د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ راکمېدلو د افغانستان پر بازارونو ډېر اغېز نه دی کړی.
په داسې حال کې چې د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري په بې ساري ډول کمه شوې ده، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، دغه وضعیت د هېواد پر بازارونو د پام وړ اغېز نه دی کړی.
د یادې خونې مرستیال خان جان الکوزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، برعکس د دغه وضعیت منفي تاثیرات د پاکستان پر اقتصاد زیات دي او ان ځيني سکټورونه يې د سقوط په حال کې دي.
نوموړي وویل:
"دلته په مارکېټ کې په کافي اندازه جنس موجود دی او څه ستونزه نه ده پیدا شوې، خو د دوی له میلونو د اوړو، سمنټو، خوراکي موادو او ودانیزو توکو سوداګري کمه شوې، ټرانسپورټي فعالیتونه یې راکم شوي او د دوی خپله پانګوالو، دولت او خصوصي سکټور ته زیان رسېدلی او همدا دلیل دی چې دوی د سوداګرۍ بېرته غوړېدوته لېوال شوي دي."
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري له بل هر وخته ډېره کمه شوې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت او خصوصي سکټور د وروستیو شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري له درې ميلیارده ډالرو، شااوخوا یو ميلیارد ډالرو ته ښکته شوې ده.
له دې دری ورځې وړاندې، د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ خونې مشر زاهد الله شینواري اندېښنه څرګنده کړې وه چې که حکومتي تګلارې سمې نه شي، د دواړو هېوادونو تر منځ به سوداګري بیخي ختمه شي.
د افغانستان او د پاکستان د سوداګرۍ خونې او خصوصي سکټور د سوداګرۍ په اړه د پاکستان سختې تګلارې، سیاسي ستونزې، وخت ناوخته د هغه هېواد له خوا د تورخم دراوزې تړل او ځيني نور هغه لاملونه بللي چې د دواړو هېوادونو سوداګري یې کمه کړې ده.
له دې سره د افغانستان د سودګرۍ او صنایعو وزارت د نړیوالې سوداګرۍ مسؤل میر سعید سعیدي وايي، له پاکستان سره سوداګري په قصدي توګه نه ده شوې، بلکې افغانستان اوس ګڼې بدیلې لارې لري او دا په اتومات ډول کمه شوې ده.
دی وایي:
"مونږ دا وخت ډېر بدیل مارکېټونه لرو، واردات تعویض شوي، له همدې کبله له پاکستانه واردات په قصدي توګه نه، بلکې په اتومات ډول چې نورو مارکېټونو يې ځای نیولای، کم شوي دي او دا ځکه بې سابقې دي چې که له پاکستان سره مو سوداګري کمه هم ده، په مارکېټ څه اغېز نه پرېوځې."
د ده په وینا، پخوا د افغانستان ډېره اتکا پر پاکستان وه، خو اوس د افغانستان واردات او صادرات وېشل شوي دي.
د ښاغلي سعیدي په وینا، دا وخت د افغانستان کورني تولیدات ډېر شوي او د چابهار، اقینې، حیرتان، شېرخان بندر، تور غونډۍ او بندر عباس له لارو، د سوداګرۍ ګراف ښه ساتل شوی دی.
راپور: یوسف خان ځدراڼ