د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پرون په انتخاباتو کې د بریا د اعلان ترڅنګ د خپلې بهرنۍ پالیسۍ مهم ټکي هم روښانه کړل.
د تحریک انصاف ګوند مشر په اسلام اباد کې په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل چې دی به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او له متحده ایالاتو سره په دې برخه کې د ګډ کار هڅه وکړي.
عمران خان زیاته کړه چې دی حتا په دې تمه دی چې یوه ورځ به د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې د اروپايي ټولنې د پولو په څیر آزادې وي.
عمران خان د پاکستان سوله د افغانستان له سولې سره تړلې وبلله او ویې ویل چې په دې برخه کې به تر خپلې وسې پورې هڅه وکړي.
هغه زیاته کړه:
"افغانان سوله غواړي خو دوهم هېواد چې په افغانستان کې سوله غواړي هغه پاکستان دی، که په افغانستان کې سوله وي په پاکستان کې به هم سوله او امن وي او زموږ حکومت به په افغنانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې تر وسې وسې هڅه وکړي."
عمران خان : غواړم چې یوه ورځ به د افغانستان او پاکستان ترمینځ پولې د اروپايي ټولنې د پولو په څیر آزادې وي
په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، دی نه پوهېږي چې راتلونکی صدراعظم به د اوسنیو سیاستونو د بدلون توان ولري کنه خو ښاغلی زاخېلوال چې له عمران خان سره یې ډېرځلې لیده کاته کړي دي څرګندوي چې نوموړي پخوا له دې هم دې ته ورته ویناوې کړې دي او دی یې په نیت کې هیڅ راز شک نه ویني:
"زما توقع همدا وه چې د انتخاباتو له ګټلو وروسته به د عمران خان پالیسي تعمیري او د سولې او ثبات د ملاتړ پالیسي وي، دی له افغانستان سره نژدې اړیکي غواړي څو عام خلک په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي، تجارت او سوداګري پراخ شي او دا به د افغانستان په سوله او ثبات کې یو مهم رول ولوبوي"
عمران خان د اسلام اباد او واشنګټن د اړیکو په اړه وویل چې دا اړیکي یواړخیز دي ځکه د ده په وینا متحده ایالات داسې انګېري چې پاکستان ته د دې لپاره پیسې ورکوي چې جګړه ورته وکړي.
هغه زیاته کړه چې پاکستان له دې کبله خورا ډېر ځورېدلی دی.
عمران خان د پاکستان او امریکا د ترینګلو اړیکو د ښېګنې ژمنه وکړه خو د دې کار لپاره یې کومه ځانګړې طرح وړاندې نه کړه:
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۸ کال د پیل په مناسبت په خپل لومړني پیغام کې پر پاکستان تور ولګاوه چې متحده یالاتو ته یې د میلیارډونو ډالرو مرستو په بدل کې له چل ول او غولولو پرته بل هېڅ نه دي ورکړي.
عمران خان د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال تر ډېره د بېوزلو خلکو د ژوند د ښېګڼې پر شعارونو تمرکز کاوه او ویلي یې و، دی داسې یو پاکستان غواړي چې چاته سر ټیټ نه کړي.
دا شعارونه د ځوان نسل لپاره چې د پاکستان د وګړو په سلو کې نېږدې ۶۴ برخه جوړوي په زړه پورې و، خو ځینې بیا په دې باور دي چې عمران خان په دې ځل انتخاباتو کې د پاکستان د ځواکمن پوځ د خوښې کاندید و او د ده بریالیتوب هم د پوځ له خوا پلان شوی و.
په انتخاباتو کې د عمران خان د ګوند اصلي سیال د مسلم لیګ نن ګوند مشر شهباز شریف د انتخاباتو نتایج رد کړي دي.
شهباز شریف چې ورور یې- پخوانی صدراعظم نوازشریف اوس مهال په زندان کې دی پر ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې له دې انتخاباتو سره د پاکستان ډیموکراسي څولسیزې پرشا ولاړه.