د لاسرسۍ وړ لېنکونه
تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۴
د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو ښځې له اساسي حقونو بې‌برخې کړي دي
يو شمېر افغان مېرمنې پر دوی د لګول شويو محدوديتونو وروسته د لاريون پر مهال
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، له هغه وخته چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، دوی داسې قوانین او پالیسۍ تحمیل کړې، چې په پراخه کچه یې ښځې له خپلو اساسی حقونو لکه، زده‌کړې، کار، بیان او سفر له حقه بې‌برخې کړې دي.
دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خپل کلني راپور په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر وړاندې د سختو دریځو قوانینو پلي کولو د دوی په ټولو حقونو، لکه د ژوند کولو، معیشت، سر پناه، روغتیايي خدمتونو ته لاس‌رسي، خوړو او اوبو باندې اغېز کړی.
د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې دا هم راغلي، چې د طالبانو په حکومت کې ښځو ته د قضا یا هم ملکي برخې په ګډون، ښځو ته په لوړه کچه د کار کولو اجازه نه‌ده ورکړل شوې، د دې تر څنګ یې ښځې له محرم پرته له سفر کولو منع کړې او د طالبانو قوانینو ښځې یوازې له کوره له وتلو هم منع کړي.
د بشري حقونو د څار سازمان دا هم وايي، چې طالبانو ټولې ښځې حتی په ټلوېزیون کې هم ښځینه خبریالانې مخ پټولو ته اړې کړي.
ياد سازمان زیاته کړې چې طالبانو د لاریون کوونکو ښځو د جلا کولو لپاره هم له حد وتلی له زور زیاتي څخه کار اخیستی، لاریون کوونکې نجونې یا هم د دوی د کورنۍ غړي یې په خپل سر بندیان کړي او وهلې یې هم دي.
يو شمېر افغان نجونې د لاريون پر مهال
يو شمېر افغان نجونې د لاريون پر مهال
طالب چارواکو د بشري حقونو د څار د سازمان د دغه راپور په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو پخوا یې د ښځو د حقونو د نقص په اړه ویلې وو، چې دا د افغانستان کورنۍ موضوع ده او دوی ښځو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي دي.
"د طالبانو پر راتګ سره پر ښځینو ډېر زیات محدودیتونه ولګېدل
دا په داسې حال کې دی چې په ښځو باندې د طالبانو د محدودیتونو په اړه افغانې ښځې وایي، داسې ښکاري چې د طالبانو شل کلنه جګړه یوازې ښځو سره د مبارزې لپاره وه او بله موخه یې نه درلودله.
د پوهنتون استادې محمودې تقوا ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د طالبانو په راتګ سره پر ښځینو ډېر زیات محدودیتونه ولګېدل، داسې انګېرل کېږي چې د اسلامي امارت شل کلنه جګړه یوازې د ښځو سره د مبارزې لپاره وه نو دا ټولې هغه ستونزې دي چې د ښځو پر وړاندې دي، نه یوازې ښځې بلکې د هغوی کورنۍ او ټولنې ته هم زیان ور رسیږي."
د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د جنسیتي نابرابرۍ له امله افغانستان د ښځو او نجونو په برخه کې تر ټولو په بد هېواد بدل شوی.
په چادرۍ کې پټې افغانې ورزشکارانې؛ د طالبانو د ګواښونو منځ کې د افغان ښځينه ورزشکارانو انځورونه
کابل کې د افغان ښځينه فوټبال لوبډلې يو انځور
1/13 کابل کې د افغان ښځينه فوټبال لوبډلې يو انځور
نجونې او ښځې بايد خپل هويټ په چادرۍ کې پټ کړي، يو هر اړخيز حجاب چې مخ په بشپړ ډول پوښي او يوازې د ليدو لپاره د دوی د سترګو په وړاندې يوه خلا پرېږدي. د ډارولو، ګواښونو او په ځينو مواردو کې د کورنۍ د غړو له‌خوا د وهلو له امله دوی د سپورت کولو له وجې ورسره مخ کېږي.
د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له بياځلي رسېدو وروسته، طالبانو د ښځو په ورځني ژوند کې د محدوديتونو د ټينګولو لپاره د کمپاين د يوې برخې په توګه ښځې له هر ډول ورزش کولو منع کړې.
