د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته د طالبانو له بياځلي رسېدو وروسته، طالبانو د ښځو په ورځني ژوند کې د محدوديتونو د ټينګولو لپاره د کمپاين د يوې برخې په توګه ښځې له هر ډول ورزش کولو منع کړې.
په چادرۍ کې پټې افغانې ورزشکارانې؛ د طالبانو د ګواښونو منځ کې د افغان ښځينه ورزشکارانو انځورونه

۱
کابل کې د افغان ښځينه فوټبال لوبډلې يو انځور
نجونې او ښځې بايد خپل هويټ په چادرۍ کې پټ کړي، يو هر اړخيز حجاب چې مخ په بشپړ ډول پوښي او يوازې د ليدو لپاره د دوی د سترګو په وړاندې يوه خلا پرېږدي. د ډارولو، ګواښونو او په ځينو مواردو کې د کورنۍ د غړو لهخوا د وهلو له امله دوی د سپورت کولو له وجې ورسره مخ کېږي.

۲
يوه افغانه د رزمي هنرونو ګډ ورزشکار له کپ، کمربند او مډالونو سره چې له دغه سپورټ څخه يې ترلاسه کړي ليدل کېږي.
دا ځوانه ښځه چې د خپل مور وهل او د ګاونډيانو خندا يې زغملې، ټوټه ټوټه شوې ده، ويې ويل: "زه نوره هغه نهيم، له هغه وخته چې طالبان راغلل داسې احساسووم چې زه مړه يم."

۳
يوه افغانه نجلۍ په کابل کې د تکواندو د تمرين پر مهال

۴
د يوې افغانې ښځې انځور چې کابل کې د موی تای تمرين کوي.
يوه بله ښځه سرينا چې شل کلنه ده او د رزمي هنرونو ګډه ورزشکاره ده، يادونه کوي چې څنګه د ۲۰۲۱ اګست کې کله چې هغې د کابل په يوه جېم کې د سيمهييزو ښځو په ټورنمنټ کې برخه اخيستې وه، د ليدونکو او ګډونوالو په منځ کې دا خبره خپره شوه چې طالبان جنګيالي د ښار بهر ته راغلي دي.
ټولې ښځې او نجونې له تالار څخه وتښتېدې. دا وروستۍ سيالي وه چې هغې پهکې برخه اخيستې وه.

۵
په کابل کې يوه افغانه ښځينه سوکوهونکې
طالبانو هم هغه کسان ډارولي او يا يې ځورولي دي چې مخکې يې تمرين کاوه.
دوی حتی خبرداری ورکړی چې په يوازې توګه دې تمرين نهکوي.

۶
يوه افغانه نجلۍ کابل کې له خپل سيکټ تختې سره
د طالبانو له راتګ وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تللو منع شوي دي
تېره ميلادي مياشت طالبانو امر وکړ چې د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو دروازې دې د ښځينه محصلانو پر مخ وتړل شي.

۷
د يوې افغانې ښځې انځور چې په کابل کې يې د جيو جيتسو ورزشي رشته پر مخ وړله
هغه غواړي خپل فزيکي ځواک په مارتول د موټر د ټاير په ټکولو سره زيات کړي.
د راپورونو لهمخې طالب چارواکو ژمنه کړې وه چې له اووم تر دولسم ټولګيو نجونو زدهکوونکو ته به اجازه ورکوي چې بېرته ښوونځيو ته ولاړې شي، خو دوی خپله ژمنه پوره نهکړه.

۸
يوه افغانه مېرمن کابل کې له خپل سپورټي بايسکل سره
طالبانو لا هم د ښځو په پارکونو او جېمونو ته پر تګ محدوديتونه وضع کړي او له هغوی يې غوښتي چې عامه ځايونو ته د تګ پرمهال خپل مخونه او ويښتان پټ کړي. په دې وروستيو کې طالبانو يو حکم صادر کړ چې ښځې يې په نادولتي مؤسسو کې له کار کولو منع کړې.

۹
افغان مېرمنې کابل کې د وشو رزمي ورزش د تمرين په حالت کې
مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسيږي، په ژوره محافظه کاره افغاني ټولنه کې، ډېرو د ښځو له سپورت سره مخالفت کاوه چې دا د ښځو کرامت او په ټولنه کې د دوی ځای ته سپکاوی دی.

۱۰
کابل کې د کرېکټ يوه ښځينه لوبغاړې
د طالبانو د المپيک کمېټې يو وياند ويلي، چارواکي په دې لټه کې دي چې د ښځو لپاره د سپورت د جلا ځايونو په جوړولو سره د ورزش بيا پيل لپاره لار هواره کړي. خو هغه دقيق وخت نه دی ښودلی او ويلي يې دي چې د دې کار لپاره به بوديجې ته هم اړتيا وي.