د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

ارزګاني کروندګر: د سړو خونو په جوړېدو سره تر ډېره د مېوو او سبزۍ برخه کې اړتياوې پوره شوي


ارزګان کې يوه شنه خونه
ارزګان کې يوه شنه خونه

د ارزګان ولایت یوشمېر بزګران وايي، د شنو خونو د جوړېدو له امله اوسېدونکو ته د سبزیجاتو او مېوو د اړتیاو پوره کولو کې د پام وړ بدلون راغلی.

"د شنې خونې له برکته اوس زه د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کولی شم او خپل محصولات بازار ته وړم.
ارزګان کې يو کروندګر

ارزګاني بزګران وايي، په دغه ولایت کې عصري کرنې ښه نتيجه ورکړي چې له امله اوس دغه ولایت د سبزیجاتو له اړخه پرځان بسیا دي.

دوی ادعا کوي، په دغه ولایت کې ګڼو بزګرانو شنې خونې جوړې کړي، چې نه یوازې د خلکو اړتیاوې پوره کوي بلکې د بزګرانو اقتصادي وضعیت یې هم ډېر ښه کړی دی.

یو کروندګر حاجي زلمی چې خپله شنه خونه یې په شخصي لګښت جوړه کړې وايي، په کال کې څو فصله سبزیجات بازار ته وړاندې کوي.

نوموړی ټینګار کوي چې د شنو خونو له لارې یې د کرنې په برخه کې نوې لارې زده کړي دي، چې دا ورته ډېر ګټور تمام شوي دي.

هغه وايي: "د شنې خونې له برکته اوس زه د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کولی شم او خپل محصولات بازار ته وړم. د دې چارې له امله زموږ په عاید کې ډېره ښه اضافه شوې ده."

بل کروندګر عیسی خان چې د مؤسسې په له ملاتړ سره یې شنه خونه جوړه کړې وايي، د سبزیجاتو تولید د خاورې پر شرایطو ډېر اغېزناک تمام شوی دی.

عيسي خان وايي: "که څه هم پخوا مو سبزیجات له نورو سیمو راوړل، خو اوس زموږ خپل تولید کافي دی. موږ خپلې سیمې ته ګټه رسوو او خلک نور اړتیا نه‌‌لري چې له بهر څخه سبزیجات راوړل شي."

ډېری کروندګرو په خپل شخصي لګښت شنې خونې جوړې کړې دي.
ډېری کروندګرو په خپل شخصي لګښت شنې خونې جوړې کړې دي.

د کرنیزو چارو پوه او د پوهنتون استاد انجنیر عبدالشکور کریمي وايي، له ګاونډیو هېوادونو راوړل شوي سبزیجات ښه کیفیت نه‌‌لري او اکثراً ناروغۍ او ویروسونه هم انتقالوي، چې دا ستونزه په ځایي تولیداتو کې نه لیدل کېږي.

"په ارزګان کې د یوشمېر موسساتو په مرسته او همدارنګه د بزګرانو په شخصي لګښت شنې خونې جوړې شوې دي.

نوموړی وايي: "د شنو خونو په جوړېدو سره د ارزګان بزګران په نوې کرنیزه بڼه پوه شوي دي. د دوی تولیدات نه یوازې د خلکو لپاره تازه دي بلکې د بازار لپاره هم کیفیت لري."

د ارزګان د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند عبدالمانان فاروقي له ټولو بزګرانو غوښتنه کوي چې، د شنو خونو په جوړولو کې له دوی سره همکاري وکړي ترڅو ټولنه یې په‌‌دې برخه کې باثباته او په ځان بسیا شي.

هغه وايي: "په ارزګان کې د یوشمېر موسساتو په مرسته او همدارنګه د بزګرانو په شخصي لګښت شنې خونې جوړې شوې دي. زموږ هدف دا دی چې بزګران په نوي کرنیز نظام پوه شي او خپلې اړتیاوې خپله پوره کړي."

ارزګان ولایت، چې د کرنیزو محصولاتو لپاره ښه شرایط لري، د شنو خونو په جوړېدو سره د سبزیجاتو په برخه کې په ځان بسیا شوی دی.

شنې خونې نه یوازې د دې سیمې اړتیاوې پوره کوي، بلکې د بزګرانو اقتصاد ته یې وده ورکړې ده.

د دې پروژې په دوام به د ارزګان خلک نور هم د خپلو تولیداتو په برخه کې پرمختګ وکړي او په ټوله کې د سیمې اقتصاد پیاوړی شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG