یو شمېر افغانان وايي چې د میټامېکس په نوم یوه انټرنېټي ویبپاڼه، چې دوی پهکې پانګونه کړې وه، یوه اوونۍ وړاندې تړل شوې ده.
د بېکارۍ د زیاتېدو او اقتصادي ستونزو له کبله ډېری افغانانو د انلاین سوداګرۍ او د ډیجیټلي اسعارو د پېر او پلور په ګډون د پیسو ګټلو نویو لارو ته مخه کړې، خو ډېری هغه ویبپاڼې چې رامنځته کوونکي یې نامعلوم دي، خلکو ته يې ستونزې جوړې کړې دي.
په وروستیو کې يو شمېر افغانانو د میټامېکس په نوم ویبپاڼه کې چې کاروونکي یې کولی شي د تبلیغاتي ویډیوګانو په کتلو، د انلاین ټرافیک رامنځته کولو، د بېلابېلو کڅوړو په اخیستلو او دغه سایټ ته د ملګرو په رابللو پیسې ترلاسه کولای شي پانګونه کړې وه.
خو اوس دغه ویبپاڼه بنده شوې او ډېری هغو چې پانګونه یې پهکې کړه وه، د پیسو د بېرته ترلاسه کولو امکان یې له لاسه ورکړی دی.
له کابل څخه فریدون چې په یادې ویبپاڼه کې یې پانګونه کړې وه، ازادي راډیو ته وايي: "ما اکونټ درلود، ۶۰۰ ډالره پانګونه مې کړې وه، ځکه چې په افغانستان کې کار نهشته او پانګونه ممکنه نه ده، ما داسې ملګري لیدل چې له میټامېکس څخه یې پیسې اخیستې وې، غوښتل مې پانګونه وکړم، خو میټامېکس له خلکو پیسې ټولې کړې او پخپله مخه ولړه، او موږ يې لا پسې بېوزله او بدبخته کړو."
د ذبیحالله په نوم یو بل تن وايي، که څه هم ده په لومړیو کې خپلې هغه پیسې چې پانګونه یې کړې وه ترلاسه کړې او اکونټ یې بند کړ، خو وايي، ډېری ملګرو یې پهکې تاوانونه وکړل.
هغه وویل: "په لومړیو کې ما هم په دې برخه کې پانګونه کړې وه، د ۳۰۰ ډالرو کڅوړه مې فعاله کړې وه، خو د ۹۰ ورځو په تېرېدو هغه پکېچ بشپړ شو او بیا مې فعال نه کړ، ما تاوان پهکې نه دی کړی، خو د ډېری ملګرو پیسې پهکې بندې شوې او تاوان یې وکړ."
معلومه نه ده چې څومره افغانانو په دې ویبپاڼه کې د پيسو د ګټلو په موخه پانګونه کړې، خو د میټامېکس ځینې کاروونکي وايي، په دغه ویبپاڼه کې کڅوړې له ۹۰ څخه تر ۱۲۰۰ ډالرو پورې وې او کارونکو کولای شول چې د خپل فعالیت په اندازه فیصدي ګټه ترلاسه کړي.
اقتصاد پوه شاکر یعقوبي سپارښتنه کوي چې خلک باید په هر ډول انلاین پلټفارمونو کې له پانګونې وړاندې دقیقه څېړنه وکړي چې له احتمالي تاوانونو خوندي پاتي شي.
یعقوبي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د دې سایټونو د فعالیت په اړه د کافي معلوماتو نشتوالی، د دې سایټونو او ډیجیټل اسعارو په اړه کم پوهاوی د دې لامل کېږي چې افغان کاروونکي بې له قضاوت څخه ډېر ژر باور وکړي او پانګونه وکړي او له درانه زیانونو سره مخ شي."
د شاکر په خبره، د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت باید په افغانستان کې د دې ډول سایټونو د فعالیت مخه ونیسي.
تېره اوونۍ د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان مرکزي بانک اعلان وکړ چې د اسعارو د تبادلې پر ټولو انلاین پلټ فارمونو یې بندیز لګولی دی.
تر دې مخکې په سلګونو افغانانو د E Nuri په نوم په یوه بل انلاین شرکت کې هم پانګونه کړې وه چې ډېری هغوی پهکې تاوانونه کړي وو.
د میټامېکس د ناڅاپي بندېدو او په دغه ویبپانه کې د افغان کاروونکو د پانګونې د نامعلوم وضعیت سره سره، په ټیلیګرام او ځینو فېسبوکي ګروپونو کې خلک په دغه ویبپاڼه کې پانګونې ته هڅول کېږي.