د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۰

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د عمران خان له څرګندونو هرکلی وکړ


د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډه خونه وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او ښه والي په برخه کې د عمران خان د خبرو هرکلی کوي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډه خونه او یو شمېر ملي سوداګر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د رغولو په برخه کې د عمران خان د وروستیو څرګندونو په اړه خوښي څرګندوي او وايي چې باید دغه څرګندونې عملي بڼه غوره کړي او پکار ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار نه شي.

د دغه خونې د عامل پلاوي رئیس نقیب الله صافي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له دې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې سیاسيتونو خړې کړې وې.

خو د ده په خبره د پاکستان په پارلماني انتخاباتو کې د عمران له بري وروسته اوس دا هیله زیاته ده چې عمران خان د نوي پالیسۍ له مخې هڅه وکړي چې د دواړو هېوادونو په سوداګریزو اړیکو کې ښه والی راشي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د عمران خان د څرګندونو هرکلی کوو، ان شاءالله چې د نوموړي دغه څرګندونې به یوه ښه او عملي نتیجه ولري او دا به د افغانستان او پاکستان لپاره د پرمختګ نوی پړاو وي."

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د پاکستان د سوداګرۍ لپاره یوه مهمه لاره ده او په همدې اساس عمران خان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو غوښتونکی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په پاکستان کې د پارلماني انتخاباتو له بري وروسته په خپلې لومړنۍ غیر رسمي وینا کې وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به د سوداګریزو اړیکو د رغولو په برخه کې هلې ځلې وکړي.

عمران خان دغه شان په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې پخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرېزو اړیکو کچه له دونیم تر درې میلیارډ ډالرو پورې رسېده خو په خبره یې اوس دغه راکړه ورکړه ۵ سوه میلیونو ډالرو ته راښکته شوې ده.

له دې وړاندې یو شمېر پاکستاني چارواکو ویلي وو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدونو د جوړونې او د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د رغولو په هدف هلې ځلې کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د متشبثینو د بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا هم د عمران خان د وروستیو څرګندونو په اړه خوشبیني ښيي خو وايي، ویره داده چې یو وار بیا د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې د سیاست قرباني نه شي.

نوموړي زیاته کړه:

رحم الدین حاجي آغا
رحم الدین حاجي آغا

"موږ د عمران خان د وروستیو څرګندونو په اړه خوشبینيه یو، دلیل دادی چې په تېرو ۴۰ کلونو کې د افغانستان اقتصاد قرباني شوی دی، هیله لرو چې یو وار بیا سوداګري د سیاست قرباني نه شي او د دواړو هېوادونو مشران خپلې خبرې عملي کړي."

حاجي اغا وايي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ به سوداګریزې اړیکې هغه مهال پراختیا ومومي چې پاکستان د افغان سوداګرو ترانزیټي ستونزې هوارې کړي.

د ده په وینا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د کمېدو ډېر زیان د افغانستان په پرتله پاکستان ته رسېدلی دی.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG