خبرونه
مجاهد وايي، د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ته اړتیا نه شته

د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد ویلي، په افغانستان کې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ګومارلو اړتیا نه شته.
مجاهد چې د ناستې په پای کې بېګا شپه خبریالانو ته غږېده وویل اوس چې د ده په خبره افغانستان کې سوله او ثبات دی د ځانګړي استازي ګمارنې ته اړتیا نشته ځکه یوناما د ملګرو ملتونو په استازیتوب موجوده ده.
د دوحې دریمه ناسته د دوو ورځو لپاره د طالبانو د پلاوي، ملګرو ملتونو او د افغانستان لپاره د بیلابیلو هېوادونو د ځانګړو استازیو تر منځ ترسره شوه.
تر دې ناستې وروسته نن په دوحه کې د افغانستان د مدني ټولنې او د بشري حقونو د مدافعینو، ملګرو ملتونو او د هېوادونو د ځانګړو استازیو یوه ناسته هم پلان شوې ده.
ځینو فعالانو په دې ناسته کې خپل ګډون رد کړی او انتقاد یې کړی چې افغان ښځې او مدني فعالان ولې د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې اصلي ناستې ته نه وو بلل شوي.
یوه ډله بیا په ټوله کې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې په دریمې ناستې نیوکه کړې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبانو له اوو میاشتو بند وروسته دوه تنه بریتانوي وګړي خوشي کړل

دوه تنه بريتانوي اتباع چې طالبانو له شاوخوا اوو میاشتو راهیسې په افغانستان کې نیولي وو له بنده خوشي شول.
رویټرز اژانس ته یوه چارواکي نن ویلي دي چې دا جوړه بریتانیایان د قطر په منځګړیتوب ازاد شوي او د پلازمینې دوحې ته رسیدلې دي.
۸۰ کلن پیټر رینولډز او ۷۵ کلنه باربي رینولډز د روان کال په فبروري میاشت کې د طالبانو له خوا ونیول شول.
دا برتانوي جوړه ۱۸ کاله په افغانستان کې اوسېده او د تعلیم او ماشومانو د ساتنې په برخو کې یې کار کاوه.
د اسراییلو پوځ نن خبرداری ورکړ چې په غزه ښار کې به په "بې ساري شدت" سره عملیات ترسره کړي

د فرانسې خبري اژانس په وینا، د اسراییلو پوځ د غزې اوسیدونکي هڅوي چې له جنوب څخه ووځي.
پوځ د لنډمهاله تخلیې دهلیز د تړلو اعلان هم وکړ چې ۴۸ ساعته وړاندې پرانیستل شوی و.
د اسراییلو د پوځ عربي ژبي ویاند اویخای ادرعي پر ایکس پاڼه لیکلي د غزې ښار اوسیدونکو ته په خطاب یو بیان خپور کړی: « له همدې شېبې، د صلاح الدین سړک جنوب ته د سفر لپاره تړل شوی. د اسراییلو دفاعي ځواکونه به د حماس او نورو ترهګرو سازمانونو په وړاندې په بې ساري شدت سره عملیاتو ته دوام ورکړي"
متحده ایالات او اروپايي ټولنه حماس د ترهګریز سازمان په توګه پیژني.
د پاکستان دفاع وزیر وايي د اړتیا په صورت کې به سعودي عربستان د پاکستان اټومي وړتیاوو ته لاسرسی ولري

د پاکستان د دفاع وزیر وايي «د اړتیا په صورت کې» به سعودي عربستان د پاکستان اټومي وړتیاوو ته لاسرسی ولري.
خواجه اصف دا خبره تېره شپه د پاکستان د جیو تلویزیون سره په مرکه کې وکړه.
پاکستان او سعودي عربستان د چهارشنبې په ورځ یو دفاعي تړون لاسلیک کړ چې په اساس یې په یوه هېواد برید به په دواړو هېوادونو برید وګڼل شي.
د پاکستان دفاع وزیر وویل د تړون له مخې، "هر هغه وړتیا چې موږ یې لرو د سعودي عربستان په واک کې به ورکړل شي".
امریکا د افغانستان د پراختیا اړوند پر ایران ځینې معافیتونه لغوه کړل

