندې درېیو کال کې پر افغان رسنیو ډول‌ډول محدودیتونه وضع کړي، خو ادعا کوي چې، هيڅ خبریال د خبریالۍ د کار له امله نه‌‌‌دی نیول شوی او هيڅ رسنۍ د وضع شویو محدودیت له کبله نه‌ده تړل شوې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌‌‌الله مجاهد د تېرې چهارشنبې په ورځ په کابل کې د رسنیو له مسوولینو سره په خبرو کې ویلي، دوی هڅه کوي د اسلامي شریعت اصولو ته پام له رسنیو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو په یوشمېر ولایتونو کې رسنیو ته د ژوندیو موجوداتو د انځورونو او ویډویو د خپراوي په اړه خبرداری ورکړی دی.

پرون جمعه د (نومبر ۱۵مه) د جنوبي اسیا لپاره د (آر‌ايس‌ايف) مشرې سلیا مرسیه د یوه راپور له‌مخې چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د رسنیو د وضعیت په اړه چمتو شوی ویلي و چې، طالبانو په "وحشیانه ډول" پر افغان رسنیو محدیتونه وضع کړی او ټول ازاد غږونه یې چپ کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG