د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۲

ارواپوهان: د اعتياد له امله د بايللي اعتبار ترلاسه کول تر درملنې ګران دی


یو تن افغان معتاد
یو تن افغان معتاد

که معتاد کلک هوډ ولري چې نوره به نشه نه کوي او د پخوا په څېر به عادي ژوند کوي، په ټولنه کې بایللی اعتبار او پخوانی دريځ بېرته ترلاسه کولای شي.

ليکوال او خبريال نستو نادري تر اووه کلنې نشې وروسته په دې وروستيو کې نشه پرې ایښې او اوس بېرته خپل پخواني کار ته راستون شوی دی، خو بیا هم په ټولنه، په تېره بيا اجتماعي رسنيو کې د خلکو له پېغورونو خوندي نه دی پاتې شوی.

ښاغلی نادري وايي چې که څه هم خلک په اجتماعي رسنيو کې هغه ته پېغورونه ورکوي او د ده په اړه منفي نظر ليکي، خو دی دا هر څه زغمي او هڅه کوي چې په ټولنه کې خپل بايللی اعتبار بېرته ترلاسه کړي او اوس يې په دې لاره کې پرمختګ کړی دی.

ليکوال او خبريال نستو نادري
ليکوال او خبريال نستو نادري

نوموړی وايي: "زه نن د عامې روغتيا وزارت له فینيکس کمپ سره د يوه عادي انسان په توګه د نورو کار کوونکو په ډول کار کوم، دا زما لپاره یو لوی اعتبار شو، دا هغه څه دي چې ما غوښتل، ما ته نور پيغامونه هم راځي چې راشه زموږ سره کار وکړه."

دا چې معتادين غواړي ټولنه کې خپل بايللی اعتبار بېرته ترلاسه کړي له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ کېږي، ځکه که څه هم دوی نشه پرې ایښې وي اوس د يوه سالم او عادي انسان په ټولنه کې ژوند کوي، خو ځينې خلک اوس هم د معتادينو په سترګه ورته ګوري.

په دې اړه ارواپوهه مرسل يزدان پرست وايي چې معتاد تر نشې پرېښودلو وروسته د کورنۍ او دوستانو اجتماعي او اقتصادي ملاتړ ته اړتيا لري، ځکه چې د هغه ذهن ډېر ځپل شوی وي.

نوموړې وايي: "تجربو ښودلې زموږ هغه ناروغان چې زموږ له مرکزه تر رخصتېدو وروسته يې اقتصادي او اجتماعي برخه کې کورنۍ ملاتړ کړی دی، په ټولنه کې يې خپل بايللی اعتبار بيرته ترلاسه کړی دی، دغه ډول خلک ډېر ژر کولای شي چې په ټولنه کې بايللی اعتبار بیرته ترلاسه کړي او د روغ انسان په ډول ژوند ته دوام ورکړي."

زحل هاشمي وايي تر اعتیاد وروسته په ټولنه کې خپل بايللی اعتبار او دريځ بېرته تر لاسه کول د معتاد په چلند پورې اړه لري.
زحل هاشمي وايي تر اعتیاد وروسته په ټولنه کې خپل بايللی اعتبار او دريځ بېرته تر لاسه کول د معتاد په چلند پورې اړه لري.

د معتاد درملنه يوازې په روغتیايي مرکز کې د ۴۵ ورځو لپاره په بستري کېدو سره نه حل کېږي، دا چې يو معتاد په ټولنه کې خپل پخوانی دريځ او اعتبار بېرته ترلاسه کوي، ټولنه يې مني او ذهن يې سکون پيدا کوي، دا کار ډېر وخت نيسي.

د معتادينو د درملنې ډاکټره زحل هاشمي وايي چې تر اعتیاد وروسته په ټولنه کې خپل بايللی اعتبار او دريځ بېرته تر لاسه کول د معتاد په اراده او چلند پورې اړه لري.

دی وايي: "د معتاد خپله هڅه ډېره مهمه ده. که هغه و نه غواړي چې نشه پرېږدي او بېرته په ټولنه کې خپل بايللی اعتبار ترلاسه کړي، نو نه شي کولای چې کورنۍ او ټولنه مرسته ورسره وکړي، بايد خپله غوڅه پرېکړه وکړي چې بايد ټولنه کې خپل بايللی اعتبار بېرته ترلاسه کړم."

ارواپوهان وايي، څو چې تداوي شوی معتاد په ځان کې د اعتياد د وختونو ټولې نښې نښانې تغيیر نه کړي، دا به ګرانه وي چې خلک پر هغه باور وکړي، خو په دې برخه کې د معتاد کورنۍ هم مسووليت لري چې له معتاد سره د تغيیر په دې بهير کې مرسته وکړي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG