ولې طالبان افغان مدني فعالان او خبریالان نیسې او شکنجې ورکوي؟
شکنجه، جنسی تېری، بد سلوک، وهل، ټکول، جبري نادرکه کېدل او په خپل سر نیول هغه ادعاګانې دي، چې د طالبانو له زندانه راخوشې فعالان او خبریالان يې کوي.
د اعظم اعظمي په نوم يو مدني فعال چې د طالبانو له لوري نيول شوی و، وايي: "فزیکې شکنجې وې، چې په هغې کې په پیپ وهل، د برق شارتي او د ساه بندول او ځړول شامل وو، بیا ۹۰م ریاست کې هم ورته شکنجې وې، بیا چې وروسته يې ۴۰م ریاست ته انتقال کړم هلته هم همدا شکنجې وې او بیا په پلچرخي زندان کې او بیا زما اخري ورځې د مواد مخدره په توقیف خونه کې وې."
خو دا یوازې اعظمي نهدی، چې طالبانو د مدني فعاليتونو په تور نیولی او شکنجه کړی، بلکې بل مدني فعال چې د امنیتي ستونزو له کبله نهغواړي نوم يې په راپور کې خپور شي، زندان کې د شکنجې په اړه وايي: "موږ يې په یوه وړوکي اتاق کې چې کمره او لوی څراغ چې ډېره ځورونکې رڼا يې لرله، اچولي وو. په لاسونو او پښو کې يې راته زولنې اچولې وې، حتي چې تشناب ته به هم تللو زولنې به يې رانه نه لرې کولې، پهدې سربېره ډېرې فزیکي او رواني شکنجې يې راکولې. د دې شکنجې له کبله بیا راباندې حمله راتله، یو لاس او یوې پښې مې کار نه کاوه او همدا وجه وه چې طالبانو را خوشې کړم."
خو په افغانستان کې مدني فعالان داسې څه فعالتونه کوي، چې طالبان يې نیسي او شکنجې ورکوي؟
اعظم اعظمي وايي: "د ځوانانو ترمنځ ناستې وې، وخت ناوخت به د افغانستان اطرافونو ته تللو او هلته به مو د مشرانو سره په مسجدونو کې او حجرو کې لیدنې کتنې کولې او هغوی به مو دې ته تشویقول چې د ښځینه تعلیم ته چې زموږ په ټولنه کې ډېر کمرنګه دی او ضرورت ورته لرو، باید په کلیوالو سیمو کې هم ورته کار وکړي او نه یوازې د ښځینهو تعلیم بلکې د نارینهو د تعلیم موضوع په اطرافو کې ډېره کمرنګه وه، نو د دې لپاره به موږ کمپاین کاوه، د دې سربېره به مو په حکومت او بېلابېلو ادارو نیوکې کولې او دې ته به مو هڅول چې د افغانستان اطراف باید له یاده ونه باسي او دغه فاصلې باید ختمې شي."
ورته نور مدني فعالان چې د طالبانو په زندان کې يې شکنجې ليدلي وايي، د فعالیتونو موخه يې یوازې عام خلکو ته ګټه رسول، د ټولنې پرمختګ او د طالبانو تر واک لاندې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار بندیزونو ته اعتراضونه وو.
د مدني فعالانو ترڅنګ، د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې ډېر شمېر خبریالان هم نیول شوي او شکنجه شوي دي.
تقي دریابي او نعمت نقدي د اطلاعات روز هغه دوه خبریالان وو، چې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې هغه مهال په کابل کې ونیول شول، چې د ښځو یو لاریون ته د خبري پوښښ لپاره ورغلي وو.
دې خبریالانو چې یوازې څو ساعته د طالبانو په توقیف کې تېر کړي و، له ازاده کېدلو وروسته يې د شکنجو عکسونه پر رسنیو خپاره شول.
نقدي هغه مهال ویلي و، د شکنجې له کبله يې د یوې سترګې لید او د یوه غوږ د اورېدو توان له لاسه ورکړی دی.
خو د طالبانو لهخوا د خبریالانو نیول او شکنجه کېدل یوازې د نقدي او تقي په نیولو پای ته ونه رسېدل.
یو خبریال چې د امنیتي ستونزو له کبله نهغواړي نوم او غږ يې خپور شي او په خبره يې د طالبانو په زندان کې يې روحي او رواني شکنجې لیدلي وايي: "د ښځو په اړه یو راپور مې جوړ کړی و، د وضاحت لپاره يې د امربالمعروف وزارت ته وغوښتم، زه په خپلو پښو ورغلم، خو هغوی بندي کړم او په یوه ډېره وړه کوټه کې يې واچولم، طالبانو ویل ستاسې دا راپور غرب ته د کار کولو او د ډیموکراسي د ترویجولو په معنا دی."
د افغانستان د خبریالانو مرکز د روان کال د مارچ په ۱۷مه چې د خبریال له ورځې سره برابره وه، ویلي و، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د افغان خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د سرغړونو ۱۳۹ قضیې ثبت شوې، چې په دغو سرغړونو کې ۵۹ يې د نیولو او ۸۰ يې خبریالانو ته د ګواښونو پېښې وې.
