د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

هرات د اتم ځل لپاره د 'زعفران‌ګل' د ملي جشن کوربه دی


ارشیف: د افغانستان زعفران
ارشیف: د افغانستان زعفران

د افغانستان هرات ولایت د اتم ځل لپاره د زعفران ګل د ملي جشن کوربه دی.

د افغانستان په هرات ولایت کې د زعفران د ګل له اتم جشن سره هممهاله د دې هېواد د زعفران کارانو ټولنه وايي، د افغانستان د زعفرانو حاصلات ډېر شوي او دوی تمه لري چې سږ کال له ۳۰ ټنو ډېر زعفران ترلاسه کړي.

په هرات کې دا دوه ورځنی جشن د پنجشنبې له ورځې راهیسې پیل شوی دی.

د افغانستان د زعفران کارانو د ټولنې مشر بشير احمد رشيدي وايي، سږ کال د کارګوګانو او باروړونکو شرکتونو په بيا پيل سره د زعفرانو صادرات هم ډېر دي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "موږ محصولات راټولو او له نېکه‌مرغه سږ کال به له ۳۰ ټنو زیات زعفران ولرو. د همکارو موسسو او اړوند دولتي بنسټونو ښه ملاتړ لرو، کوم چې په دې برخه کې فعالیت لري او له نېکه مرغه د تېر کال په پرتله سږ کال موږ له دې فصل مخکې د ډېرو صادراتو شاهدان وو."

د افغانستان زعفران چې سره زر هم ګنل کېږي، د نړۍ په بازارونو کې ډېر پېرېدونکي لري.

که څه هم په هرات کې د زعفرانو یو شمېر کروندګر او د زعفرانو د شرکتونو مسوولان د زعفرانو د بیې له لوړېدو خوښ دي، خو بیا هم د دوی په خبره د صادراتو لوړ لګښت او نړیوال بازار ته د خلکو کم لاسرسی د دوی د سوداګرۍ پر وړاندې لویې ننګونې ګڼي.

دوی وايي چې د یو کیلو زعفرانو بیه اوس تر ۸۰ زره افغانیو پورې لوړه شوې وه، په داسې حال کې چې پخوا د یو کیلو زعفرانو بیه ۳۰ زره افغانیو ته راټیټه شوې وه.

د مهتاب زعفرانو شرکت مشر ابراهیم عادل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زموږ لویه ستونزه دا ده چې موږ د زعفرانو لپاره په بهر کې د خپلو مشتریانو د غوښتنې د پوره کولو لپاره عصري ماشینونو ته لاسرسی نه لرو، بازار موندنه نه لرو. دوه کاله لارې تړل شوې وې، اوس لارې خلاصې دي او د زعفرانو پر کښت ځينې قيودات دي موږ نړیوال بازار ته کم لاسرسی لرو."

د افغانستان په ځانګړې توګه د هرات زعفران نړیوال شهرت لري.
د افغانستان په ځانګړې توګه د هرات زعفران نړیوال شهرت لري.

د پښتون زرغون ولسوالۍ د زعفرانو د کارګرانو د شرکت مشره شفیقه عطايي او د زعفران د ګل د اتم ملي جشن یوه ګډونواله د نورو ننګونو ترڅنګ په نندارتونونو کې د ښځو له کمرنګ حضور شکایت کوي.

هغه وايي: "موږ د بازارموندنې په برخه کې ستونزې لرو. د زعفرانو د صادراتو په برخه کې ستونزې لرو، بیې یې ډېرې لوړې کړي، له موږ څخه د یو کیلو په سر له ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ ډالرو پورې اخلي، په یو کیلو زعفرانو کې چې تاسو وګورئ. د صادراتو بیه یې تر اصلي بیې لوړېږي او پېرېدونکي یې هم نور غواړي. موږ د نندارتونونو په برخه کې هم ستونزې لرو چې د ښځو ونډه په کې ډېره کمرنګه ده."

دا په داسې حال کې ده چې د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې یو شمېر مسوولانو د پنجشنبې په ورځ د زعفران ګل په اتم ملي جشن کې رسنیو ته وویل چې د روان کال په تېرو ۸ میاشتو کې د څه باندې ۲۱،۵ میلیونو ډالرو په ارزښت څه باندې ۲۱ زره کیلوګرامه زعفران، سعودي عربستان، هند، هسپانیا او نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د افغانستان د زعفران کارانو د ټولنې د معلوماتو له مخې، دا مهال د زعفرانو ۶۴ شرکتونه د دې ټولنې غړيتوب لري او په هرات کې د زعفرانو د تولید ۴۴ ټولنې فعالې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال به اسد میاشت کې د زعفرانو یو شمېر شرکتونو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د زعفرانو په صادراتو کې د ۹۰ سلنه کموالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دوی نړیوال بندیزونه په بانکي سیستم کې ستونزې، د افغانستان او یو شمېر هېوادونو ترمنځ د پروازونو د کمېدل او یا هم بندېدل د افغانستان د زعفرانو د صادراتو د کمېدو اصلي لاملونه ښودلي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG