د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

کندهار کې د پلم باغ لرونکو ستونزې؛ دوی د مېوو لپاره د بازار له نشتوالي شکایت کوي


په کندهار کې یو کارګر د الوچو د بسته بندۍ پر مهال
په کندهار کې یو کارګر د الوچو د بسته بندۍ پر مهال

په کندهار کې د ګرینګیچ، الو، البوخاره او الوچو باغ لرونکي وايي چې د دوی د مېوو حاصل ښه دی، خو بازار نه لري.

په دې ولایت کې دا مهال د تازه مېوو د راټولولو وخت دی، خو باغ لرونکي شکایت کوي چې د پاکستان له‌خوا د لوړې تعرفې له امله خپلې مېوې بهر ته نه شي صادرولی او په کور دننه هم په مناسبه بیه نه پلورل کېږي.

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ یو باغ لرونکی بسم‌الله جان وايي، په تېرو کلونو کې به یې مېوې پاکستان ته صادرولې، خو سږ کال د پاکستان له‌خوا د ګمرکي تعرفې لوړېدو له امله دوی اړ شوي چې خپل حاصلات یوازې په کور دننه په ټیټه بیه وپلوري.

بسم الله جان زیاتوي: "حاصل مو ښه دی، خو بازارونه یې خراب دي، خرڅېږي نه، د پاکستان لار بنده ده او ټکس یې ډېر لوړ دی، که مېوې هلته واستوو، زموږ لپاره هېڅ ګټه نه کوي."

په کندهار کې د مېوو د حاصلاتو د پخېدو سره سم، یو شمېر بې‌کاره ځوانانو ته په باغونو کې د کار زمینه برابرېږي چې د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوي پوره کوي.

په کندهار ولایت کې یو ګاریګر له یوې ونې څخه د الوچو د راټولولو پر مهال
په کندهار ولایت کې یو ګاریګر له یوې ونې څخه د الوچو د راټولولو پر مهال

د ارغنداب ولسوالۍ په باغونو کې بوخت دوه کارګران احمدولي او سردار ولي وایي، د مېوو د ټیټې بیې له امله یې ورځنۍ مزدورۍ هم اغېزمنې شوې دي.

احمدولي وايي: "موږ په دوبۍ کې د پلم او ګرینګیچو په راټولولو بوخت یوو، دا زموږ لپاره یوه خواري ده چې د اولادونو د روزي لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړو، شپږ زره افغانۍ راکوي، خو په ژمي کې بیا بې کاره یوو."

سردار ولي وایي: "دلته چې سهار شپږ بجې راځو، پلم راټولوو، بیا یې کارټنونو ته اچوو، او بیا یې موټر ته باروو او کابل ته یې استوو."

سږ کال د باغ لرونکو لپاره یوازې د پاکستان لوړه ګمرکي تعرفه ستونزه نه ده، بلکې د کندهار په اقلیمي وضعیت کې د بدلونونو له امله هم زیانونه ورته اوښتي دي.

بې وخته بارانونو د مېوو په حاصل منفي اغېز کړی چې له امله یې د مېوو حاصل کم شوی دی.

د طالبانو د حکومت د کندهار کرني او مالدارۍ ریاست مسوولان د پاکستان له‌خوا د لوړي ګمرکي تعرفې د ستونزې په غبرګون کې وایي چې د حکومت په کچه چارواکې بوخت دي څو د پاکستان د لوړې ګمرکي تعرفي ستونزه حل کړي.

د کندهار په ارغنداب کې یو کاریګر له ونې الوچې راټولې کړي څو بسته بندي یې کړي.
د کندهار په ارغنداب کې یو کاریګر له ونې الوچې راټولې کړي څو بسته بندي یې کړي.

پاکستان هر کال د افغانستان د تاز مېوو د فصل په رسیدو سره سرحدي او ګمرکي ستونزې جوړوي چې له امله یې افغان باغ لرونکو او سوداګرو ته زیات زیان رسېږي.

سوداګر او باغ لرونکي وايي، که د تازه مېوو لپاره سړې خونې جوړې شي، نو دوی به له زیانونو وژغورل شي او په دې توګه به وتوانېږي چې خپلې مېوې په مناسب وخت او مناسبه بیه وپلوري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG