د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۳ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۳

په سپینکي اخته ځینې افغانان د نورو له ځورونو او غیرعادلانه چلند څخه شکایت کوي


عکس تزئیني بڼه لري.
عکس تزئیني بڼه لري.

په افغانستان کې په البینیزم یا سپینکي اخته یو شمېر کسان وايي، تل له ځورونو او غیرعادلانه چلند سره مخ کېږي چې د دوی د خپګان لامل کېږي.

۳۵ کلنه فاطمه د بلخ ولایت اوسېدونکې ده.

هغه البینیزم یا سپینکي لري چې له امله یې په ژوند کې ځورېږي.

فاطمه وايي چې د پوستکي، وېښتانو، بڼو او ورځو د رنګ د نشتوالي له امله تل د ټولنې له‌خوا ورسره ناوړه چلند شوې او مجبوره شوې چې له لس کلنۍ راهیسې خپل وېښتان رنګ او باڼه او وریځې په ریملو او قلم ابرو یا د وریځو په قلم جوړې کړي.

فاطمې ازادي راډيو ته وویل، دا چې د ټيټ کيفيت لرونکي ریمل یې ډېر کارولي نو ليد یې کمزوری شوی دی.

هغه وايي: "ځينې خلک وايي چې سر يې ولې داسې دی، سترګې يې څه ډول دي، دا څه ډول ښکاري، دا انسان ځوروي، مجبوره یوو دا شیان استفاده کړو چې څوک راباندې پوه نه شي، سترګو مې له همدې امله تکلیف پیدا کړی، اوبه کوي او درد لري، خو مجبوره چې استفاده یې کړم."

د فاطمې په وینا، د هغې پوستکی ډېر حساس دی او د لمر سره د مخامخ کېدو په وخت کې سور کېږي او شړېږي.

په البینیزم اخته کسانو ته په افغانستان کې په دودیز ډول خضري هم وايي.

د کابل اوسېدونکی ۱۵ کلن زبیر هم په البینیزم یا سپینکي اخته دی.

زبیر د ښوونځي په لسم ټولګي کې دی او که څه هم په خبره یې د ښوونځي له غوره زدهکوونکو څخه دی، خو وايي، هره ورځ ښوونځي ته له تګ ښه خاطره نه لري، ځکه زیاتوي چې د خپلو ټولګیوالو له‌خوا ځورول کېږي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "د دوی چلند غیرعادي دی، ډېر راګوري او سپکې خبرې کوي، کله امریکايي راته وايي، کله شوروي وايي، یا وايي چې ته له الوتکې غورځېدلی یې، کله مې هم نه هېرېږي، ډېر راباندې تاثیر کوي، زه یوازې یو ملګری لرم."

زبیر غواړي چې ټولنه او ملګري یې د ټولنې د نورو غړو په څېر ورسره چلند وکړي او د یو بشپړ او بې عیبه انسان په توګه ورته وګوري.

له دغو کسانو څخه یوه یې د نوم او غږ د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې کوژدنه یې د البینیزم له امله له ده بېله شوې چې له امله یې ډېر خپه دی.

یو ټولنپوه بهاوالدین بقايي ازادي راډيو ته وویل چې له دغو کسانو سره د شاوخوا خلکو نامناسب چلند دوی په خپګان اخته او له ټولنې څخه لرې کوي.

هغه وايي: "البینیزم اخته کسان په ټولنه کې په ټیټه سترګه ورته کتل کېږي او د دې لامل ګرځي چې دوی ځان تر نورو کم وګڼي، خپه شي او څنډي ته شي. د ټولنې خلک باید د نورو خلکو په څیر مینه ورکړي اوعادي چلند ورسره وکړي."

ډاکتر متین صافي بیا د هغو کسانو په اړه چې په البینیزم اخته دي ازادي راډيو ته وویل: "دوی کومه بله نیمګړتیا نه لري، د نورو خلکو په څېر د خپل ژوند ټولې چارې پرمخ وړي، نو ځکه باید په ټولنه کې له مساوي حقونو برخمن وي، دوی اصلاً ناروغان نه دي، یوازې د ویټامین میلانین د کمښت له امله د دوی پوستکي او ویښتان سپین دي، که څه هم موږ په افغانستان کې ډېر داسې خلک نه لرو، دوی ناروغه نه دي او باید د یو روغ انسان په څېر ورسره چلند وشي."

البینیزم یا سپینکي یو جینټیکي ناروغي ده، پر دې ناروغۍ د اخته کس د پوستکي او وېښتانو رنګدانې کمې وي او د لمر یا روښنايۍ پر وړاندې خورا حساس وي.

په یادې ناروغۍ د اخته کسانو د پوستکي او د وېښتانو رنګ تک سپین وي او د سترګو رنګ یې اسماني وي چې لید یې کم او روښنایۍ ته نه‌شي کتلای.

XS
SM
MD
LG