د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

امنیه قوماندان: له پولیسو نه ملي اردو ته د کابل د دروازو د امنیت سپارلو بهیر پيل شو


د کابل امنیه قومانداني ملي اردو ته د کابل دروازو د امنیتي مسؤلیت د سپارولو خبر ورکوي.

که څه هم د کابل اوسېدونکي په ښار کې د ارامۍ احساس نه‌کوي، خو امنیتي مسؤلین وايي چې د امنیت د لا ښه ټینګېدو په هدف د کابل دروازو امنیتي مسؤلیت ملي اردو ته سپاري.

د کابل امنیه قوماندان داود امین له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې دغه لړۍ یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې او تر یوې میاشتې پورې به بشپړه شي.

د ښاغلي امین په خبره دغه اقدام د لوړو امنیتي ګواښونو، په پولیسو کې د فساد د موجودیت او د زورواکو په وړاندې د ښې درېدنې په هدف شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه د څلورو دروازو امنیتي مسؤلیت اردو ته سپارل شوی او تر راتلونکې یوې میاشتې به دغه لړۍ بشپړه شي.

جنرال داود امین
جنرال داود امین

نوموړي زیاته کړه:

"څلور دروازې فعلاً تسلیم شوي دي، دا لړۍ روانه ده، د لوړو امنیتي ګواښونو موجودیت ته په کتو اړینه وه چې ملي اردو فعالیت وکړي، ځکه که زورواکي وسلې، وسایل او وسایط کابل ته لېږدوي اردو کولای شي چې مخه‌یې ونیسي."

ښاغلي امین دغه اقدام د امنیتي پلان یو برخه وګڼله.

نوموړي دغه‌شان وویل چې د شین کمربند او دغه‌شان د ابي او ژېړو کمربندونو پر جوړولو هم چې د کابل ښار او ولسوالیو د امنیت ټینګښت په‌کې شامل دی کار روان دی.

د ښاغلي امین په خبره د دغې طرحې په عملي کېدو به د کابل ښار امنیت ښه شي.

د کابل له دروازو نه ښار ته پر چاودېدونکو توکو د بار موټرو او په وسلو د سمبالو مخالفینو ننوتل هغه انتقادونه دي چې تل د کابل ښار د اوسېدونکو له‌خوا مطرح شوي دي.

له دې وړاندې د شمالي دروازې پرته د کابل درې دروازې په بېلابېلو تخنیکي وسایلو سمبال شوي چې کولای شي کابل ښار ته د هر ډول چاودېدونکو توکو او وسلو د رادننه کېدلو مخه پرې ونیول شي.

د کابل د امنیه قوماندان په خبره کابل د څلورو اصلي دروازو سربېره د موټرو د رادننه کېدو ۱۲ او د پلو کسانو د تګ راتګ ۲۶ فرعي دروازې لري.

په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې ملي اردو ته د کابل د دروازو د امنیت سپارل د افغان ځواکونو ترمنځ نه‌همغږي رامنځته کولای شي.

د پوځي چارو افغان کارپوه عتیق‌الله امرخېل وايي، د ملي اردو دنده له ځمکنۍ بشپړتیا نه ساتنه ده نه د موټرو پلټنه.

عتیق الله امرخېل
عتیق الله امرخېل

نوموړي زیاته کړه:

"دا چې دا مسؤلیت‌یې اردو ته وسپاره په حقیقت کې د پوځي قوت یوه برخه‌یې مصروفه کړه، دا سم پلان نه‌دی، قوتونه کمزوري کوي، حد اقل په څلورو دروازو کې یو کنډک ځای پر ځای کېږي چې دغه کنډک کولای شي د یوې ولسوالۍ جنګ مخ ته یوسي."

د ښاغلي امرخېل په خبره، د دې پر ځای لازمه وه چې پر پولیسو لا ډېره پانګونه شوې وی، هغوی په پرمختللو وسایلو سمبال شوي او په سمه توګه د کابل دروازو د کنټرولولو جوګه شوي وی.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG