خبرونه
تمه ده هرات کې د 'زعفران ګل' ۶م لوی نندارتون جوړ شي
ټاکل شوې نن د پنجشنبې (د لړم ۲۲مه) په ورځ په هرات ولایت کې د 'زعفران ګل' شپږم لوی نندارتون جوړ شي.
د افغانستان د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډيو ته وویل، د وړاندوینې له مخې روان کال به د تېر کال پرتله د زعفرانو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راشي.
هرات د افغانستان د زعفرانو لوی تولیدونکی ولایت دی چې د هېواد ۹۰ سلنه زعفران تولیدوي.
د رستمي په وینا روان کال په ټول هېواد کې د زعفرانو کښت کې زر هکتاره نور هم زیاتوالی راغلی او د بامیان، غزني، دایکندي، بدخشان او یو شمېر نورو سړو ولایتونو په ګډون په ۳۴ ولایتونو کې زعفران کرل شوي دي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې تېر لمریز کال په ټول افغانستان کې ۲۰ مټریک ټنه زعفران تولید شوي، د صادر شوي زعفرانو ټولیزه بیه ۲۷ میلیونه ډالره کېده.
دم ګړۍ له ایران څخه وروسته افغانستان د زعفرانو لوی صادرکوونکی هېواد دی چې هند، چین، متحده عربي امارت، سعودي عربستان او یو شمېر اروپايي هېوادونو او حتی امریکا ته صادرات لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د یوناما په نوي درې میاشتنی راپور کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودل شوې
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت- یوناما د نجونو او ښځو له حقونو نیولې تر ملکي تلفاتو، اعدامونو او بدني مجازاتو پورې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.
یوناما په دې تازه راپور کې، چې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر او ډسمبر میاشتو ترمنځ موده رانغاړي ویلي چې د دې درې میاشتني راپور د جوړېدو په اوږدو کې واکمنو طالبانو پر ښځو او نجونو محدودیتونه زیات کړل، د طبي علومو په موسسو کې یې د ښځو پر تعلیم بندیز ولګاوه او د امربالمعروف د قانون تطبیق ته یې چې د یوناما په وینا د ښځو او نجونو اساسي آزادۍ زیانمنوي دوام ورکړ.
د راپور له مخې د ۲۰۲۴ کال د پای په دریو میاشتو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د ناموسي وژنو او د کم عمره نجونو د جبري ودونو په ګډون د جنسیت پربنسټ تشدد دوام درلود.
په راپور کې دا یادونه هم شوې چې په دې ترڅ کې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې، د ملي مقاومت جبهې او نورو وسله والو ډلو په حملو کې ملکي وګړو ته هم زیان اوښتی دی.
یوناما په خپل راپور کې د دې دریو میاشتو په ترڅ کې پر رسنیو د فشار د زیاتولو لپاره د طالبانو اقدامات هم یاد کړي او ویلي یې دي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون ډېرې رسنۍ اغېزمنې کړې دي.
طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د ملګروملتونو او د بشري حقونو د ډلو له پرله پسې انتقادونه سره مخامخ دي خو په چلند کې یې تراوسه هېڅ بدلون نه دی راغلی.
کولبمیا له امریکا څخه د کډوالو د انتقال شرایط منلي
سپینه ماڼۍ وايي چې د کولمبیا حکومت له متحدوایالتونو څخه، دې هېواد ته د کډوالو د انتقال په اړه د ولسمشر ډونالډټرمپ شرایط منلي دي.
د یکشنبې په ورځ وروسته له دې کولمبیا له امریکا څخه د ایستل شویو کډوالو دوو الوتنو ته اجازه ورنه کړه، ښاغلي ټرمپ پر دې هېواد د تعرفې د لوړولو په ګډون د یولړ بندیزونو د لګولو خبرداری ورکړ.
سپینې ماڼۍ بېګا ناوخته په یوه بیان کې وویل چې کولمبیا اوس مهال د امریکا له ټولو شرایطو، له هغې ډلې له محدودیت او ځنډ پرته او حتی د امریکا په پوځي الوتکو کې له متحدوایالتونو څخه د ټولو ایستل شویو غیرقانوني کډوالو له منلو سره موافقه کړې ده.
په بیان کې راغلي دي چې که کولمبیا پر خپله ژمنه ونه درېږي، نو پر دې هېواد د تعرفې او بندیزونه سند به لاسلیک شي.
سپینې ماڼۍ ویلي دي چې پر کولمبیايي چارواکو د سفر او ویزو ممنوعیت به دې هېواد ته د کډوالو تر لومړۍ الوتنې پورې پرځای پاتې وي.
د کولمبیا د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې دا خبره تایید کړې، او ویلي یې دي چې دا هېواد له امریکا د ایستل شویو کډوالو منلو ته چمتو دی.
چین له افغانستان او ځینو نورو هېوادونو د څارویو او چرګانو واردات بند کړل
چین له حیواناتو څخه انسان ته د ناروغیو د سرایت د مخنیوي په مقصد د افغانستان په ګډون د یوشمېر آسیايي، افریقايي او اروپايي هېوادونو د څارویو او چرګانو پر واردولو بندیز لګولی دی.
چین ویلي دي چې د پسونو او وزو د تڼاکو د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره یې له افغانستان، پاکستان، فلسطین، نیپال او بنګلدېش څخه د پسونو او وزو او د دې دوو څاریو د غوښې واردول بند کړي دي.
دا بندیز داسې مهال اعلانېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان په بېلابېلو هېوادونو کې د ځینو ساري ناروغیو د خپراوي خبرې ورکړ او ورپسې د چین د ګمرکونو عمومي ادارې د جنوري په ۲۱مه په دې اړه یولړ بیانونه خپاره کړل.
د دې بیانونو له مخې چین د غوښې له لویو تولیدوونکو هېوادو لکه غنا، قطر، سومالیا، کانګو، نایجریا، مصر، بلغایا او نورو هېوادونو څخه د غوښې او له جرمني څخه د خنځیر او د خنځیر د غوښې پر وارداتو هم بندیز لګولی.
شپږ میلیونه ماشومان د پولیو ضد واکسینیږي
د افغانستان په شپاړسو ولایتونو کې نن د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پرضد د واکسین کمپاین پیل شو.
باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي، د روغتیا وزارت د سرچینو له قوله خبر ورکړی چې دا درې ورځنی کمپاین په پلازمېنه کابل او ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کندهار، هلمند، زابل، روزګان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، بغلان، هرات او بادغیس ولایتونو کې روان دی.
د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت مخکې ویلي و، چې د دې کمپاین په ترڅ کې له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا شپږ میلیون ماشومانو ته د پولیو د واکسین څاڅکي ورکړل شي.
د اوکرایین په اړه د اروپايي ټولنې غونډه
ټاکل شوې چې د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیران نن په بروکسل کې په خپله غونډه کې د اوکراین د جګړې، له امریکا سره د اړیکو او د منځني ختیځ د روان وضعیت په اړه بحث وکړي.
د اروپايي ټولنې وزیران به د اوکراین د بهرنیوچارو د وزیر اندرې سیبیها له څرګندونو وروسته د اوکراین او روسیې د جګړې په اړه بحث وکړي.
همداراز په داسې حال کې چې اروپايي ټولنه پر دمشق د لګېدلو بندیزونو په اړه غور کوي، په نننۍ غونډه کې به د سوریې د روانو حالاتو په اړه هم خبرې وشي.
د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ اوربند بله هغه مسئله ده چې د بروکسل د غونډې په اجنډا کې شامله ده.
د ولسمشر ډونالډټرمپ له لوړې وروسته دا لومړی ځل دی چې د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیران غونډه کوي او تمه ده چې د اروپا ټاپ ډیپلوماتان به له متحدوایالتونو سره د اروپايي ټولنې د اړیکو د راتلونکې په اړه هم خبرې وکړي.
کولمبیا له غیر قانوني کډوالو ډکې الوتکې رد کړې، ټرمپ ورباندي د ۲۵٪ تعرفې لګولو خبرداری ورکړ
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له امریکا د ایستل شویو کډوالو د دوو الوتنو د منلو د کولمبیا د ردولو په غبرګون کې پر دغه هېواد د ۲۵سلنه تعرفو لګولو په ګډون ځینې بندیزونه اعلان کړل.
ښاغلي ټرمپ پر Truth social پلټفارم په یوه پوسټ کې د یکشنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۶ مه ویلي چې د کلمبیا دغه اقدام د امریکا د مليامنیت او عمومي خوندیتوب پر وړاندې ګواښ دی.
ټرمپ زیاته کړې چې خپلې ادارې ته یې امر کړی چې د کلمبیا پر هغو سوداګریزو توکو چې امریکا ته ور واردېږي، ۲۵ سلنه تعرفې ولګوي او داتعرفې دې په یوه اونۍ کې ۵۰ سلنو ته لوړې کړي.
ولسمشر ټرمپ دغه راز د کولمبیا د حکومتي چارواکو پر سفر بندیز او د دوی پر “متحدینو او ملاتړو" د ویزې محدودیتونه هم اعلان کړي دي.
سره میاشت ټولنه: ۳۱ په زړه سوري ماشومان مو روغتونونو ته ورپېژندلي دي
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي چې ۳۱ زړه سوري ناروغ ماشومان یې د کابل شپږو روغتونونو ته د درملنې لپاره ورپېژندلي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې دغې ادارې د یکشنبې په ورځ د دلوې په ۷ نېټه په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې د دغو ماشومانو ددرملنې او جراحۍ لګښت به د افغاني سرې میاشتې ټولنې لخوا برابرېږي.
وړاندې یادې ادارې په جدي میاشت کې هم د زړه سوري ۱۸ ناروغ ماشومان هم په کابل کز د درملنې لپاره څلور روغتونونو ته معرفي کړي وه.
نن د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو واکیسناسیون پیلیږي
ټاکل شوې نن دوشنبه د دلوې په ۸ نېټه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین تطبیقولو کمپاین پیل شي.
“له پولیو خلاص افغانستان» په نوم یو بنسټ د یکشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا کمپاین به په کندهار، هلمند، اروزګان، زابل،پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کابل، بغلان، هرات او بادغیس ولایتونو کې ترسره شي.
له څو مودو راهیسې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو د تطبیقولو کمپاین کور په کور نه ترسره کېږي او ډیری ماشومان په جوماتونوکې دغه واکیسن تر لاسه کوي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو په ختمولو توانېدلي نه دي .
که څه هم په روان میلادي کال کې په افغانستان کې لا د پولیو د کومې نوې مثبتې پېښې د ثبتېدو خبر نه دی ورکړل شوی، خو د روغتیا نړیوالسازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې په دغه هېواد د ګوزڼ ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
این ویروس نخاع یا رشتۀ مهم عصبی در میان ستون فقرات را هدف قرار میدهد و باعث فلج بدن میشود.
پولیو ساري او ویروسي ناروغۍ ده چې درملنه نه لري او یوازې د واکسین تطبیق کولای شي ماشومان له دغه ویروسه وساتي.
دا ویروس د انسان د ملا تیر ترمنځ مهمې عصبي رشتې په نښه کوي او د فلج کېدو لامل ګرځي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له کرد جنګیالیو سره د مبارزې لپاره سیمه ییزه همکاري غوښتې
د ترکیه د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په سوریې او عراق کې د کُرد جنګیالیو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د سیمه ییزو ګډو هڅو غوښتنه کړې ده.
فیدان دغه غوښتنه د یکشنبې په ورځ (د دلوې په ۷) نېټه بغداد ته د سفر پر مهال مطرح کړې ده.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د کردستان د ګارګرانو ګوند PKK چې له څو لسیزو راهیسې یې د ترکیې د دولت پر ضد حملې کړي، دعراق په کردستان خپلواکه سیمه کې اډې لري،چېرې چې د ترکیې پوځي اډې هم موجودې دي.
“پي کې کې“ د ترکیې او لودیځو متحدینو له لوري یې د یو ترهګر سازمان په توګه پیژندل کېږي او انقره هم په سوریه کې کردي ځواکونه له دېډلې سره د اړیکو په درلودلو تورنوي.
عراق ته د فیدان سفر داسې مهال شوی چې د عراق دوه پوله ساتي ځواکونه د جمعې په ورځ د ترکیې پولې ته نږدې ووژل شول.
بغداد پي کې کې د دغې پښې پړ بللي دي.
د سوډاني پوځ مشر له بیرته نیولې مرکزي قومندانۍ لیدنه وکړه
د سوډان د پوځ عمومي مشر دوه ورځې وروسته له هغه چې ځواکونو یې دا په پلازمېنه خرطوم کې د اردو قوماندانۍ ودانۍ له وسله والو جنګیالیوبیرته ونیوله، د یکشنبې په ورځ (د جنوري په ۲۶مه) له دې ودانۍ لیدنه وکړه.
عبدالفتاح البرهان د پوځو قوماندانانو ته وویل چې د اردو ځواکونه یې په بهترین وضعیت کې دي.
د اردو عمومي قوماندانۍ د ودانۍ بیرته نیول د پام درمان ښار د واک له تر لاسه کولو وروسته د سوډان د پوځ تر ټولو لویه بریا ده.
دا ښار د نیل سیند په لویدیځه غاړه کې دی چې او پوځ یې هم نږدې یو کال مخکې کنټرول خپل کړ.
په سوډان کې جګړه د دغه هېواد د اردو او “د چټک مللتړ ځواکونو” په نوم جنګیالو تر منځ د ۲۰۲۳ کال په اپرېل میاشت کې پیل شوې ده.
د دې جګړو له امله لسګونه کسان وژل شوي او د نلګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له دې امله له ۱۲ میلیونو زیات خلک بې ځایه شوي دي.
دغه راز جګړه په سوډان کې جګړه د بشري ناورین لامل هم ګرځېدلې ده.