يوه افغانه د رزمي هنرونو ګډ ورزشکار له کپ، کمربند او مډالونو سره چې له دغه سپورټ څخه يې ترلاسه کړي ليدل کېږي.
2/13 يوه افغانه د رزمي هنرونو ګډ ورزشکار له کپ، کمربند او مډالونو سره چې له دغه سپورټ څخه يې ترلاسه کړي ليدل کېږي.
دا ځوانه ښځه چې د خپل مور وهل او د ګاونډيانو خندا يې زغملې، ټوټه ټوټه شوې ده، ويې ويل: "زه نوره هغه نه‌يم، له هغه وخته چې طالبان راغلل داسې احساسووم چې زه مړه يم."
د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له بياځلي رسېدو وروسته، طالبانو د ښځو په ورځني ژوند کې د محدوديتونو د ټينګولو لپاره د کمپاين د يوې برخې په توګه ښځې له هر ډول ورزش کولو منع کړې.
يوه افغانه نجلۍ په کابل کې د تکواندو د تمرين پر مهال
3/13 يوه افغانه نجلۍ په کابل کې د تکواندو د تمرين پر مهال
د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له بياځلي رسېدو وروسته، طالبانو د ښځو په ورځني ژوند کې د محدوديتونو د ټينګولو لپاره د کمپاين د يوې برخې په توګه ښځې له هر ډول ورزش کولو منع کړې.
د يوې افغانې ښځې انځور چې کابل کې د موی تای تمرين کوي.
4/13 د يوې افغانې ښځې انځور چې کابل کې د موی تای تمرين کوي.
يوه بله ښځه سرينا چې شل کلنه ده او د رزمي هنرونو ګډه ورزشکاره ده، يادونه  کوي چې څنګه د ۲۰۲۱ اګست کې کله چې هغې د کابل په يوه جېم کې د سيمه‌ييزو ښځو په ټورنمنټ کې برخه اخيستې وه، د ليدونکو او ګډونوالو په منځ کې دا خبره خپره شوه چې طالبان جنګيالي د ښار بهر ته راغلي دي.
ټولې ښځې او نجونې له تالار څخه وتښتېدې. دا وروستۍ سيالي وه چې هغې په‌کې برخه اخيستې وه.
د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له بياځلي رسېدو وروسته، طالبانو د ښځو په ورځني ژوند کې د محدوديتونو د ټينګولو لپاره د کمپاين د يوې برخې په توګه ښځې له هر ډول ورزش کولو منع کړې.
طالبانو هم هغه کسان ډارولي او يا يې ځورولي دي چې مخکې يې تمرين کاوه.
5/13 په کابل کې يوه افغانه ښځينه سوک‌وهونکې
طالبانو هم هغه کسان ډارولي او يا يې ځورولي دي چې مخکې يې تمرين کاوه.
دوی حتی خبرداری ورکړی چې په يوازې توګه دې تمرين نه‌کوي.
د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له بياځلي رسېدو وروسته، طالبانو د ښځو په ورځني ژوند کې د محدوديتونو د ټينګولو لپاره د کمپاين د يوې برخې په توګه ښځې له هر ډول ورزش کولو منع کړې.
يوه افغانه نجلۍ کابل کې له خپل سيکټ تختې سره
د طالبانو له راتګ وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تللو منع شوي دي
تېره ميلادي مياشت طالبانو امر وکړ چې د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو دروازې دې د ښځينه محصلانو پر مخ وتړل شي.
6/13 يوه افغانه نجلۍ کابل کې له خپل سيکټ تختې سره
د طالبانو له راتګ وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تللو منع شوي دي
تېره ميلادي مياشت طالبانو امر وکړ چې د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو دروازې دې د ښځينه محصلانو پر مخ وتړل شي.
د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له بياځلي رسېدو وروسته، طالبانو د ښځو په ورځني ژوند کې د محدوديتونو د ټينګولو لپاره د کمپاين د يوې برخې په توګه ښځې له هر ډول ورزش کولو منع کړې.
د يوې افغانې ښځې انځور چې په کابل کې يې د جيو جيتسو ورزشي رشته پر مخ وړله
هغه غواړي خپل فزيکي ځواک په مارتول د موټر د ټاير په ټکولو سره زيات کړي.
