د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۵

د عمران خان واکمني له کومو ننګونو سره مخ کېدونکې ده؟


د پاکستان په انتخاباتو کې د عمران خان بریا د پاکستان لپاره د یوې نوې تګلارې د پيل په معنی ده، خو د تحریک انصاف ګوند مشر چې ځان ته د فساد ضد مبارز وايي، د زړو فاسدانو پر ضد د مبارزې لپاره له خورا زیاتو خنډونو سره مخامخ دی.

د جولای د ۲۵مې په انتخاباتو کې د عمران خان بریا په پاکستان کې د دوو کورنیو دودیزه واکمني ختمه کړه او په دې توګه‌یې د دې هېواد په خلکو کې دا هیلې راژوندۍ کړې چې ښايي دا هېواد اوس نو پر یوه نوي لوري روان شوی دی.

خو د کرکټ دا پخوانی ستوری له ځینو وېروونکو خنډونو سره هم مخامخ دی، فساد د پاکستان یوه لویه ستونزه ده، خو له بلې خوا دا هېواد له زیاتېدونکي اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دی او په عین حال کې ځواکمن پوځ لاهم د پاکستان په کورنیو او بهرنیو پالېسیو کې له حده زیاته ونډه لري.

عمران خان
عمران خان

ویل کېږي چې عمران خان اوس‌مهال د حکومت د جوړولو لپاره د کوچنیو ګوندونو له یوه ائتلاف سره د خبرو په حال کې دی، ځکه د ده تحریک انصاف ګوند ونه‌شو کړای چې په یوازې ځان په پارلمان کې بشپړ اکثریت وګټي.

څارونکي باور لري چې د متحدانو انتخاب هم ښايي د ۶۵ کلن عمران خان لاسونه یو څه وتړي، ځکه چې ده د ټولنې د هغې لوړې طبقې د ملاتړ تاکتیک ته لاس اچولی چې پخوا به‌یې غانده، خو ده ته‌یې په انتخاباتو کې ډېرې رأیې راوړې دي.

د تحریک انصاف په مشرتابه کې هم هغه سیاستوال شامل دي چې له همدغو دودیزو ګوندونو څخه دې ګوند ته ورغلي دي.

په واشنګټن کې د ووډرو وېلسن د تحقیقاتي مرکز د جنوبي اسیا د چارو کارپوه مایکل کوګلمن وايي، لومړنۍ خبره دا ده چې د عمران خان بریا په قطعي ډول له ماضي سره د پاکستان د اړیکو د پرې کېدو په معنی ده، ځکه یو سیاستوال د لومړي ځل لپاره پرته له دې چې کورنۍ یې د واکمنۍ سابقه ولري او یا دی د متعارفو سیاسي ګوندونو غړی وي، غوره کېږي، خو کوګلمن زیاتوي، له دې سره سره چې څومره د دې موضوع عمق ته ننوځئ، هومره هغه تشې رابرسېره کېږي چې د ځینو څارونکو په نظر، د یوه بېخي تازه کاره سیاستوال په توګه د ده نیمګړتیاوې ګڼل کېږي.

عمران خان د فساد پر ضد داسې تګلاره غوره کړه چې د عوامو لپاره په زړه پورې ده او خپل انتخاباتي کمپاین‌یې د هغو خواصو پر ضد پر مخ بیوه چې د زنداني پخواني صدراعظم نواز شریف او د ترور شوې پخوانۍ صدراعظمې بېنظیر بوټو په ګوندونو پورې تړلي دي او له څو لسیزو راهیسې په واک کې دي.

خان دا خواص پر بې‌وزلو خلکو په ظلم تورنول او ژمنه‌یې کوله چې د ده راتلونکی حکومت به د فساد پر ضد مبارزه وکړي او د بې‌وزلۍ د کمولو پروګرام به عملي کړي.

هغه ژمنه کړې وه چې سوکاله اسلامي دولت به جوړوي، ۱۰ میلیونه کاري فرصتونه به رامنځته کوي او د بې‌وزلو خلکو لپاره به پنځه میلیونه کورونه رغوي، خو د کارپوهانو په نظر، د پاکستان د اقتصادي بحران حل د پیسو د نړیوال صندوق له‌خوا داسې یوې لویې مالي مرستې ته اړتیا لري چې ښايي شرایط‌یې د عمران خان د لګښتونو ژمنې لا پېچلې کړي.

کارپوهان دا هم وايي چې په پاکستان کې د مالیې د راټولو ټيټه کچه ښايي یو بل خنډ وي، ځکه دا هېواد په نړۍ کې د ناخالص ملي تولید په تناسب، د مالیې د راټولولو تر ټولو ټیټه کچه لري.

امریکایي کارپوه ښاغلی کوګلمن وايي عمران خان اوس د خپل سفر په پیل کې دی چې داسې غټې غټې خبرې کوي، خو چې کار پیل کړي، نو ښايي له زیاتېدونکي اقتصادي بحران څخه نیولې، تر قهرجن سیاسي اپوزېسیون پورې سمدستي له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

مایکل کوګلمن
مایکل کوګلمن

څارونکي په دې کې هم شک لري چې عمران خان به د پاکستان په بهرنۍ پالېسۍ کې چې پوځ‌یې جوړوي، جدي بدلونونه راولي.

په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان له جوړېدو په راوروسته کلونو کې پوځ درې ځلې کودتاګانې کړي او په تقریباً نیمايي دې موده کې یې واک چلولی دی.

د عمران خان نظریات، د پاکستان له پخوانیو او اصلي پالېسیو سره هم په تضاد کې دي چې له چین سره د پراخو اړیکو ساتل، له امریکا سره چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت مالي او د پوځي تجهیزاتو مرسته ورسره کوي همکاري او پر افغانستان او هند د فشار ساتلو لپاره له اسلام‌پالو ملېشو کار اخیستل دي.

د پاکستان د پوځي چارو کارپوهه او لیکواله عایشه صدیقه وايي چې د عمران خان لاسونه به د پوځ په وړاندې تړلي وي، خو مېرمن صدیقه دا یادونه هم کوي چې عمران خان په نړیوالو چارو کې کوم خاص بصیرت نه‌لري، نو ځکه تمرکز به‌یې پر کورنیو چارو وي.

سیاسي څارونکي په دې باور دي چې عمران خان د بهرنۍ پالېسۍ په برخه کې له پېچلو مسایلو سره مخامخ دی، نو که دی د پوځ په وړاندې تسلیم شي، ښايي ونه‌شي کولای چې ډېر بدلونونه راولي، خو که د خپلې اجنډا د عملي کولو هڅه وکړي، نو د ډېرې مودې لپاره به په واک کې پاتې نه‌شي.

XS
SM
MD
LG