د دې مرکز په خبره، په ۱۴۰۱لمريز کال کې يې د خبريالانو او رسنيو پر ړواندې د سرغړونو ۲۳۷ پېښې ثبت کړې وې.
دا مرکز وړاندې وايي، پهدې پېښو کې د یو خبریال وژل کېدل او د ۲۱ نورو ټپي کېدل او د ۱۱۳ ګواښونو او د خبریالانو د نیولو ۹۴ پېښې شاملې وې.
د دې مدني فعالانو او خبریالانو سربېره، په ۲۰۲۲ او ۲۳ کلونو کې طالبانو یو شمېر هغه ښځې چې د کابل پر سړکونو يې د ښځو د حقونو لپاره لاریونونه کول هم نیولي دي.
ګارډین او د رخشانې په نوم یوې رسنۍ په یوه راپور کې چې د روان کال په جون میاشت کې خپور کړی و، ادعا کړې چې داسې ویډیو يې موندلې چې ښېي د طالبانو په زندان کې د ښځو د حقونو پر یوې فعالې ډلهییز جنسي تېری شوی دی.
د دغو دوو رسنیو په خبره، دا ښځه د طالبانو پر ضد یوه لاریون کې نیول شوې وه.
بل پلو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه په یوه راپور کې چې د روان لمریز کال د ثور په میاشت کې يې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو په اړه خپور کړی و ویلي، په جوزجان، فاریاب او سمنګان ولایتونو کې پر ۹۰ زنداني ښځو د طالبانو له جنسي تېریو وروسته ۱۶ يې امیندواره شوي دي.
"موږ د هغوو ښځو شکنجه، خپلسري نیول، په توقیف کې بد چلند، له قانوني پروسې انکار او نادرکه کېدل مستند کړيهيدر بار
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پهدې راپور کې دا هم ویلي وو چې طالبانو په سمنګان ولایت کې څلور ښځې له پرلهپسې جنسي تېریو وروسته اعدام کړې دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راپور پرته لهدې چې د دوی په زندانونو کې پر ښځینه بندیانو د جنسي تيري موضوع ته اشاره وکړي، رد کړی وو.
بل پلو، د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسووله هیدربار وايي: "موږ د هغوو ښځو شکنجه، خپلسري نیول، په توقیف کې بد چلند، له قانوني پروسې انکار او نادرکه کېدل مستند کړي چې د طالبانو لهخوا نیول شوي دي. موږ د ځینو هغوو راپورونو په اړه چې د طالبانو په توقیف کې د بشري حقونو پر مدافعینو د جنسي تیري په اړه دي، ژور اندېښمن یو، زه فکر کوم دا راپورونه هغه واقعیت روښانه کوي، چې په افغانستان کې د حساب ورکونې هیڅ سیسټم شتون نهلري، چې د دې ډول سرغړونو مخه ونیسي، یا هغوو ښځو ته چې د دې ډول پېښو قربانیانې دي، یو څه په لاس ورکړي."
همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورورنکی ریچارډ بېنټ وايي: "ډېر هغه کسان چې د بشري حقونو په نوم زنداني کېږي، هغو زندانونو ته لېږدول کېږي چې د اسخباراتو لهخوا اداره کېږي. ما دغو زندانونو ته لاسرسی نه درلود، خو له هغو کسانو سره چې هلته وو او بیا توانېدلي چې ووځي، د مرکو لهمخې دا څرګنده شوه چې دې کسانو سره ډېر ناوړه چلند شوی وو."
په افغانستان کې د طالبانو قومندانان شخصي زندانونه اداره کوي، خو پهدې زندان کې څوک بندیان دي؟
که څه هم پهدې اړه دقیق ارقام نهشته چې طالبانو په خپله درې کلنه واکمنۍ کې څومره کسان نیولي او بندیان کړي، خو د ملګروملتونو په هغه راپور کې چې د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۲۲مه يې خپور شوی راغلي، د ۲۰۲۱ کال راهیسې دې سازمان ۸۰۰ غیرقانوني وژنې او خپلسري نیونې، ۱۴۴ د شکنجې او بد چلند موارد، ۲۱۸ غیر قانوني وژنې او د پخواني دولت د ۱۴ کارکوونکو او امنیتي پرسونل د ورکېدو موارد ثبت کړي دي.
د دې سربېره، د بشري حقونو د څار سازمان وايي، طالبانو په خپله درې کلنه واکمنۍ کې په لسګونو د بشري حقونو، د زدهکړو، مدني فعالانو او په نورو بېلابېلو نومونو په لسګونه کسان نیولي او شکنجه کړي دي.
له دغو کسانو ډېر کم شمېر يې دې ته تیار دي چې د زندان د شکنجو او سختیو د سترګو لیدلی حال شریک کړي، ځکه راخوشې شوي کسان د ضمانت خطونو، د کور د قبالو، د کلي د مشرانو په ضمانت ورکولو له زندانه ازاديږي.
راخوشې شویو کسانو دا ژمنې هم له طالبانو سره کړي چې د زندان د شکنجو کيسې به له هیڅ یوې رسنۍ سره نه شریکوي، کنه بېرته به نیول کېږي او هغوی چې له افغانستانه په وتلو بریالي شوي، د خپلو کورنیو او عزیزانو د امنیت له امله خبرې نهشي کولی.