7/13 د يوې افغانې ښځې انځور چې په کابل کې يې د جيو جيتسو ورزشي رشته پر مخ وړله
هغه غواړي خپل فزيکي ځواک په مارتول د موټر د ټاير په ټکولو سره زيات کړي.
د راپورونو له‌مخې طالب چارواکو ژمنه کړې وه چې له اووم تر دولسم ټولګيو نجونو زده‌کوونکو ته به اجازه ورکوي چې بېرته ښوونځيو ته ولاړې شي، خو دوی خپله ژمنه پوره نه‌کړه.
د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له بياځلي رسېدو وروسته، طالبانو د ښځو په ورځني ژوند کې د محدوديتونو د ټينګولو لپاره د کمپاين د يوې برخې په توګه ښځې له هر ډول ورزش کولو منع کړې.
يوه افغانه مېرمن کابل کې له خپل سپورټي بايسکل سره
طالبانو لا هم د ښځو په پارکونو او جېمونو ته پر تګ محدوديتونه وضع کړي او له هغوی يې غوښتي چې عامه ځايونو ته د تګ پرمهال خپل مخونه او ويښتان پټ کړي. په دې وروستيو کې طالبانو يو حکم صادر کړ چې ښځې يې په نادولتي مؤسسو کې له کار کولو منع کړې.
8/13 يوه افغانه مېرمن کابل کې له خپل سپورټي بايسکل سره
طالبانو لا هم د ښځو په پارکونو او جېمونو ته پر تګ محدوديتونه وضع کړي او له هغوی يې غوښتي چې عامه ځايونو ته د تګ پرمهال خپل مخونه او ويښتان پټ کړي. په دې وروستيو کې طالبانو يو حکم صادر کړ چې ښځې يې په نادولتي مؤسسو کې له کار کولو منع کړې.
د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له بياځلي رسېدو وروسته، طالبانو د ښځو په ورځني ژوند کې د محدوديتونو د ټينګولو لپاره د کمپاين د يوې برخې په توګه ښځې له هر ډول ورزش کولو منع کړې.
افغان مېرمنې کابل کې د وشو رزمي ورزش د تمرين په حالت کې
مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسيږي، په ژوره محافظه کاره افغاني ټولنه کې، ډېرو د ښځو له سپورت سره مخالفت کاوه چې دا د ښځو کرامت او په ټولنه کې د دوی ځای ته سپکاوی دی.
9/13 افغان مېرمنې کابل کې د وشو رزمي ورزش د تمرين په حالت کې
مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسيږي، په ژوره محافظه کاره افغاني ټولنه کې، ډېرو د ښځو له سپورت سره مخالفت کاوه چې دا د ښځو کرامت او په ټولنه کې د دوی ځای ته سپکاوی دی.
د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له بياځلي رسېدو وروسته، طالبانو د ښځو په ورځني ژوند کې د محدوديتونو د ټينګولو لپاره د کمپاين د يوې برخې په توګه ښځې له هر ډول ورزش کولو منع کړې.
کابل کې د کرېکټ يوه ښځينه لوبغاړې
د طالبانو د المپيک کمېټې يو وياند ويلي، چارواکي په دې لټه کې دي چې د ښځو لپاره د سپورت د جلا ځايونو په جوړولو سره د ورزش بيا پيل لپاره لار هواره کړي. خو هغه دقيق وخت نه دی ښودلی او ويلي يې دي چې د دې کار لپاره به بوديجې ته هم اړتيا وي.
10/13 کابل کې د کرېکټ يوه ښځينه لوبغاړې
د طالبانو د المپيک کمېټې يو وياند ويلي، چارواکي په دې لټه کې دي چې د ښځو لپاره د سپورت د جلا ځايونو په جوړولو سره د ورزش بيا پيل لپاره لار هواره کړي. خو هغه دقيق وخت نه دی ښودلی او ويلي يې دي چې د دې کار لپاره به بوديجې ته هم اړتيا وي.
د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له بياځلي رسېدو وروسته، طالبانو د ښځو په ورځني ژوند کې د محدوديتونو د ټينګولو لپاره د کمپاين د يوې برخې په توګه ښځې له هر ډول ورزش کولو منع کړې.
