د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

د افغانستان زعفران د اروپایي ټولنې له‌خوا لومړی مقام ګټلی


د افغانستان زعفران د اروپایي ټولنې د ذایقې د نړیوال انسټیټیوټ له‌خوا لومړی مقام ګټلی دی.
د افغانستان زعفران د اروپایي ټولنې د ذایقې د نړیوال انسټیټیوټ له‌خوا لومړی مقام ګټلی دی.

۲۴ کاله وړاندې هغه مهال چې لا پر افغانستان د طالبانو رژیم حاکم و، د دغه هېواد په لویدیځ، د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې ۳ کروندګرو د زعفرانو په نوم یو بوټی وکاره.

د افغانستان د زعفرانو د بابا په نوم مشهور محمد اکبر، موسی خان او عبدالرزاق هغه کسانو وو چې د یوه روښانه راتلونکي په هیله يې زعفران د ډاکار مؤسسې په مالي مرسته په ۳۰۰مټره مربع ځمکه کې وکرل.

دا ۳ تنه په افغانستان کې له لومړیو هغه کسانو شمېرل کېږي چې زعفران یې په دې خاوره کرلي.

محمد اکبر د روان کال په وږي میاشت کې ومړ او موسی خان هم څو کاله وړاندې له نړۍ وکوچېد.

د افغانستان د زعفران بابا محمداکبر پرون په حق ورسېد. 2020.15.9
د افغانستان د زعفران بابا محمداکبر پرون په حق ورسېد. 2020.15.9

خو عبدالرازق چې لا ژوندی دی وایي، د هېواد په لویدیځ کې یې د کوکنارو پرځای زعفران پر خلکو وپېژندل.

نوموړي زیاته کړه: "موږ د ډاکار مؤسسې په مرسته له درې سوه مترو مربع ځمکې پیل وکړ او همداسې مخکې ولاړو. هغه مهال ټولو کوکنار کرل، خو په هرات کې د کوکنارو ځای زعفرانو ونیو. هم یې بیه لوړه ده او هم یې کښت حلال دی. "

تازه د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د افغانستان زعفرانو د څلورم ځل لپاره د خوند یا ذایقې په برخه د اروپایي ټولنې د ذایقې د نړیوال انسټیټیوټ له‌خوا لومړی مقام ګټلی دی.

په هرات کې یو کروندګر د زعفرانود کښت څارنه کوي.
په هرات کې یو کروندګر د زعفرانود کښت څارنه کوي.

د‌ دې وزارت ویاند فواد احمدي وايي: "یوازې د روان کال په درې ربعو کې د هوایي دهلېزونو له لارې د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت له پروسس او بسته بندۍ وروسته صادر شوي دي. دا ‌مهال د نړۍ له ۶۵ زیاتو هېوادونو سره ښې سوداګریزې اړیکې لرو او ډېر صادرات مو هم زعفران دي. "

اوس- اوس د ټول هېواد په اته زره هکټاره ځمکه کې زعفران کرل کېږي.

د افغانستان د کرنې، اوبو ‌لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، روان کال د زعفرانو حاصل لس سلنه زیات شوی او نږدې ۲۱ زره کیلوګرامه ته رسېږي.

ښاغلي رستمي زیاته کړه: "د زعفرانو د کښت ساحه اته زره هکټارو ته رسېږي چې د تېرکال پرتله لس سلنه زیاتوالی ښیي. تېرو څو کلونو کې د زعفرانو په کښت، حاصل، پروسس او بسته بندۍ کې د پام وړ پرمختګ شوی او اوس په ۳۴ ولایتونو کې کرل کېږي چې ډېر کښت یې په هرات، فراه او بلخ کې دی."

د افغانستان د کرنې، اوبو ‌لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي
د افغانستان د کرنې، اوبو ‌لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

هرات اوس مهال په افغانستان کې د زعفرانو د کښت له ادرسه لومړی مقام لري او په نړیوال بازار کې یې هم پېرودونکي ښه دي.

خو له دې ټولو سره- سره د زعفرانو د کښت کوونکو لپاره لویه ستونزه په کور دننه د دې بوټي کمه بیه ده.

کلونه وړاندې د افغانستان دننه د زعفرانو هرکیلو نږدې سل زره افغانۍ بیه درلوده، خو اوس تر څلوېښت زرو رسېږي.

د زعفرانو کروندګر له افغان حکومته غواړي چې د دې بوټي لپاره یوه ځانګړې بیه معلومه کړي چې د قاچاقي پلور او پېر مخنیوی يې وشي.

XS
SM
MD
LG