د امریکا متحده ایالتونو پر ایران هغه معافیتونه لغوه کړل چې د افغانستان د پراختیا او بیارغونې د مرستې لپاره یې دغه هېواد سره منلي وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د معافیت لغوه کول د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ایران د رژیم د ګوښه کولو لپاره د اعظمي فشار پالیسۍ یوه برخه ده او د سپتمبر له ۲۹مې نافذیږي.
د بیان له مخې، دا معافیتونه په ۲۰۱۸ کال کې د ایران د ازادۍ او د وسلو د وېش د مخنیوي د قانون په اساس صادر شوي وو ترڅو د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي پراختیا کې مرسته وکړي.
په دې کې ویل شوي چې د معافیت لغوه کیدو وروسته، هغه اشخاص چې په چابهار بندر کې فعالیت کوي یا په IFCA کې یاد شویو نورو فعالیتونو ښکیل دي ممکن د قانون له مخې له بندیزونو سره مخ شي.
د امریکا د معافیتونو په اساس ایران ته اجازه ورکړل شوې وه چې د چابهار په څېر پراختیايي پروژو کې چې افغانستان ته یې هم ګټه رسیږي فعالیت وکړي.
د پنسلوانیا په یوه ښارګوټي کې د ډزو له کبله ۳ پولیس وژل شوي دي

د امریکا د پنسلوانیا په یوه ښارګوټي کې د هغو پنځو پولیسو له ډلې چې ډزې پرې شوې وې، ۳ تنه وژل شوي دي.
رویټرز لیکلي چې پر دغو پولیسو د چهارشنبې په ورځ یوه ۲۴ کلن کس ډزې کړې وې چې بریدکوونکی هم د پولیسو له خوا ووژل شو.
پیښه د فیلادلفیا لویدیځ ته په ۱۶۰ کیلومتري واټن کې د شمالي یورک د یوې کروندې په جونګړه کې رامنځته شوې ده.
دغه سیمه ۷ میاشتې وړاندې هم د پولیسو پر یوه افسر د ډزو شاهده وه.
امنیت شورا نن پر ایران د ژورو بندیزونو پریکړه لیک ته رایه ورکوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن جمعه ( د سنبلې ۲۸مه) د ایران د مخ پر ودې اټومي سیستم له کبله پر دغه هېواد د نورو ژورو بندیزونو پریکړه لیک ته رایه ورکوي.
له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون لاسلیکوونکي بریتانیا، فرانسه او جرمني ادعا کوي چې ایران په تړون کې کړیو ژمنو ته ژمن نه دی پاته شوی.
د ایران او نړۍ د قدرتونو اټومي تړون وروسته له هغه ستونزو سره مخامخ شو چې ۲۰۱۸ کال کې امریکا د تړون له اډانې ووته.
لویدیځ هېوادونه او اسراییل له اوږدې مودې راهیسې ایران تورنوي چې اټومي وسلې جوړوي، خو ایران بیا دا تورونه رد کړي دي.
قطر ته د ۳ زره مسلکي کارګرو د لیږلو په موخه د نوم لیکنې لړۍ پای ته ورسېده

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، قطر ته د ۳ زره افغان مسلکي کارګرو د استولو لپاره یې د نوم لیکنې لړۍ بشپړه کړه.
دغه وزارت پرون پنجشنبه ( د سنبلې ۲۷مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې شاوخوا څلویښت زره کارګرانو دغو بستونو ته نوم لیکنه کړې چې په وینا یې، د بریالیو کسانو غوره کول به وخت ونیسي.
قطر تر دې وړاندې هم سلګونه مسلکي افغان کارګرو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، د ځوانانو د قاچاقي سفرونو د مخنیوي لپاره هڅه کوي چې سعودي عربستان، ازبکستان او د سیمې نورو هېوادونو کې افغانانو ته د قانوني کار زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې بیکاري د افغان ځوانانو یو لوی رنځ دی او لا یې هم اوسنۍ کچه د اندیښنې وړ ده.
طالبانو د ګوتیریش هغه څرګندونې غندلي چې د ښځو په وړاندې اقدامات یې (احمقانه) بللي