يوه افغانه مېرمن چې کابل کې د واليبال لوبه کوي
يوه بله ښځه نکل کوي او وايي: "کله چې طالبان کابل ته ننوتل، روزونکي يې مور سره اړيکه ونيوله او ورته يې وويل چې لور دې له هېواده بهر کړه، خو مور يې د پيغام له رسولو ډډه وکړه او نه يې غوښتل چې لور يې هېواد پرېږدي. کله چې د دې پيغام په اړه پوه شوه د خپل لاس رګونه يې پرې کړل او روغتون پورې ورسېدله، هغې وويل: "نړۍ زما لپاره تياره شوې ده."
11/13 يوه افغانه مېرمن چې کابل کې د واليبال لوبه کوي
يوه بله ښځه نکل کوي او وايي: "کله چې طالبان کابل ته ننوتل، روزونکي يې مور سره اړيکه ونيوله او ورته يې وويل چې لور دې له هېواده بهر کړه، خو مور يې د پيغام له رسولو ډډه وکړه او نه يې غوښتل چې لور يې هېواد پرېږدي. کله چې د دې پيغام په اړه پوه شوه د خپل لاس رګونه يې پرې کړل او روغتون پورې ورسېدله، هغې وويل: "نړۍ زما لپاره تياره شوې ده."
د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له بياځلي رسېدو وروسته، طالبانو د ښځو په ورځني ژوند کې د محدوديتونو د ټينګولو لپاره د کمپاين د يوې برخې په توګه ښځې له هر ډول ورزش کولو منع کړې.
کابل کې د باسکټبال يوه افغانه ورزشکاره
12/13 کابل کې د باسکټبال يوه افغانه ورزشکاره
د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له بياځلي رسېدو وروسته، طالبانو د ښځو په ورځني ژوند کې د محدوديتونو د ټينګولو لپاره د کمپاين د يوې برخې په توګه ښځې له هر ډول ورزش کولو منع کړې.
دوه افغان مېرمنې کابل کې د موی تای تمرين کوي
13/13 دوه افغان مېرمنې کابل کې د موی تای تمرين کوي
يوې بلې ورشکارې مېرمنې وويل: "که ژوند هم سخت و، پر خپل ځان مې باور درلود او پوهېدم چې په خپلو هڅو هغه کار چې وغواړم ترسره کولی يې شم، خو اوس ډېره هيله نه‌لرم."
د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له بياځلي رسېدو وروسته، طالبانو د ښځو په ورځني ژوند کې د محدوديتونو د ټينګولو لپاره د کمپاين د يوې برخې په توګه ښځې له هر ډول ورزش کولو منع کړې.
Previous slide
Next slide
خو د ښځو د حقونو ځینې فعالانې وایي، چې د دغه راپور د چمتو کولو پر ځای باید نړیواله ټولنه د طالبانو له‌خوا، د ښځو د حقونو د ښکاره سر غړونو پر تړاو ژر تر ژره اقدام وکړي.
مدني فعاله ترنم سعیدي د طالبانو له‌خوا پر ښځو د لګېدلو بندیزونو په اړه ازادي راډیو ته وویل، ښځې ورځ په ورځ له خپلو حقونو بې برخې کېږي او په تیاره او په بې‌برخلیک چاپیریال کې ژوند کوي.
"دوی د ښځو ټول انساني، مدني او د ژوند کولو حقونه تر پښو لاندې کړي
نوموړې وايي: "دوی د ښځو ټول انساني، مدني او د ژوند کولو حقونه تر پښو لاندې کړي، او افغانستان یې په یو داسې دوزخ بدل کړی چې خلک په اساني په‌کې ساه هم نه‌شي اخیستلای، زه خواشینې یم چې د دغو ټولو کړنو پر وړاندې یوازې ګزارشونه جوړیږي، نوره چوپ چوپتیا ده، هیڅ کوم اقدام نه‌شته، موږ اړتیا لرو چې یو فوري او جدي اقدام وشي او طالبان له افغانستان وویستل شي."
پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته د ښځو پر ژوند سخت محدودیتونه لګېدلي دي، چې تر ټولو وروستي یې دوی له لوړو زده‌کړو او په نادولتي مؤسسو کې هم له کار کولو راګرځول شوې دي.
راپور له دې برخې دی.
اړوند مطالب
XS
SM
MD
LG