په پاکستان کې د عوامي نشنل ګوند په ګډون ګڼ شمېر نورو ګوندونو د دې هېواد په اوسنیو ټولټاکنو کې د احتمالي درغلیو پر ضد پراخې احتجاجي مظاهرې پیل کړي چې لا هم روانې دي.
په پاکستان کې د روانې میاشتې په ۲۵مه نېټه ټولټاکنې ترسره شوې چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند پهکې په مرکز کې د قومي اسامبلۍ او په خېبر پښتونخوا او پنجاب ایالتونو کې د ایالتي اسامبلیو لپاره د نورو ګوندونو په پرتله ډېرې څوکۍ وګټلې.
که څه هم له یوې خوا د عمران خان تحریک انصاف په ټولټاکنو کې د قومي اسامبلۍ د ۱۱۵ څوکیو تر ګټلو وروسته د حکومت جوړولو په پوزېشن کې دی، نو له بلېخوا بیا د پاکستان ټولو سترو ګوندونو لکه، پیپلز، مسلم لیګ «ن»، جمیعتالعلماء اسلام او عوامي نشنل ګوندونو د ټولټاکنو د پایلو له منلو انکار کړی او ټولټاکنې یې له درغلیو او لاسوهنو ډکې بللې دي.
پاکستان مسلم لیګ «ن»، عوامي نشنل او جمعیتالعلماء اسلام ګوند تور لګوي چې د پاکستاني پوځ د دوی په وینا په ټولټاکنو کې د یوه مشخص ګوند په ګټه درغلي کړې ده.
په ټولټاکنو کې د احتمالي درغلیو او لاسوهنو پر ضد د احتجاجونو په لړ کې عوامي نشنل ګوند د دوشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په چارسده سیمه کې پراخه احتجاجي مظاهره وکړه چې د ګوند د مشر اسفندیار ولي خان په ګډون پهکې د یاد ګونډ ګڼ شمېر چارواکو ویناوې وکړې او په ټاکنو کې یې د درغلۍ پر ضد شعارونه ورکړل.
د پاکستان ریاست د پښتنو په حفاظت کې پاتې راغلی.
د عوامي نشنل ګوند یوه مهم چارواکي د دغه ګوند احتجاجي مظاهرې ته د وینا پر مهال پر پاکستاني پوځ سختې نیوکې وکړې او تور یې ولګاوه چې پوځ په ټاکنو کې د یوه مشخص ګوند لپاره پراخه درغلي کړې ده.
نوموړي همدا شان پر پاکستاني پوځ له پښتنو او بلوڅو سره په توپیري چلند تورن کړ او ویېویل:
"د پاکستاني پوځ په جګپوړو قوماندانانو کې یو هم پښتون، سندهی او بلوڅ قوماندان نهشته، ټول پنجابیان دي."
ښاغلي افراسیاب خټک وویل:
"که د پاکستان پوځ يئ خو زموږ وروڼه يئ، زموږ د سرګلونه يئ خو که تاسو سیاسي پارټي يئ او سياسي پارټي څنګه؟ نن زه تاسو خبرول غواړم چې د پاکستان د پوځ په کور کمانډرانو کې يو پښتون، بلوڅ او سندهی کور کمانډر نهشته، ټول پنجابيان کور کمانډران دي، د پاکستان ریاست د پښتنو په حفاظت کې پاتې راغلی، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو د پښتنو حفاظت نهدی کړی."
که څه هم د پاکستان پوځ لا تر دې دمه د سیاسي ګوندونو لهخوا پر ځان د لګېدلو تورونو په اړه څه نهدي ویلي، خو د دې ادارې ویاند تر ټولټاکنو مخکې ویلي و چې پوځ به په ټاکنو کې یوازې د ټاکنو د کمېسیون لارښوونې عملي کوي او کار بهیې د ټاکنو پر مهال د امنیت ساتل وي.
د یادونې وړ ده چې پر عوامي نشنل ګوند سربېره د فضلالرحمن په مشرۍ جمعیتالعلماء اسلام او د مذهبي اتحاد متحده مجلس عمل پلویانو هم په ټاکنو کې د درغلیو پر ضد د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې کړي او دا لړۍ لا روانه ده.