د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۴

یو افغان ځوان او ملګري یې د AI یا مصنوعي ځیرکتیا په مرسته سندرې جوړوي


د اې آی په وسیله د سندرو دجوړولو لپاره یوازې یو کمپیوټر په کار دی.
د اې آی په وسیله د سندرو دجوړولو لپاره یوازې یو کمپیوټر په کار دی.

یو شمیر افغان ځوانانو په دې وروستیو کې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د سندرو جوړل پیل کړي چې عمر اندیش هم د دوی له ډلې دی.

د عمراندیش په نوم ځوان او ملګري یې د AI یا مصنوعي ځیرکتیا په مرسته په ګروپي ډول سندرې جوړوي.

دوی په افغانستان کې اوسېږي، یو یوټيوپ چینل لري او پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې یې د سندرغاړو کنسرتونه جوړول خو اوس یې د اې آی په مرسته څو سندرې جوړې کړي او غواړي په دې برخه کې نور کار هم وکړي.

خو دا سندرې څنګه جوړېږي، ښاغلي اندیش یې په اړه ازادي راډیو ته وویل"موږ دوه ملګري لرو، په هغوی باندې د یو شعر کمپوزیش جوړوو، بیا زمونږ یو ملګری دی ارشاد خالق هغه یې په اډیو او موزیک کار کوي، غږونه ورته جوړوي، د ښځې یا د نارینه هر ډول چې اړتیا وي، بیا یې سر او تال کتل کېږي او بیا ګرافیګي بڼې ته راځي، نو دا یې دغسې لنډه پروسه ده."'

دا چې په مصنوعي ځیرکتیا د یوې سندرې جوړول څومره وخت نیسي او څو کسان بوختوي ښاغلي اندیش یې په اړه وویل"ټول شا او خوا یوه اونۍ وخت نیسي او له سر تر اخره، درې- څلور، یا کله پنځه کسان کار پرې کوي."

نوموړی په دې اړه چې آیا د اې آی په وسیله د سندرې د جوړولو لپاره هم باید ځانګړي پروګرامونه واخیستل شي او فیس ورکړل شي او که میاشتی او کلنی ګډون باید په کې وشي، وايي"که هغه اډیو برخه وي، موزیک برخه وي یا ډیزاین برخه وي، ټولو ته خاص سایټونه شته، خاص پلاټفارمونه شته، په ځینو کې مثلا میاشتنی ګډون کوې، په ځینو کې به کلنی ګډون کوې او ځنی داسې هم دي چې د هر کار به سر تانه فیس اخلي."

د عمر اندېش او ملګرو له خوا یې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د جوړې سندرې تصویر
د عمر اندېش او ملګرو له خوا یې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د جوړې سندرې تصویر

له ښاغلی اندیش مو پوښتنه وکړه چې دوی په دې برخه کې، خپل کار کې څه ډول ستونزو سره مخ دي، ده راته وویل،"ستونزې خو دا دي چې د افغانستان بانک کارتونه ډیری سایټونه نه شي اخیستی، مثلا مونږ چې خپل د یوټیوپ عاید هم راځي په بل ملک کې به یې تر لاسه کوو او طبیعي ده چې د هغه ملک فیس هم پرې راځي، خو هیله لرو چې ورو، ورو په افغانستان کې دیجیتل کېدو ته زمینه برابره شي او دا مشکل حل شي."

د یادونې ده چې عمر اندیش او ملګري یې دا کار په داسې یوه هیواد کې کوي چې هلته پر موسیقۍ بندیز لګېدلی دی.

د طلبانو حکومت وايي، موسیقي حرامه ده او په خپرولو او اورېدلو یې بندیز لګولی دی.

عمر اندیش وايي دوی اوس غواړي له دې لارې د خلکو ذوق خړوبه کړي. "بنډارونه او محفلونه و نور شیان بند شول او اوس مونږ د A I په مرسته له یو کمپوټر نه خپل او د خپلو ملګرو ذوق خړوبوو."

اې ای AI یا مصنوعي ځیرکتیا هغه ټکنالوژي ده چې کمبیوټرونو او ماشینونو ته د انسان په شان د فکر کولو، زده کړې، پرېکړې کولو او ستونزو د حل کولو وړتیا ورکوي.

له AI څخه په بېلابیلو برخو کې کار اخیستل کېږي.

XS
SM
MD
LG