د ملګروملتونو یوه ادارې په افغانستان کې وزګارتیا د ستنویو شویو او داخلي بېځایه شویو یوه لویه ستونزه بللې ده.
عبدالواسع مسلمیار په وروستیو کې کندهار ته ستون شوی، چې وايي تر یوه کال لږه موده کېږي دغه ولایت کې مېشت دی، خو نه د کار زمینه ورته برابره ده او نه د مرستو لپاره شوې ژمنې پر ځای شوي دي.
دی د سلګونو زره بېاسناده افغانانو له ډلې دی، چې د نومبر له لومړۍ نېټې له پاکستانه په ډلهییز ډول اخراجېږي.
مسلمیار له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، ګڼ راستانه شوي کسان اړ شوي بېرته پاکستان یا ایران ته مخه کړي.
هغه وايي: "د کار زمینه نهده برابره، څوک دې نه خطاوځي چې په راډیوګانو کې وايي دلته په افغانستان کې ځمکې یا مرستې ورکوي، یوازې یوه وار ۱۰ یا ۱۵زره افغانۍ ورکوي، چې د یوې میاشتې لګښتونه هم نه پوره کوي، خلک حیران دي څه وکړي، ډوډۍ نه پیدا کېږي او خلک بېرته په قاچاقي لارو ایران یا پاکستان ته روان دي، څو څو وارې د کډوالو چارو ریاست ته ورغلي یو، نه یې ځمکه راکړې، نه یې نورو ته ورکړې ده."
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لویه کمېشنري یا (UNHCR) هم له ګاونډیو هېوادونو په ایستل شویو افغانانو او داخلي بېځایه شویو کې وزګارتیا لویه ستونزه ګڼي.
په افغانستان کې د دې ادارې ویاندې کارولاین ګلوک (Caroline Gluck) له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په وروستیو کې یې په هرات کې ځینې کورنۍ لیدلي، چې په وړو کاروبارونو سره یې د ځان بسیا کولو هڅه کړې ده.
د هغې په وینا د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لویه کمشنرۍ په ګذره ولسوالۍ کې ځینو دغو کورنیو ته يوشمېر امکانات برابر کړي دي.
هلته د داخلي بېځایه شویو او ستنو شویو شمېر ډېر لوړ دی، چې اکثریت یې وزګاره دي،
نوموړې وايي: "هلته مې د خپلې ادارې د معیشت یوه پروژه ولیده، چې د ټولنو د ملاتړ او د نېستمنو کروندګرو د لاسنیوي لپاره ده، هلته د داخلي بېځایه شویو او ستنو شویو شمېر ډېر لوړ دی، چې اکثریت یې وزګاره دي، موږ دغه کسان چې زیاتره یې ښځې دي د شاتو مچیو د ساتلو په برخه کې عملاً روزو، چې د روزنې تر څنګ لازم وسایل هم ورکول کېږي. ما ولیدل چې ګڼو یې د شاتو له مچیو خپل لومړني تولیدات ټول کړي وو، دوی د خپلو تولیداتو د خرڅلاو لپاره زموږ په مرسته له محلي بازار او خصوصي سکټور سره تړل کېږي، په دغو کلیو کې ګڼ کسان د کار په لټه کې وو، یوه کس راته وویل له اوږدې مودې بېکارۍ کړاوه چې له رواني فشارونو سره مخامخ و، خو دغې پروژې د ښه راتلونکي هیله ورکړې ده. افغانان ډېر خواریکښ خلک دي، موږ ته وايي چې د عزتمن ژوند لپاره د کار لپاره چانس غواړي، څو په خپلو پښو ودرېږي او نورو ته اړ نه وي."
په همدې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، ډېر ژر به لهدې هېواده د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل کړي.
محسن نقوي تېره چهارشنبه په اسلاماباد کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازې مرستیال انډریکا راډوات سره په کتنه کې ویلي، د هغو کډوالو یې ایستل پیل کړي چې په وینا یې، غیرقانوني دي او پهدې لړ کې به ډېر ژر د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو هم پیل کړي.
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لویې کمېشنرۍ د معلوماتو لهمخې دا مهال ۲ ملیونه او ۶ لکه افغانان په نړیواله سطحه د کډوالو په توګه ثبت دي، د دې تر څنګ ۲ ملیونه او ۲ لکه نور افغانان په ایران او پاکستان کې ثبت شوي دي.
د (UNHCR) د معلوماتو لهمخې د ۲۰۲۳م کال تر پایه په افغانستان کې د داخلي بېځایه شویو افغانانو شمېر ۳ ملیونه او ۲لکه او ۲۰زره و.
ګومان کېږي په ګاونډیو هېوادونو کې د بېاسنادو افغانانو شمېر هم ډېر زیات وي، ځکه ښايي اکثرت یې ثبت نه وي.
که څه هم په افغانستان کې د جګړو شدت کم شوی، خو زیاتې بېځایه کورنۍ د اقتصادي فرصتونو د کموالي له کبله خپلو اصلي مېنو ته د ستنېدو زړه نه ښه کوي.
د پاکستان تر څنګ ایران هم په وروستیو کې د افغان پناه غوښتونکو ډلهییز اخراج چټک کړی دی.
د نړیوالو بنسټونو لهمخې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د بېکارۍ سطحه لوړه شوې ده.
په وروستیو کې د قحطۍ د مخنيوي د خبرداري سیسټم شبکې په یوه نوي راپور کې چې د جولای پر شپږمه خپور شوی ویلي، له پاکستان او ایرانه د سلګونو زره افغانانو په ايستل کېدو سره په افغانستان کې کاري فرصتونه نور هم کم شوي او پهدې برخه کې د رقابت کړۍ لا پسې تنګه شوې ده.