د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

د کابل بولیسو د نوي امنیتي پلان لومړنۍ چارې په ۸مه امنیتي حوزه کې پیل شوې


د کابل امنیه قومنداني وايي، په کابل ښار کې یې د ترور او وژنو د مخنیوي په هدف ځانګړي پلانونه او پروګرامونه چمتو کړي.

د کابل امنیه قومانداني وايي، دغه پلانونه او پروګرامونه د ښاري امنیت د خوندیتوب د اقداماتو په دوام چمتو شوي دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ امنیتي معاون محمد صادق مرادي د دوشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې، د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د دغه پلان د پلي کېدو لومړنۍ چارې نن په اتمه امنیتي حوزه کې پيل شوې.

که څه هم ښاغلي مرادي د ترور د ارقامو په اړه معلومات ورنه‌کړل، خو ویې‌ویل چې د ترور کچه په اتمه او پنځمه امنیتي حوزه کې لوړه ده.

ښاغلي مرادي زیاته کړه:

"د هرې ورځې لپاره مو د چټک غبرګون د قطعې نېږدې ۱۰۰ کسه په زیانمنو حوزو کې مؤظف کړي، کنډک، حوزې او د چټک غبرګون قطعې په ګډه ځانګړی پلان جوړ کړی، ترور په اتمه او پنځمه امنیتي حوزه کې شته، ځینې سیمې چې ډېر زیانمنوونکې دي، ځانګړی پلان ورته لرو، تاسې ته وعده درکوو چې له ترورو څخه به مخنیوی وکړو."

د ښاغلي مرادي په وینا، د دغو امنیتي پلانونو او پروګرامونو مسؤلیت د چټګ غبرګون قطعې ته سپارل شوی دی.

په دې وروستیو کې په کابل ښار کې ترور او وژنې زیاتې شوي چې د وژنو تر ټولو ناوړه او تازه پېښه د تېرې یکشنبې په ورځ د کابل په وزیر اباد سیمه کې د یوې کورنۍ د پنځو ماشومانو وژل وو چې تر اوسه‌یې وژونکي نه‌دي معلوم شوي.

د کابل امنیه قومانداني وايي چې تېره اوونۍ د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې درې مرموز قتلونه شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد وايي چې په تېرو ۱۰ ورځو کې په ټول کابل ښار کې ۴۹ جنايي پېښې شوي چې په تړاو یې یو شمېر تورن کسان نیول شوي دي.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي چې دوی دا ډول پېښو اندېښمن کړي او له امنیتي چارواکو غواړي چې د خلکو ژوند او امنیت خوندي کړي.

دوو تنو کابل ښاریانو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"نوم مې عرفان‌شاه دی، په کابل ښار کې ترور زیات شوی چې ګورې، خلک تښتول شوي، خلک وژل شوي، موږ له چارواکو څخه غوښتنه کوو چې د هېوادوالو امنیت او د دوی ژوند ته پام وکړي."

"د کابل ښار اوسېدونکی یم، په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د دولتي کسانو ترور زیات شوی چې خلک‌یې اندېښمن کړي او مأمورین په ښه زړه دندې ته نه‌شي تلی."

د کابل امنیه قومانداني وايي چې د کابل ښار په څلورو دروازو کې د پلټونکو ماشینونو د نصبولو چارې بشپړې شوي چې دا به له امنیت سره مرسته وکړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG