د رابرټ لانسنګ په نوم یو امریکايي انستیتيوټ د تازه څېړنې لهمخې چې وايي، د طالبانو له لوري د کوکنارو پر کښت د بندیز له کبله په افغانستان کې اقتصادي وضعیت خراب شوی او د بېکارۍ په کچه کې زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې ځینې کروندوګر وايي، د طالبانو له لوري پر کوکنارو د بندیز وروسته په خپلو ځمکو کې د کمې ګټې کښت د کرلو له امله له ستونزو سره مخامخ دي.
دوی وايي، که څه هم د کوکنارو د نه کرلو له امله ورسره د مرستې ژمنې شوې وې، خو تر اوسه یې لاسنیوی نهدی شوی.
"کله چې موږ له خپلو ځمکو حاصلات اخلو نو قرضداره پاتې کېږو، پخوا دلته کوکنار کرل کېدل، دا سم کار نهدی خو ما هم د مجبورۍ لهمخې کرليو کروندګر
په بغلان او ننګرهار کې دوو کروندګرو چې نهغواړي نومونه يې راپور کې خپاره شي، ازادي راډیو ته وویل، له کښتونو د لږې ګټې اخيستو دوی پوروړي کړي دي.
يوه کروندګر وويل: "کله چې موږ له خپلو ځمکو حاصلات اخلو نو قرضداره پاتې کېږو، پخوا دلته کوکنار کرل کېدل، دا سم کار نهدی خو ما هم د مجبورۍ لهمخې کرل، قېمت یې ډېر لوړ و او زموږ چاره ورسره کېده."
دغه راز بل کروندګر وايي: "له موږ سره د کوکنارو د نه کرولو لپاره د مرستې ډېرې ژمنې شوي، موږ ته یې ویلي و چې تاسو ته به بدیل معیشت درکړو خو تر ننه پورې چا دغه مرسته نهده کړې."
دا پهداسې حال کې ده چې تازه د رابرټ لانسنګ په نوم یو امریکايي انستیتيوټ په خپله څېړنه کې ویلي چې، د طالبانو له لوري د کوکنارو پر کښت د بندیز له کبله په افغانستان کې اقتصادي وضعیت لاپسې خراب شوې او د بېکارۍ په کچه کې زیاتوالی راغلی دی.
ياده څېړنه چې پرون چهارشنبه د اکتوبر ۱۶مه خپره شوې، دغهشان پهکې ادعا شوې چې که څه هم د طالبانو حقاني شبکه د منځني ختیځ او افریقا په بازارونو کې د خالصو هیروینو د بیو له لوړوالي ګټه پورته کوي، خو د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده هڅه کوي چې د حقاني په ګډون په ټولو خپل کنټرول پیاوړی کړي.
نن چې تاسو جوپه جوپه ځوانان ګورئ چې هېواد پرېږدي، لوی لامل یې بېکاري او اقتصادي ستونزې دي."حکمتالله حکمت
د څېړنې لهمخې د کوکنارو د بندیز او په ځینو نورو مسایلو د طالبانو د مشر او حقاني شبکې ترمنځ اختلاف به د طالبانو پر ثبات هم اغېز وکړي.
د ۲۰۲۲م کال په اپریل میاشت کې، د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده د یوه فرمان لهمخې د کوکنارو کښت چې د نشهیي توکو ډول-ډول مواد ترې جوړېږي بند کړل، سرغړونکو ته یې دا سزا هم وټاکله چې کښتونه به یې لهمنځه ځي او خپله به د "شریعت" لهمخې مجازات کېږي.
د چارو پوه حکمتالله حکمت که څه هم په افغانستان کې د کوکناره د کرکیلي له بندیزه ملاتړ کوي، خو وايي طالبانو کروندګرو ته پر بديلو لارو له فکر کولو پرته دغه اقدام وکړ.
نوموړی وايي: "افغانستان ته د طالبانو په راتګ سره دوی د نړیوالې ټولنې په غوښتنه او د هغه تعامل لهمخې چې له وړاندې یې کړی و، د کوکنارو کښت بند کړ، خو دوی د هغو بزګرانو لپاره چې له اقتصادي پلوه یې د ژوند ډېره برخه پر همدې مسئلې تړلې وه هيڅ بدل فکر ونهکړ، نن چې تاسو جوپه جوپه ځوانان ګورئ چې هېواد پرېږدي، لوی لامل یې بېکاري او اقتصادي ستونزې دي."
ملګروملتونو د ۱۴۰۲ کال د عقرب د میاشتې په وروستیو کې د یوه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د کوکنارو د کرکيلې د کمښت په اړه ویلي و، خو په ورته وخت کې یې د کروندګرو د ناسم اقتصادي وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې وه.
د دغه راپور لهمخې په ۲۰۲۲ کال کې د کروندګرو عوايد کابو يو اعشاریه ۳۶ ميلیارډه ډالره و، چې په ۲۰۲۳ کې دغه عواید د ۹۲سلنې په کمېدو ۱۱۰ميلیونه ډالرو ته راغورځېدلی، پهداسې حال کې چې افغانستان لا له وړاندې له ناسم اقتصادي وضعیت سره مخامخ دی.