د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۱

روغتیا وزارت: له لږو امکاناتو سره سره ډېری ولایتونو کې د معتادینو درملنه دوام لري


ارشیف، کابل کې د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې د درملنې په تمه ناست یو شمېر معتادین
ارشیف، کابل کې د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې د درملنې په تمه ناست یو شمېر معتادین

په افغانستان کې د ډېری بهرنيو سفارتونو له تړلو سره سم، له نشه‌يي موادو سره د مبارزې او معتادینو د درملنې په برخه کې د مرستندويه مؤسساتو فعاليتونه هم بند شوي دي.

که څه هم د معتادینو د درملنې هغه مرکزونه چې په بهرنیو مؤسساتو پورې تړلي وو خپل فعالیتونه بند کړي دي، خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې د افغانستان په ۳۳ ولايتونو کې دولتي مرکزونه د پخوا په شان فعال دي او د معتادینو درملنه کوي.

د عامې روغتیا وزارت نشه‌يي موادو غوښتنې کمولو رئیس ناصر شريفي ازادي راډيو ته وويل، په افغانستان کې د نوي بدلون په راتلو سره د معتادینو د درملنې مرکزونه هم د خوړو او درملو په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

ښاغلی شریفي وايي: "په مالي برخه کې يوه سلسله مالي ستونزې لرو. دا ستونزې د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې د خوړو او معتادینو لپاره د درملو ستونزه ده، خو زموږ روغتیايي مرکزونه اوس هم د پخوا په شان د افغانستان په ۳۳ ولايتونو کې د معتادینو درملنه کوي. په کابل ښار کې د معتادینو راټولول د پخوا په شان دوام لري، تېره اوونۍ مو هم يوه ډله معتادین راټول کړل او په دې اوونۍ کې مو هم راټول کړي دي، نږدې دوه درې سوه بې‌سرپناه معتادین مو راغونډ کړي دي."

ارشیف، کابل کې د افغانستان عامې وزارت له لوري د یو شمېر معتادینو د راټولو لړۍ
ارشیف، کابل کې د افغانستان عامې وزارت له لوري د یو شمېر معتادینو د راټولو لړۍ

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره، د امريکا متحده ایالاتو د قانون عملي کولو اداره او کولمبو پلان هغه لوی بهرني مؤسسات وو چې په افغانستان کې يې د معتادینو د درملنې په برخه کې مرستې کولې، خو ځينې سرچينې وايي چې اوس په افغانستان کې د دې درې واړو مؤسساتو فعاليتونه په ټپه درېدلي دي.

په وروستيو کلونو کې د کابل ښار په ډېرو سيمو کې نشه‌يي مواد ازادانه خرڅېدل، خو اوس چې څوک ازادانه نشه‌يي مواد نه‌شي خرڅولای، ځيني خلک بيا هم په پټه په کوڅو او نورو پټو ځايونو کې پر معتادینو باندې نشه‌يي مواد خرڅوي.

د معتادینو د درملنې د يوه مرکز ډاکتر وليد حسين‌خېل وايي، دا چې اوس نشه‌يي مواد اسانه نه پيدا کېږي، معتادین اړ شوي چې په خپله خوښه د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته ورشي، له همدې امله دوی د درملنې په برخه کې تر پخوا ډېرو امکاناتو ته اړتیا لري.

ښاغلي حسین‌خېل زیاته کړه: "کوم کسان چې په نشه‌يي موادو معتاد دي، اوس په مشکل سره نشه‌يي مواد ترلاسه کولای شي، له همدې امله ډېر معتادین په خپله خوښه حاضر شوي دي چې درملنه‌يې وشي."

ارشیف، کابل کې یو شمېر معتادین چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت له لوري د درملنې په هدف راټول شوي دي.
ارشیف، کابل کې یو شمېر معتادین چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت له لوري د درملنې په هدف راټول شوي دي.

د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د معتادینو د درملنې تر ۸۰ ډېر دولتي او نادولتي مرکزونه فعالیت کوي چې په کال کې تقريباً د ۴۰ زرو معتادینو درملنه کوي، خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، معتادین نشه‌يي مواد اسانه ترلاسه کولای شي، له همدې امله تر درملنې وروسته په ۱۰۰ کې تر ۶۰ ډېر معتادین بېرته په نشو اخته کېږي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG