د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

کابل دروازو کې به د سکن د ماشینونو په وسیله د موټرو تالاشي پیل شي


د کابل د ګارنیزیون عمومي قومانداني هیله لري چې د کابل ښار په څلورو دروازو کې د سکنرونو په وسیله د موټرو د پلټنو پیل به په پلازمېنه کې د امنیت له ښیګڼې سره مرسته وکړي.

د دې ټکنالوژۍ د کارولو لپاره مؤظف مامورین به په تېره د لوړ ټناژ یا درانه بار لرونکي موټر چې د کابل له دروازو څخه ښار ته ننوځي، د سکنرونو په وسیله په دقت سره تلاشي کوي.

د کابل د ګارنیزیون د عمومي قوماندانۍ سرپرست جنرال افضل امان تیره شپه ازادي راډیو ته وویل، د دې کار مؤظف کارکوونکي له روزنې وروسته نن خپل کار پیلوي.

د کابل د ګارنیزیون د عمومي قوماندانۍ سرپرست جنرال افضل امان
د کابل د ګارنیزیون د عمومي قوماندانۍ سرپرست جنرال افضل امان

امان وايي:

"دوی د هغو سکنرونو د کارولو څرنګوالی زده کړی دی چې د کابل په دروازو کې نصب شوي. هلته امنیتي تدابیر ټینګ دي او ښايي درې، څلور کسان به هغه موټر چې تیریږي په کمپیوټري دستګاه کې ګوري چې نشه‎يي مواد، وسلې او چاودیدونکي مواد په‎کې نه‎وي. دا دستګاوې مخکې فعالې شوې خو د شنبې په ورځ مؤظف کسان وراستوو چې خپل کار پیل کړي."

انتقادکوونکي په کابل ښار کې د خونړیو چاودنو له لړۍ وروسته د ښار په دروازو کې د موټرو د منظمې پلټنې نشتوالی د دې پېښو یو علت بولي.

د ځینو راپورونو له مخې په ګڼ شمېر مواردو کې په چاودیدونکو موادو بار موټر د کابل پر دروازو له تېرېدو وروسته د ښار په بېلابېلو برخو کې الوزول شوي دي.

چارواکي هیله من دي چې د دې سکنرونو له فعالېدو سره به په دې پېښو کې کموالی راشي خو د امنیتي چارو کارپوهان او له دې ډلې پخوانی جنرال عتیق الله امرخېل وايي چې پر دې وسیلو کار باید صادقو او باوري کسانو ته وسپارل شي.

پخوانی جنرال عتیق الله امرخېل
پخوانی جنرال عتیق الله امرخېل

ښاغلي امرخېل له ازادي راډیو سره په خبرو کې همدا راز وویل چې مؤظف کسان باید په تخنیکې برخه کې ښه روزل شوي وي:

"هغه کسان چې په دروازو کې درېږي باید په دقیق ډول د دې وسایلو په کارولو پوه شي. ځکه که یې څوک په استعمال پوه نه‎شي امکان لري هر موټر وکولای شي چې ترې تېر شي. "

د سکنرونو په وسیله د کابل په دروازو کې د موټرو پلټنه د هغې امنیتي طرحې یوه برخه ده چې د ولسمشر اشرف غني له امر سره سم د کابل د امنیت لپاره جوړه شوې او د کابل امنیه قوماندان د چهارشنبې په ورځ اعلان کړه. حکومت دا اقدامات وروسته له هغه تر کار لاندې ونیول چې د کابل ښار په ګڼ مېشتو ساحو کې پرله‎پسې خونړۍ چاودنې وشوې.

په دې لړۍ کې وروستۍ، په کابل کې د عراق پر سفارت حمله وه چې په ترڅ کې یې د سفارت دوه افغان کارکوونکي ووژل شول.

همدا راز نژدې دوه میاشتې مخکې د کابل په وزیراکبرخان سیمه کې د جرمني د سفارت مخې ته یوې ټانکربم چاودنې د چارواکو په وینا ۱۵۰ کسان ووژل او له ۴۶۰ زیات یې ټپیان کړل.

XS
SM
MD
LG