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش هغه څرګندونې غندلي چې افغانستان کې یې د ښځو په وړاندې اقدامات " احمقانه" بللي و.
ګوتیریش د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي" هغه څه چې افغانستان کې روان دي، نه یوازې دا چې د منلو نه دي، بلکه احمقانه دي".
ګوتیریش دغه څرګندونې د مرستې رسونې په چارو کې د دوی د ښځینه کارکوونکو پر کار د طالبانو له خوا تازه لګول شوي بندیز ته په اشارې کړې دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېرماښام پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي چې" د ملګروملتونو مشر باید د خپلو خبرو او الفاظو معنا ته متوجه وي او بې سنجشه توري ونه کاروي".
یوناما تیره اونۍ اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت یې افغان ښځینه کارکوونکو ته دفترونو ته د تګ اجازه نه ورکوي او په خبره یې دا کار د طالبانو له پخوانۍ ژمنې سره په ټکر کې دی.
د افغانستان کریکټ لوبډلې په اسیایي جام کې خپل سفر په ( ناهیلۍ) سره پای ته ورسوه

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د سریلانکا په وړاندې له بیګنۍ ماتې وروسته د اسیا له سږني جامه حذف شوه.
د تیرې شپې په لوبه کې افغان لوبډلې سریلانکا ته د ۱۷۰ منډو هدف ورکړ، خو سریلانکا دغه هدف په نولسم اور کې پوره کړ او په شپږو ویکټو یې لوبه وګټله.
د افغانستان کریکټ بورد پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي " په ناهیلۍ سره د اسیا د ۲۰۲۵ کال د جام سفر پای ته ورسېد."
د اسیا جام په ( بي ګروپ) کې چې افغانستان یې غړی و، دا مهال سریلانکا او بنګله دیش د غوره څلورو لوبډلو پړاو ته لاره پيدا کړه او په ( اې ګروپ) کې بیا هند او پاکستان د جدول په سر کې دي.
افغانستان په دې جام کې په لومړۍ لوبه کې هانک کانګ ته ماته ورکړه، خو دویمه لوبه یې بنګله دیش او دریمه هغه یې سریلانکا ته بایلوده.
ولسمشر ټرمپ د بګرام د بیا نیولو خبره بیا وکړه

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وویل چې هڅه کوي د افغانستان د بګرام اډې کنټرول بیرته ترلاسه کړي.
ډونالډ ټرمپ د برتانیا له صدراعظم کایر سټارمر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، که چیرې د هغه د لومړۍ دورې په ترڅ کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل ترسره شوي وای، نو هغه به بګرام له لاسه نه وای ورکړی.
ټرمپ زیاته کړه "موږ بګرام، چې د نړۍ یو له لویو هوايي اډو څخه دی، وړیا دوی (طالبانو) ته وسپاره."
ولسمشر ټرمپ دا هم وویل: "موږ هڅه کوو چې دا بیرته ونیسو ځکه چې دوی (طالبان) له موږ څخه ځینو شیانو ته ضرورت لري."
ټرمپ تر دې مخکې هم ورته څرګندونې کړې وې، خو ده د سپتمبر په اتلسمه دا هم وویل: "یو له هغو دلیلونو څخه چې موږ بګرام غواړو دا دی چې دا له هغه ځای څخه یو ساعت لرې دی چې چین خپلې اټومي وسلې جوړوي."
امریکایي سرتیري د ۲۰۲۱ کال په اګست کې دوې اونۍ وروسته په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووتل چې طالبانو بیاځلي کابل ونیو.