د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۷

اروپايي ټولنې د روسیې د ګازو په صادراتو یو لړ بندیزونه ولګول


ارشیف: د روسیې د ګازو پایپ لاین
ارشیف: د روسیې د ګازو پایپ لاین

اروپايي ټولنې د روسیې د ګازو په صادراتو یو لړ بندیزونه ولګول.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې په خاطر یې د بندیزونو نوې بسته تصویب کړې ده.

د اعلامیې له مخې د بندیزونو په دې نوې لړۍ کې د روسیې د طبیعي مایع ګازو وړونکې کښتۍ چې په اروپا کې چلېږي هدف ګرځول شوي.

اروپايي ټولنه اټکل کوي چې تېر کال د روسیې شاوخوا څلور تر شپږ میلیارد متر مکعبه طبیعي ګاز د اروپایی ټولنې د بندرونو له لارې درېیمو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

روسیه تورنه ده چې له بندیزونو د خلاصون لپاره "پټې بېړۍ" چلوي او د انرژۍ له عایداتو جګړه تمویلوي.

په نویو بندیزونو کې یوه ماده هم شامله ده چې سویډن او فنلنډ ته اجازه ورکوي چې له روسیې سره د مایع طبیعي ګاز ځینې قراردادونه لغوه کړي.

دا بسته په روسیه کې د ساختماني پروژو بشپړولو لپاره نوې پانګوونې او خدمات هم منع کوي.

د منځنۍ اروپا ځینې هېوادونه لا هم له روسیې څخه د اوکراین له لارې ګاز ترلاسه کوي.

اروپايي ټولنې په ۲۰۲۲م کال کې د روسیې د تېلو پر وارداتو بندیز ولګاوه چې له ځینو محدودو معافیتونو سره مخ شو.

وروسته له هغه چې روسیې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې په اوکراین خپل غیرموجه یرغل پیل کړ، لوېدیځو قدرتونو د مسکو په وړاندې پراخ بندیزونه ولګول چې وروسته په تدریجي ډول زیات شوي دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، د بندیزیونو په نوې لړۍ کې ۱۱۴ اشخاص او بنسټونه په نښه شوي چې د اوکراین د ارضي تمامیت، خپلواکۍ او ازادۍ ضد کړنې کوي.

د ارپايي ټولنې بیرغ
د ارپايي ټولنې بیرغ

په دې سره د ټولو هغو اشخاصو او ادارو شمېر ۲۲۰۰ ته رسېږي چې د اروپايي ټولنې له خوا پرې بندیزونه لګول شوي.

په ټولیز ډول ۶۱ نورې روسۍ ادارې چې اکثره شرکتونه، بانکونه، بنسټونه او سازمانونه په‌کې شامل دي، د اروپايي ټولنې تر بندیزونو لاندې دي.

ډېری دا شرکتونه، چې ځینې یې په چین، ترکیې او متحده عربي اماراتو کې فعال دي، د اروپایي ټولنې د بندیزونو په مخنیوي یا روسیې ته د حساسو تجهیزاتو په چمتو کولو تورن دي.

همداراز په اروپايي ټولنه کې د روسیې د مرکزي بانک شاوخوا ۲۱۰ میلیارده یورو (۲۲۵ میلیارده ډالر) شتمنۍ هم کنګل شوې دي.

شاوخوا ۵۰ نور چارواکي د شتمنیو کنګل او د سفر بندیز سره مخ دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او همدا راز لسګونه د پارلمان غړي او یو شمیر اولیګارچان یا دولت پلوه با نفوذه خلک د هغو څه باندې ۱۷۰۰ کسانو په ډله کې دي چې لا دمخه د اروپايي ټولنې د بندیزونو په لېست کې راغلي.

XS
SM
MD
LG